Connect with us

تازه خبرونه

داعش هغه تروريستي ډله ده، چې ملي حاکميت نه مني- اتمر

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-06-27-10h04m11s43

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر وايي، داعش هغه تروريستي ډله ده، چې د هیڅ ملت د ملي حاکميت حق نه مني.

 نوموړي دا خبره د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش ډلې د وروستيو بريدونو په غبرګون کې کړې ده.

د اتمر په وينا؛ داعش ‌‌‌‌‌‌ډله د جګړې پر مهال غيرانساني او وحشيانه تکتيکونه پلي کوي.

نوموړى زياتوي؛ داعش په ننګرهار کې تر يو ځل ځپل کیدو وروسته يو وار بيا د ملکي خلکو د استوګنې پرسيمو بريدونه وکړل او يو شمېر ملكي وګړیو ته يې مرګ و ژوبله واړوله.

 د هغه په خبره، دوى به له داعشه د دې ظلم غچ واخلي.

د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په سید احمد خېلو او جنجال غونډۍ په اړوند سیمو کې  د داعش او افغان ځواکونو ترمنځ له تېرو څلور ورځو جګړه روانه ده.

سیمه ییز چارواکي وايي، د یکشنبې په هوايي او ځمکنیو په بریدونو کې د داعش پنځوس وسله وال وژل شوي؛ خو سرتېري په مخکې تګ نه دي بریالي شوي.

د جګړې په سیمه کې د پخوانیو وژل شویو سرتېرو او ملکي وګړو جسدونه اوس هم بند پاتې دي.

تېره ورځ د سیمې د اړوند ولسوالیو خلکو د داعش کړنې وغندلې او پرحکومت یې غږ وکړ، چې د ننګرهار خلک  د داعش له تېریو وژغوري.

د سیمې قومي مشرانو د داعش په وړاندې د جګړې لومړۍ کرښې ته د خپلو ځوانانو د لیږلو پرېکړه کړې؛ خو له حکومت ګیله من دي او وايي، چې لازمه مرسته یې نه ده کړې.

امنیتي مسوولین وايي، داعش به په کوټ کې ژرمات او تر ولکې لاندې سمې به ترې ونیسي.

په کوټ ولسوالۍ کې د تیرې جمعې له شپې راهیسې د افغان ځواکونو اوداعش وسله والوترمنځ سختې نښتې روانې دي. د ننګرهار چارواکي وايي، داعش له امنیتي ځواکونو څخه په نیولو سیمو کې د خلکو کورونه سوځولي؛ ښځې او ماشومان یې وژلي دي.

Advertisement

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۷, ۱۴۰۳)

په ګمبیا کې د یکشنبې پر ورځ د اسلامي همکاریو ټولنې د پېنځلسمې سرمشریزې ګډونوالو د افغانستان له اسلامي امارت وغوښتل، چې د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو او کار کولو حق ته درناوی وکړي.

د دې غونډې په پای کې دوی د زده‌کړو او کار حق د افغان نجونو او ښځو له اساسي حقونو څخه وباله او په دې اړه یې د اسلامي امارت له چارواکو سره د نورو ډېرو بحثونو غوښتنه وکړه.

دغه راز د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د هر اړخیزې حکومتولۍ او تلپاتې سولې او ثبات د خوندي کولو لپاره د قومي ډلو، نشه‌یي توکو، تروریزم او ټولنیزو ستونزو مخنیوي ته د هڅو پر اړتیا ټینګار څرګند کړ.

د اسلامي همکاریو ټولنې د ۵۷ غړیو هېوادونو استازو په دغه کنفرانس کې، چې د تلپاتې پراختیا لپاره د خبرو له لارې د یووالي او پیوستون پیاوړتیا تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، ګډون کړی و.

 د یادونې ده، چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت یوه پلاوي ګډون درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.

د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل  او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.

مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.

ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.

نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.

ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!