Connect with us

تازه خبرونه

ترمپ دې د افغانستان امنیتي حالت ته بېړنۍ پاملرنه وکړي- جان مک کین

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

download (1)

د امریکا یوه مخکښ جمهوري غوښتونکی سناتور ولسمشر دونالد ترمپ او د هغه حکومت ته سپارښتنه کړې، چې د افغانستان امنیتي حالت ته دې بېړۍ پاملرنه وکړي.

په کابل کې تر تازه بریدونو وروسته چې دوه ویشت تنه یې ووژل او له سلو ډېر یې ټپیان کړل، د امریکا د سنا د پوځي خدمتونو د کمیټې رییس د دې هېواد امنیتي حالت ته  د امریکا د ولسمشر د بیړنۍ پاملرنې غوښتنه وکړه.

 جان مک کین د امریکا د سنا د پوځي خدمتونو د کمیتې رییس په ډاګه کړې؛ دونالد ترمپ باید په افغانستان کې میشتو امریکایي سرتېرو ته کافي سرچینې او واکونه برابر کړي، چې پر امریکا د بیا ځلي برید مخه ونیول شي.

مخکې له دې په افغانستان کې د ناتو د پریکنده ملاتړ ماموریت قومندان په دې کمیته کې تائید کړې وه، چې افغان دولت د ټول هېواد له نیمایي لږ زیاته خاوره تر واک لاندې لري.

د نوموړي په وینا؛ جنرال جان نیکلسون تېره میاشت د  سنا پوځي کمیتې ته ویلي وه، چې د افغانستان جګړه د بندون په حال کې ده. ولسمشر دونالد ترمپ باید افغانستان ته ارزښت ورکړي؛ ځکه هلته له داعش سره جګړه کیږي له دې پرته به دا ستراتیژیکه ماتې را منځته کړي. تېروتنه مه کوئ افغانان په سخته له خپل هېواد څخه د دفاع لپاره جنګیږي؛ خو باید درک کړو، چې امریکا اوس هم په دې هېواد کې جګړه کوي.

جان مک کین په داسې حال کې د امریکا له ولسمشره د افغانستان امنیتي حالت ته په بېړه د پاملرنې غوښتنه لري، چې همدا اوس د دې هېواد په ځینو ولایتونو کې جګړه روانه ده او راتلونکی جنګي موسم هم  خونړی اټکل کیږي او د جګړې په لومړیو کرښو کې جنګیدونکي سرتېري د  درندو وسلو له کموالي او د لازم هوایي ملاتړ له نه شتون اندېښمن دي.

خبریاله :نذیره عظیم کریمي

Advertisement

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمه‌ییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشه‌يي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.

د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.

ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوس‌مهال په سيمه کې د يوه سوله‌ييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.

د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.

اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرله‌پسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.

پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.

مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!