تازه خبرونه
د طالبانو د یوې ډلې مشر، مخامخ خبرو ته چمتوالی ښودلی
له افغان طالبانو څخه د یوې بېلې شوې ډلې يوه مشر په لومړي ځل نغوته کړې، چې کیدی شي له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وشي.
د اسوشیتید پرس د راپور له مخې؛ د ملا رسول تر مشرۍ لاندې ډلې مرستيال ملا عبدالمنان نيازی وايي، که په افغانستان کې اسلامي شريعي نظام او د بهرنيو ځواکونو د وتلو ضمانت ورکړشي د افغانانو تر منځ خبرو اترو ته چمتوالی لري.
له طالبانو څخه د بېلې شوې ډلې دغه مشر د افغانانو تر منځ د سولې په خبرو باور لري او غواړي د افغانستان کړکېچ د بهرنيانو له منځګړيتوب پرته حل شي.
ملا عبدالمنان نیازي په ډاګه کړې، چې تر دې دمه له دولت سره د سولې خبرې پيل شوي نه دي؛ يوازې د جګړې او سولې پر وړاندې یې سياسي دريځ ښودلی دی.
دغې ډلې ويلي، له جګړې د لاس اخيستو شرطونه د يوه داسې نظام جوړول دي، چې د شريعت پر قوانينو ولاړ وي او له افغانستان څخه د بهرنيو عسکرو وتل یې یوه برخه وي. هغه شرط، چې تل پرې ټولو طالبانو ټینګار کړی او په کې بدلون ته یې کومه اړتيا نه لیدل کیږي.
دغې ډلې دا هم ويلي، چې مشر يې په افغانستان کې فعال دی او د افغانستان له پولو بهر د طالبانو د مشر له ټاکلو خوښ نه دي.
دې ډلې د طالبانو د نوي مشر ملا هبت ټاکل هم رد کړي دي.
دغه ډله، د طالبانو د مشر ملا محمد عمر له مړينې او د طالبانو د نوي مشر په توګه د ملا اختر محمد منصور له ټاکلو وروسته د ملا داد الله تر مشرۍ لاندې راټوله شوه. کله ، چې ملا دادالله د ملا اختر محمد منصور پلویانو په یوه نښته کې وواژه؛ د دې ډلې مشري ملا رسول ته پاتې شوه.
څو مياشتې وړاندې هم په هرات کې د ملا محمد رسول اخند او اختر محمد منصور د پلویانو ترمنځ په جګړو کې د لسګونه کسانو د وژل کیدو رپوټونه ورکړشول، چې له کبله يې ولسي وګړیو ته درانده زیانونه اوښتي وه.
ويل کیږي؛ د دغې ډلې مشر ملا رسول اوس لادرکه شوی او اټکل دی، چې په پاکستان کې به بندي وي؛ خو د دغې ډلې مرستيال عبدالمنان نيازی يې پر خونديتوب ټینګار کوي او وایي، چې د اړتيا په وخت کې به څرګند شي.
د افغانستان د دولت يوه وياند شاه حسين مرتضوي د طالبانو د دغې ډلې د مشر د خبرو په تړاو ويلي؛ هره ډله، چې د ولسي وګړیو له وژلو لاس واخلي، اساسي قانون ومني او خپلې اړيکي له ترهګرو ډلو سره پرې کړي؛ د سولې دروازې يې پر مخ پرانيستې دي، چې په کې بدلون ته کومه اړتیا نه لیدل کیږي.
تازه خبرونه
څار: د ملګرو ملتونو لهخوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل
تازه خبرونه
مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو
په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.
د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.
مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.
ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.
نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.
ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
تازه خبرونه
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست ويلي؛ په دې ولايت کې د سې شنبې پر ورځ (د غویي پېنځلسمه) د سېلابونو له کبله يو تن مړ، دوه ټپيان او له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.
دغه رياست زياته کړې، چې د غور په مرغاب او چارصده ولسواليو کې د سېلابونو له کبله د مرغاب ولسوالۍ له لس ډېر کلي او د چارصدې ولسوالۍ شپږ کلي زيانمن شوي دي.
د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ ۵۵ دوکانونه، ۱۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او د دواړو ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل شوې دي.
د غور ولايت د مهاجرينو چارو رييس ميراحمد مصمیم ويلي، چې له خپلو اصلي ځايونو څخه کورنۍ د غرونو د لمنو په آزاده فضا کې ژوند کوي او بېړنیو او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د میر احمد مصمیم د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې ځاني او مالي زیانونه نور هم ډېر شي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
تازه خبرونه5 days ago
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله
-
لوبی5 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
-
نړۍ5 days ago
امریکايي پولیسو په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو ۱۰۰ ملاتړي ونیول
-
لوبی4 days ago
سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول
-
تازه خبرونه21 hours ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه4 days ago
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور
-
تازه خبرونه13 hours ago
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول