تازه خبرونه
د ښیوې د قضیې په اړه سیمه ییزو چارواکو بې غوري کړې- د پلاوي غړي
د ننګرهار په ښیوه ولسوالۍ کې د یوه کس له خوا په یوه وخت د دوه خویندو د نکاح قضیې په کور دننه د خلکو سخت غبرګون راوپاراوه. د ولسمشر په لارښوونه د یادې قضیې د څېړلو لپاره ننګرهار ته یو پلاوی ولیږل شو.
د پلاوي مشر د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې لوی رییس سید عبدالغفار پاچا وايي، د قضیې اصلي تورن نیول شوي او ترې څیړنې روانې دي.
د قرباني شویو نجونو پلار نادرخان وايي، سیمه ییزو چارواکو یې غږ نه اورید؛ ځکه یې دا خبره رسنیزه کړه.
هغه زیاتوي، په عدلي، ولایتي او امنیتي ادارو کې ترې د قضیې د مخکې وړولو لپاره بډې غوښتل کیدې. د پلاوي مشر دې مسایلو ته ځواب ونه ویلو؛ خو زیاته یې کړه، چې په یاده قضیه کې ځینو مسوولینو بې غوري کړې، چې د ځواب ویلو لپاره به څارنوالۍ ته معرفي او د اړتیا په صورت کې به له دندې ګوښه شی.
د ننګرهار ولایت د ښیوې د قضیې په اړه د ولسمشر له خوا ټاکل شوی پلاوی وايي؛ سیمه ییزو چارواکو د پېښې په اړه بې غوري کړې، چې ځینې تورن څارنوالۍ ته معرفي شي.
تازه پولیسو زوم ولایت خان او د هغه دوهمه میرمن، چې د مروآ کشره خور ده نیولي.
زوم وايي، مشره خور یې د شپې طلاقه کړې او د هغې کشره خور یې د سبا سهار په اته بجو د نجلۍ د کورنۍ په خوښه نکاح کړې ده.
د مروآ کشره خور مرحبآ څرګندوي؛ کله، چې د زوم د کورنۍ له دوی سره جنجال شو، دا بل کور کې پټه شوه. هغه وايي د ځینو منځګړو په ضمانت یې ځان ښکاره او د مشرې خور د واده پر سبا یي نکاح وتړل شوه.
اوس پوښتنه داده، چې ملا ولې د بلې خور نکاح تړلې.
نکاح تړونکی ملا مولوي عبدالرحمان وایي، د اسلام له مخې؛ کله، چې پر یوې ښځې نکاح وتړل شي، کوروالی ورسره وشي او بېرته طلاقه شي د عدت ترمودې وړاندې د هغې له بلې خور سره نکاح حرامه ده.
دا هرڅه دوه میاشتې وړاندې شوي او سیمه ییز چارواکي پرې همغه وخت خبر ول، مګر اقدامات یې نه دي کړي.
امنیه قومنداني وايي، تراوسه په دې تړاو یوازې پېنځه کسان نیول شوي دي.
سرپرست والي محمد حنیف ګردیوال اوس هم په دې برخه کې د ځنډ دلایل نه لري.
د پلاوي مشر وايي، دا مسله د ننګرهارد ولایتي شورا د ځینو غړیو د کش مکش ښکار شوې او په لوی لاس لویه شوې ده.
هغه زیاتوي، په دې تړاو باید له لاس وهونکیو هم پلټنه وشي، چې بشپړه روښانتیا یې ډېروخت ته اړتیا لري.
خبریال: رحمت الله زیارمل
تازه خبرونه
د تېرو ۴ ورځو بارانونو له کبله ۸ کسان مړه شوي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي؛ په تېرو ۴ ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۸ کسان مړه شوي، درې ټپیان دي او شل هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
ملا جانان سایق دا هم ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه بشپړ او یا څه ناڅه ویجاړ شوي او ۲۰ کیلومټره سړکونه سیلابونو وړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ٣٠ څاروي هم له منځه تللي دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړې: له نېکهمرغه وروستیو اورښتونو په هېواد کې د اوبو کچه لوړه کړې، د ځمکې لاندې اوبه راپورته شوي او کروندګر خوښ دي.
ویل کیږي، چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د دولت وزارت په ولايتونو کې خپلو ټولو رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې قربانيانو ته د لاسرسي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
تازه خبرونه
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.
په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.
د بغلان غوري سمنټو د شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.
د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.
محمد طاهر وایي: اوسمهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.
د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت لهخوا ترسره کیږي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه
-
نړۍ4 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه18 hours ago
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
تازه خبرونه1 day ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی1 day ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل
-
تازه خبرونه1 day ago
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي