Connect with us

تازه خبرونه

ارواښاد زهیر په پلرني کلي کې په وینو لړلی خاورو ته وسپارل شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

cwfqykyweaauz7v-300x199vlcsnap-2016-11-06-09h10m25s202

د نعمت الله زهیر مړی د جنازې لمانځه له ادا کیدو وروسته میدان وردګو د سید آباد په پلرني کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

د شنبې ورځې سهار د نعمت الله زهیر بې روحه تن په الوتکه کې د کابل نړیوال هوایي ډګر ته راولیږدول شو، د هغه هم مسلکي دریدلي وه، چې مړی یې پر اوږو واخلي.

له رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر صدیق الله توحیدی د ارواښاد زهیر د جنازې په مراسمو کې وویل: حکومت او یو شمېر خلک ځان نه پوهه و ي، چې نه یوازې خبریالان په هېواد کې حقایق د خلکو تر غوږونو رسوي، بلکې د یو رښتیني سرتېري په توګه په شهادت هم رسیږي.

د افغانستان د رسنیو د بازار رییس حامد پویا وایي، چې د زهیر په شهادت رسولو د رسنیو کورنۍ نه یوازې دردیدلې، بلکې اندېښمنه  شوې هم ده.

تر ټولو زیات د زهیر کورنۍ د هغه په فراق کې کورنی زغم له لاسه ورکړی دی. ارواښاد د هلمند د تودې جګړې د لومړۍ کرښې سړی و.

د ارواښاد نعمت الله زهیر ورورعبدالحلیم وایي؛ زهیر د هلمند د تودې جګړې د لومړیو خونړیو کرښو سړی و، چې اوس یې نشتون خپلې او د رسنیو کورنۍ ته دروند ګوزار ګڼل کیږي.

د پوهنتون استاد ذبیح الله حیدري وایي؛ په رښتیا، چې مسلکي، رښتینی او میانه روی خبریال و؛ تل یې د هېواد له یوې جنګ ځپلې او ناامنه سیمې رښتیني او د ډاډ وړ راپورونه وړاندې کړي دي.

د بیات بنیاد فرهنګي سلاکار احسان الله آرینزی وایي، ارواښاد زهیر خپلې کورنۍ، آریانا او افغانانو ته ستره رسنیزه ضایع ده.

د بیات بنیاد مرستیال  حاجي محمد اسماعیل وایي، نعمت الله زهیر آریانا نیوز ته ستره پانګه وه او نشتون یې اوس نه یوازې مونږ، بلکې د رسنیو کورنۍ ته دروند ګوزار دی.

د زهیر په جنازه کې ګام په ګام د هغه ملګرو د نوموړي په اړه خبرې کړې او هغه یې د یو رښتیني خبریال په توګه ستایلی دی.

خبریال فواد ناصري وایي، زهیر هغه څواک و، چې واقعاً یې په مسلکي توګه کار کاوه.هغه له لس کلونو څخه ډېره موده په هغه ولایت کې خبریالي کړې، چې له جنګ، کرکې او وحشت پرته په کې بل څه نشته او هلته یې تل حقایق ښکاره کول.

خبریال وصال میرزی، چې د شهادت په ورځ یې هم له زهیر سره خبرې کړي؛ وایي: ما ترې وپوښتل، چې نن پر کومه سوژه کار کوئ؟ ارواښاد راته وویل؛ نن د جمعې مبارکه ورځ ده ، ما رخصت کړئ! په داسې حال کې، چې خپله یوې نوې نیول شوې سیمې ته په لاره و.

نعمت الله زهیر په ۱۳۸۳ل کال د کابل پوهنتون په ژورنالیزم پوهنځي کې لوړې زدکړې بشپړې کړي، هغه پوره اته کاله له آریانا او آریانا نیوز نړیوالو شبکو او څه باندې لس کاله په نورو رسنیو کې دندې تر سره کړي. ارواښاد زهیر د مبارکې جمعې د سهار په نهه بجو( د لړم ۱۴ کال ۱۳۹۵ ل) د لښکرګاه د دوه یمې حوزې د سره ګودر په سیمه کې له ماین چاودنې شهید شو.

زهیر واده کړی و، چې درې زامن او یوه لور ترې پاتې شول.

تصویراخیستونکي: علي اصغري او سمیع جهش 

Advertisement

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۷, ۱۴۰۳)

په ګمبیا کې د یکشنبې پر ورځ د اسلامي همکاریو ټولنې د پېنځلسمې سرمشریزې ګډونوالو د افغانستان له اسلامي امارت وغوښتل، چې د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو او کار کولو حق ته درناوی وکړي.

د دې غونډې په پای کې دوی د زده‌کړو او کار حق د افغان نجونو او ښځو له اساسي حقونو څخه وباله او په دې اړه یې د اسلامي امارت له چارواکو سره د نورو ډېرو بحثونو غوښتنه وکړه.

دغه راز د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د هر اړخیزې حکومتولۍ او تلپاتې سولې او ثبات د خوندي کولو لپاره د قومي ډلو، نشه‌یي توکو، تروریزم او ټولنیزو ستونزو مخنیوي ته د هڅو پر اړتیا ټینګار څرګند کړ.

د اسلامي همکاریو ټولنې د ۵۷ غړیو هېوادونو استازو په دغه کنفرانس کې، چې د تلپاتې پراختیا لپاره د خبرو له لارې د یووالي او پیوستون پیاوړتیا تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، ګډون کړی و.

 د یادونې ده، چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت یوه پلاوي ګډون درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور تصویب کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۷, ۱۴۰۳)

په ژنیو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندیشه ويلي، چې د ۷۰ هېوادونو ۲۴۳ سپارښتنو له هر اړخیزو کتنو وروسته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور تصویب کړ.

نوموړي زیاته کړې؛ دغو هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او وړاندیز یې کړی، چې په افغانستان کې دې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه بې پرې او خپلواکه څېړنه وشي.

نصیراحمد اندیشه وایي: د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور په افغانستان کې د بشري حقونو د خرابېدو د بحران په اړه د اساسي حقایقو د هر اړخیز او بشپړ راپور د وړاندې کولو په هدف چمتو شوی دی. دا راپور د بشري حقونو د مخ پر خرابېدونکي وضعیت د ټینګار ترڅنګ د بشري حقونو د بحران په اړه د خلکو عاجلو اړتیاوو او اندېښنو ته هم نغوته کوي.

 اسلامي امارت تل بشري حقونه د هېواد داخلي مسله بولي او ټینګار کوي، چې بشري حقونه په ځانګړي توګه د ښځو حقوق تر بل هر وخت ډېر خوندي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي: د ټولو افغانانو اسلامي او شرعي حقوق تضمین شوي او اسلامي امارت د خپلو اتباعو د حقوقو خوندي کولو ته ژمن دی.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د تېرې دوشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په یوه غونډه کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله؛ خو اسلامي امارت یې په غبرګون کې څرګنده کړې، چې نړیواله ټولنه د بشري حقونو له موضوع څخه د یوې سیاسي وسیلې په توګه  توګه کار اخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!