تازه خبرونه
لوږه د هېوادونو ملي امنیت ګواښي
د خوړو کړکیچ غلې سونامي ده، چې بېوزلي یې تر اغېز لاندې نیولي دي.
امنیتي ستونزو د خیریه ټولنو او موسسو کارونه هم ټکني یا اغیزمن کړي او د خوړو د نړیوال پروګرام مسوولین هم له دې ناحیې شکایت کوي.
د خوړو د نړیوال پروګرام څېړنه ښیي، چې زیاتره زیانمنونکي هېوادونه له اقتصادي اړخه له کړکیچ سره دي.
دغه بنسټ ناامني د خپلو چارو پر وړاندې لوی خنډ ګني.
د دې بنسټ اجرائی رییسه وایي، چې نړیواله ټولنه باید افغانستان یوازې پرینږدي.
د خوړو نړیوال پروګرام اجرائیه رییسه ارتارین کازین وایي، دا مهال د خوړو نړیوال پروګرام توانیدلی، چې شاوخوا دوه میلیون افغانان تر پوښښ لاندې راولي.
باید وویل شي کومو سیمو کې، چې امنیت نشته، زمونږ سیمه ییزې ادارې له خلکو سره نغدي مرسته کوي.
هغې په ډاګه کړه؛ دوی د کال تر پایه پنځوس میلیون دالرو ته اړتیا لري، چې تر ژمي پورې د یو اعشاریه شپږ میلیون افغانانو لاسنیوی وشي.
د خوړو د نړیوال پروګرام مرستیاله انجلین روداکوبناوایي، د خوړو د نړیوال پروګرام د مرستو لس سلنه برخه له نښتو او جګړو زیانمنه شوې ده. د افغانستان په شمال، مرکز او سویل کې ناامنه سیمې شته؛ خو دا وضعیت تل د بدلون په حال کې دي. په سیمو کې، چې امنیت تامین شوی مونږ هلته کار کړی دی.
د لوږې تر څنګ خوارځواکي او ټیټ قد نورې ستونزې دي، چې د څېړنې له مخې خلک ترې افغانستان کې کړیږي.
د خوړو د نړیوال پروګرام اجرائیه رییسه ارتارین کازینوایي، د خوړو د نړیوال پروګرام او زمونږ د شریکانو وروستۍ ارزونې ښیي؛ د افغانستان د خلکو څلویښت سلنه برخه، چې یوولس اعشاریه درې میلیون کسان کیږي، یوازې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي، خو له پېنځه کلونو څخه ټیټ عمره څه باندې څلویښت سلنه ماشومان له خوارځواکۍ او له ټیټې ونې کړیږي.
د دغه پروګرام مسوولین ژمنه کوي؛ د وران کال تر پایه به درې اعشاریه شپږ میلیون کسان، چې د خوړو له کمښت سره مخ دي، تر پوښښ لاندې راولي.
د دغه پروګرام د مسوولینو په وینا؛ دوه اویا زره کډوال، چې له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي، له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي، چې ور سره د مرستو څرنګوالی څېړي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه
تازه خبرونه
د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمهییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشهيي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.
د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.
ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوسمهال په سيمه کې د يوه سولهييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.
د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.
اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرلهپسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.
تازه خبرونه
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي
د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.
پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.
مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.
-
نړۍ4 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی5 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
سیمه ییز خبرونه19 hours ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
تازه خبرونه18 hours ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
لوبی16 hours ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل