Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د نفتي توکو د څارنې او کتنې قانون جوړیږي-ولید تمیم

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

4

د نفتي توکو تصدۍ په ډاګه کړې، چې ډېر ژر به د نفتي توکو د سوداګرۍ  د څارنې او کتنې قانون جوړ شي.

د تصدي مسوولین وايي، د قانون  لپاره پالیسي  تیاره شوې او هڅې روا نې  دي،  چې  قانوني بڼه غوره کړي.

د نفتي توکو د تصدۍ رییس ولید تمیم وایي؛ افغانستان هر کال د رې اعشاریه  درې ټنه نفتي تو کې واردات لري، چې کلنۍ سو داګرۍ  يي شا وخوا پېنځه میلیارد  دالرو ته رسیږي.

د هغه په وینا؛ د دغه لوی حجم  سوداګرۍ  ته باید نوی قانون رامنځته شي.

ښاغلی ولید تمیم زیاتوي، یو شمېر کړۍ د دغه قانون مخالفت لري؛ خو د قانون جوړولو کار به روان وي.

د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسوولینو جوړه شوې مصوبه  لوستې؛ خو دغه مصوبه له اساسی قانون سره په ټکر کې بولي او وايي د دې مصوبي له ډېرو برخو سره خصو صی سکتور موفقه نه لري او دا د بازار د انحصار په معنا بولي.

د سوداګري خوني مرستیال خان جان الکوزی وایي، دغه مصوبه، چې حکومت غواړي په قانون تبد یله شي. که د نفتی تو کو د کتنې او څارنې په تو ګه وي؛ مونږ يي منو، خو ځیني برخي داسي په کي شته، چې د بازار د انحصار په معنا دي، چې دا له اساسي  قانون سره په ټکر کي دي او مونږه يي هم نه منو.

دغه ټکر د تصدۍ او خصوصی سکتور ترمنځ په دا سې حال کې رامنځ ته کیږي، چې د نفتی تو کو د تصدۍ مسوولین هڅه کوي، چې دغه تصدي د نفتی تو کو پر ملي شرکت تبد یله کړي.

دا په دا سې حال کي ده، چې له تېرو پېنځلس کلونو را هیسي  د نفتی تو کو د بیو د څارنې او کتنې ستو نزې نه دي حل شوي.

خبریال: اسلم حجاب 

Advertisement

تازه خبرونه

څار: د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.

د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل  او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.

مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.

ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.

نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.

ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست ويلي؛ په دې ولايت کې د سې شنبې پر ورځ (د غویي پېنځلسمه) د سېلابونو له کبله يو تن مړ، دوه ټپيان او له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.

دغه رياست زياته کړې، چې د غور په مرغاب او چارصده ولسواليو کې د سېلابونو له کبله د مرغاب ولسوالۍ له لس ډېر کلي او د چارصدې ولسوالۍ شپږ کلي زيانمن شوي دي.

د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ ۵۵ دوکانونه، ۱۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او د دواړو ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل شوې دي.

د غور ولايت د مهاجرينو چارو رييس ميراحمد مصمیم ويلي، چې له خپلو اصلي ځايونو څخه کورنۍ د غرونو د لمنو په آزاده فضا کې ژوند کوي او بېړنیو او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د میر احمد مصمیم د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې ځاني او مالي زیانونه نور هم ډېر شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!