Connect with us

تازه خبرونه

مشرانو جرګې اووه قوانین ومنل

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-07-27-18h30m08s109

مشرانو جرګې په یوه فوق العاده غونډه کې اووه قوانین د رایو په غوڅ اکثریت تایید کړل

 د ولسي جرګې لومړي مرستیال ویلي، ملي ګټو او د دغو قوانینو ګټو ته په کتو سره به د ولسمشر په لارښوونه فوق‌العاده غونډه وشي څو دې برخه کې ننګونې له منځه لاړې شي. په همدې حال په پارلماني چارو کې د دولت وزیر وایي، د توکو د نړیوالې سوداګرۍ د قانون په تایید سره د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب تثبیت کېږي.

د مشرانو جرګې فوق العاده غونډه د اوو قوانینو د تایید له پاره چې د ولسي جرګې له خوا تصویب شوې وو، د چهارشنبې په ورځ وشوه. د مشرانو جرګې اداري پلاوی وایي، د اساسي قانون له مخې ولسمشر کولای شي چې د مهمو قوانینو د تصویب له پاره لارښونه وکړي څو ملي شورا فوق العاده غونډه ترسره کړي چې په همدې دلیل په مشرانو جرګه کې په اوو قوانينو بحث وشو.

  1. د کاپي رایټ قانون په اوو فصلونو او شپږ څلوېښت مادو کې چې د مولف، مصنف، هنرمند او څېړونکي حقوق په کې په پام کې نیول شوي دي.
  2. د سوداګریزو او صنعتي اسرارو د ملاتړ قانون په څلورو فصلونو او څوارلسو مادو کې.
  3. له نباتاتو د ساتنې قانون په شپږو فصلونو او اته شپیتو مادو کې.
  4. د توکو د سوداګرۍ نړیوال قانون په څلورو فصلونو او یوویشتو مادو کې.
  5. د حیواني روغتیا قانون په څلورو فصلونو او شپږ ویشتو مادو کې.
  6. د تقنیني اسنادو د انفاذ، طی مراحل او خپراوي قانون په شپږو فصلونو او اته شپېتو مادو کې.
  7. له میموري کارټ او موډم د ملاتړ قانون.

دغه اووه قوانین د مشرانو جرګې له خوا د رایو په غوڅ اکثریت او یوې سپینې رایې سره تایید شول.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال فرهاد سخي وويل: “موږ د ملي ګټو او د هېوادنيو ګټو د نيولو له پاره فوق العاده غونډه لرله او چې د تاييد له پاره اووه قوانين جرګې ته راغلي وو تصويب شول.”

په همدې حال کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر وایي، له اوو قوانینو د توکو د نړیوالې سوداګرۍ قانون د سوداګرۍ له نړیوال سازمان سره د افغانستان د یو ځای کېدو زمینه برابره کړه.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام نبي فراهي وايي: “د ولسمشر لارښوونه ده چې فوق العاده غونډه دې ونيول شي او دغه قوانين له افغان ملت سره مستقیمه اړيکه لري، ځکه چې د بهرنۍ سوداګرۍ د قانون تصويب د نړيوالې سوداګرۍ له پاره د افغانستان غړيتوب څرګندوي.”

دا په داسې حال کې ده چې ملي شورا د اوړي پنځه څلوېښت ورځنۍ رخصتي پیل کړې خو مشرانو جرګې د رخصتیو په څلورمه ورځ عمومي غونډه وکړه او د اوو قوانینو برخلیک یې چې خلکو ته مهم وو، روښانه کړ.

Advertisement

تازه خبرونه

له افغانستان سره د روغتیا نړیوالې ټولنې همکاري اړینه ده – عبدالسلام حنفی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۷, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په کابل کې د روغتیا نړیوالې ټولنې له یوه لوړپوړي چارواکي سره په کتنه کې د لریو پرتو سیمو د کلینیکونو د جوړولو او د څانګوالو یا متخصصینو د روزنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د دې ټولنې د همکاریو غوښتنه وکړه.

د ریاست الوزراء د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت له واکمنۍ سره د مخدره توکو له توليد او قاچاق سره د مبارزې په ګډون په ټول هېواد کې پر نشه‌یی توکو د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې، د اداری فساد د له منځه وړلو او د امنیت د خوندي کولو پرمختګونو ته په نغوته کې له دې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان څوکۍ دې د اسلامي امارت استازي ته وسپاري او د مدیترانې سیمې د اجرائیوي بورډ او رهبرۍ په غونډو کې د افغانستان غړیتوب بېرته خوندي کړي.

عبدالسلام حنفي دغه راز د کوکنارو د کښت د بدیل برابرولو او له سیلاب ځپلیو سره د مرستې په برخه کې د نړیوالو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دغه راز نوموړي د پولیو پر له منځه وړلو د ټینګار تر څنګ د روغتیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د پولیو د تشخیص لابراتوارونه فعال او واکسین ورکړي، د سرطان د درملنې مرکز جوړ کړي، په ماشومانو کې د خوارځواکۍ مخه ونیسي او د پاکو اوبو د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.

د اسلامي امارت د اداري مرستيالۍ د خبرپاڼې له مخې، د روغتيا نړيوالې ټولنې د ختيځې مديترانې سيمې مشرې حنان حسن بلخي په دې غونډه کې ويلي، چې د دې ټولنې لپاره روغتيايي موضوع غير سیاسي او د دې ټولنې یو له لومړیتوبونو څخه ده.

نوموړې په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته نغوته وکړه او هیله څرګندوي، چې د روغتیا او پوهنې په برخه کې به د افغانانو لپاره ښه شرایط برابر شي.

میرمن بلخي وایي؛ د روغتيا نړيوالې ټولنې له نورو نړيوالو ټولنو او اروپايي ټولنې سره په ګډه درې کلنه پروژه لري، چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د روغتيايي مرکزونو جوړول هم په کې شته.

نوموړې دغه راز د پوليو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت له هلو ځلو قدردانی وکړ او زياتوي، چې د افغان بزګرانو لپاره د بديل معيشت د برابرولو په اړه به له نړيوالې روغتيايي ټولنې او نورو اړوندو ادارو سره خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې دې پلاوي په تېرو دوه کلونو کې د عامې روغتیا وزارت د لاسته راوړنو، د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، د ولسوالۍ کچې روغتونونو د جوړېدو، د روغتیایي سیسټم د پیاوړتیا، دوامداره همکارۍ، د ساري ناروغیو د کنټرول او غوره همغږۍ په اړه د عامې روغتیا له چارسمبالي سره هم بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۷, ۱۴۰۳)

په ګمبیا کې د یکشنبې پر ورځ د اسلامي همکاریو ټولنې د پېنځلسمې سرمشریزې ګډونوالو د افغانستان له اسلامي امارت وغوښتل، چې د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو او کار کولو حق ته درناوی وکړي.

د دې غونډې په پای کې دوی د زده‌کړو او کار حق د افغان نجونو او ښځو له اساسي حقونو څخه وباله او په دې اړه یې د اسلامي امارت له چارواکو سره د نورو ډېرو بحثونو غوښتنه وکړه.

دغه راز د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د هر اړخیزې حکومتولۍ او تلپاتې سولې او ثبات د خوندي کولو لپاره د قومي ډلو، نشه‌یي توکو، تروریزم او ټولنیزو ستونزو مخنیوي ته د هڅو پر اړتیا ټینګار څرګند کړ.

د اسلامي همکاریو ټولنې د ۵۷ غړیو هېوادونو استازو په دغه کنفرانس کې، چې د تلپاتې پراختیا لپاره د خبرو له لارې د یووالي او پیوستون پیاوړتیا تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، ګډون کړی و.

 د یادونې ده، چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت یوه پلاوي ګډون درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور تصویب کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۷, ۱۴۰۳)

په ژنیو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندیشه ويلي، چې د ۷۰ هېوادونو ۲۴۳ سپارښتنو له هر اړخیزو کتنو وروسته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور تصویب کړ.

نوموړي زیاته کړې؛ دغو هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او وړاندیز یې کړی، چې په افغانستان کې دې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه بې پرې او خپلواکه څېړنه وشي.

نصیراحمد اندیشه وایي: د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور په افغانستان کې د بشري حقونو د خرابېدو د بحران په اړه د اساسي حقایقو د هر اړخیز او بشپړ راپور د وړاندې کولو په هدف چمتو شوی دی. دا راپور د بشري حقونو د مخ پر خرابېدونکي وضعیت د ټینګار ترڅنګ د بشري حقونو د بحران په اړه د خلکو عاجلو اړتیاوو او اندېښنو ته هم نغوته کوي.

 اسلامي امارت تل بشري حقونه د هېواد داخلي مسله بولي او ټینګار کوي، چې بشري حقونه په ځانګړي توګه د ښځو حقوق تر بل هر وخت ډېر خوندي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي: د ټولو افغانانو اسلامي او شرعي حقوق تضمین شوي او اسلامي امارت د خپلو اتباعو د حقوقو خوندي کولو ته ژمن دی.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د تېرې دوشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په یوه غونډه کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله؛ خو اسلامي امارت یې په غبرګون کې څرګنده کړې، چې نړیواله ټولنه د بشري حقونو له موضوع څخه د یوې سیاسي وسیلې په توګه  توګه کار اخلي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!