Connect with us

تازه خبرونه

امریکا د افغان حکومت د مشرانو پر ګډ کار ټینګار کړی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-08-18-15h38m38s150

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان ولسمشر او اجرائیه رییس تر منځ له را ټوکیدلو ناندریو وروسته څرګنده کړې، چې له دواړو لوریو سره اړیکه لري او د دوی پر ګد کار ټینګار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند مارک تونر وايي، مونږ له دواړو افغان مشرانو سره له نږدې په اړیکه کې یو هم په کابل کې د خپل سفارت له لارې او هم له واشنګتنه.

د هغه په وینا؛ زمونږ اټکل دا دی، چې هغوی له پام وړننګونو سره مخ دي، خو مونږ ورڅخه د ملاتړ له پاره چمتو یو.

مونږ له هغوی غواړو، چې د سمونونو خپل پروګرام عملي کړي او زمونږ په باورهغوی د جلا کار پر ځای له یو او بل سره د ګډ کار پر ارزښت پوهیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وایي، چې واشنګتن له افغان دولت او په سیمه کې له خپلو متحدینو سره کار کوي او غواړي، چې داعش د خان د خوندیتوب له پاره فرصت برابر نه کړي او دغه راز نه پریږدي، چې دا ډله له طالبانو او نورو ډلو مادي ملاتړ وکړي.

مارک تونر وایي، مونږ په افغانستان کې د داعش پورې اړوند ډلو حضور له نږدې څارو، مونږ له افغان ځواکونو سره په نږدې اړیکه او همغږي کې یو او لکه مو، چې ویلي که مونږ د داعش د مشرتابه د له منځه وړلو فرصت تر لاسه کړو، برید به پرې وکړو.

ښاغلی تونر طالبانو ته هم پیغام لري او ټینګار کوي، چې له طالبانو سره خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي. که هره ډله ظهور کوي، دا هڅې پیچلې کوي. مونږ سولې او ثبات ته د رسیدو یوه اوږدمهاله لار خبرې بولو او د دغو هڅو تشویق کوونکي یو. مونږ طالبانو ته روښانه پیغام لرو او هغه دا، چې هغوي باید له افغان دولت سره خبرې تعقیب  کړي.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې  د تاوتریخوالي کچه لوړه بولي او زیاتوي، چې افغان ځواکونه تر ګواښ لاندې دي؛  خو امریکا هغوي نه پریږدي او ترې ملاتړ یوه اړتیا بولي.

خبریال : فهیم نوري

Advertisement

تازه خبرونه

څار: د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.

د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل  او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.

مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.

ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.

نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.

ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست ويلي؛ په دې ولايت کې د سې شنبې پر ورځ (د غویي پېنځلسمه) د سېلابونو له کبله يو تن مړ، دوه ټپيان او له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.

دغه رياست زياته کړې، چې د غور په مرغاب او چارصده ولسواليو کې د سېلابونو له کبله د مرغاب ولسوالۍ له لس ډېر کلي او د چارصدې ولسوالۍ شپږ کلي زيانمن شوي دي.

د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ ۵۵ دوکانونه، ۱۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او د دواړو ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل شوې دي.

د غور ولايت د مهاجرينو چارو رييس ميراحمد مصمیم ويلي، چې له خپلو اصلي ځايونو څخه کورنۍ د غرونو د لمنو په آزاده فضا کې ژوند کوي او بېړنیو او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د میر احمد مصمیم د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې ځاني او مالي زیانونه نور هم ډېر شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!