Connect with us

تازه خبرونه

پر جلال آباد او مهترلام د برښنا د پرې کیدو نن ۱۶ ورځ ده

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-09-17-15h54m11s87

شپاړس ورځې وشوې، چې د مهترلام او جلال آباد پر اوسیدونکیو  د نغلو برښنا مزي  پرې شوې؛ جوماتونه بې غږه، فابرېکې بندې، په روغتونونو کې ناروغان په چغو او د قربانیو غوښې یې ورستې شوې دي.

په دې اړه د حکومت غلي پاتې کیدو او د سیمه ییزو چارواکو بې غورۍ د خلکو غصه راپارولې او پر ضد یې لاریونه پيل شوي دي.

پاڅونوال وايي، د ننګرهار والي او د برښنا رییس بې غوري، بې تفاوتي او چوپ پاتې کیدل  د دوی د بې کفایتۍ  او په دې کار کې له اقتصادي مافیا او وسلوالو مخالفینو سره  ښکېل کیدل یې ښکاره ثبوت دی.

د ننګرهار مدني فعالان دا کار د لغمان او ننګرهار له ولس سره لویه جفا بولي.

دوی د کابل- جلال آباد پرسړک د برښنا  د مزو غزولو، په ننګرهار کې د برښنا کوټونو د جوړولو او په ولایتي اداره کې د بدلون غوښتنې وړاندې کړي.

مدنی فعالانو د احتجاج په ډول د ولایتي مقام  مخې ته خیمه درولې ده.

د ننګرهارولایت مرسیتال محمد حنیف ګردیوال د دې ستونزې له حل ځان عاجز ګڼي او د ننګرهارله ولسي استازیو او مرکزي حکومته همکاري غواړي.

د لغمان او ننګرهار مطبوعاتي دفترونو په خپلو فسبوکپاڼو کې لیکلي، چې د شنبې د ورځې تر پایه به په بادپښ کې د برښنا ستونزه حل شي.

دا لومړی ځل نه دی، چې وسلوال طالبان مهترلام او جلال آباد ته د برېښنا تللي مزي په بادپښ کې پرې کوي، بلکې هره میاشت څو ځله دا کار کیږي او حکومت یې تراوسه پر دایمي حل نه دی بریالی شوی.

خبریال: رحمت الله زیارمل.

Advertisement

تازه خبرونه

څار: د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.

د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل  او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.

مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.

ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.

نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.

ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست ويلي؛ په دې ولايت کې د سې شنبې پر ورځ (د غویي پېنځلسمه) د سېلابونو له کبله يو تن مړ، دوه ټپيان او له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.

دغه رياست زياته کړې، چې د غور په مرغاب او چارصده ولسواليو کې د سېلابونو له کبله د مرغاب ولسوالۍ له لس ډېر کلي او د چارصدې ولسوالۍ شپږ کلي زيانمن شوي دي.

د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ ۵۵ دوکانونه، ۱۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او د دواړو ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل شوې دي.

د غور ولايت د مهاجرينو چارو رييس ميراحمد مصمیم ويلي، چې له خپلو اصلي ځايونو څخه کورنۍ د غرونو د لمنو په آزاده فضا کې ژوند کوي او بېړنیو او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د میر احمد مصمیم د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې ځاني او مالي زیانونه نور هم ډېر شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!