Connect with us

تازه خبرونه

احمد فرشاد صالح د غوره خبریال په توګه وپېژندل شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-05-05-17h16m37s90

نی یا د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ د مې د درېیمې یا د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه جوړه کړه.

په غونډه کې د آریانا نیوز د نشه یی توکو راپور، چې د رسنیو په شپېته راپورونو کې کاندید و، غوره او د راپور چمتو کوونکی احمد فرشاد صالح د غوره خبریال لقب تر لاسه کړ.

همدا راز په غوره سیاسي خپرونو کې د آریانا نیوز د غوره سیاسي خپرونې  جوړوونکی شفیع کریمي وستایل شو.

دغه راز د آریانا نیوز نیمه خاموش خپرونه هم د رسنیو په خپرونو کې غوره وټاکل شوه او ستاینلیک یې تر لاسه کړ.

د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ رییس مجیب خلوتګر وایي؛  په وروستي کال کې له درې سوه ډېر خبریالان له افغانستان وتلي، چې پنځوس یې ښځې وې.

د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ اجرائیه رییس صدیق الله توحیدي وایی، وروستی کال د خبریالانو له پاره خونړۍ او خطرناک و.

په دې ناسته کې د خصوصي رسنیو د جوړیدو مقررې ته د خبریالانو د شغلي مقررې د بدلیدو پر پرېکړه نیوکه وشوه او له افغان حکومت غوښتنه وشوه، چې د معلوماتو د وړاندې کولو له پاره پر معلوماتو د لاس رسي له قانون سرغړونه ونه کړي.

Advertisement

تازه خبرونه

څار: د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.

د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل  او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.

مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.

ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.

نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.

ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست ويلي؛ په دې ولايت کې د سې شنبې پر ورځ (د غویي پېنځلسمه) د سېلابونو له کبله يو تن مړ، دوه ټپيان او له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.

دغه رياست زياته کړې، چې د غور په مرغاب او چارصده ولسواليو کې د سېلابونو له کبله د مرغاب ولسوالۍ له لس ډېر کلي او د چارصدې ولسوالۍ شپږ کلي زيانمن شوي دي.

د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ ۵۵ دوکانونه، ۱۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او د دواړو ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل شوې دي.

د غور ولايت د مهاجرينو چارو رييس ميراحمد مصمیم ويلي، چې له خپلو اصلي ځايونو څخه کورنۍ د غرونو د لمنو په آزاده فضا کې ژوند کوي او بېړنیو او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د میر احمد مصمیم د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې ځاني او مالي زیانونه نور هم ډېر شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!