تازه خبرونه
د کندهار په زندانونو کې د جنرال عبدالرزاق تر رهبرۍ لاندې بندیان ځوریږي
ملګري ملتونه وایي، د کندهار په زندانونو کې چې د عبدالرازق تر رهبري لاندې دي؛ د ځورونو بېلابېل ډولونه روان دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د ځورونې ضد کمیتې په څو هېوادونو کې د بندیانو د ځورونې په اړه رپوت خپور کړی دی.
د دغې کمیتې رییس ینس مودویګ وایي، چې د کندهار په زندانونو کې د بندیانو شکنجه په بېلابېلو بڼو روانه ده.
په افغانستان کې مجرمینو ته د معافیت فرهنګ د دغه رپوت مهمه برخه ده.
د نوموړي په وینا؛ کوم معلومات، چې مونږ لرو، په کې ډېر جدي تورونه شتون لري، چې د هغه تر قومندې لاندې لکه، چې مې یادونه وکړه، د بندیانو ځورونه پر لپسې پر سیستماتیک بڼه روانه ده.
دا هغه معلومات دي، چې مونږ یې لرو او هغه مو له چارواکو سره هم یاد کړي دي. هیله من یو، چې مرسته مو کړي وي. هغه کسان، چې په کندهار کې مسوول دي؛ د امنیه قومندان په ګډون ځواب ویونکي ووسي.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون هم وایي، چې سږ کال یې په ټول هېواد کې د شکنجې اته شپېته پېښې ثبت کړي دي.
د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق دغه رپوت رد کړی او په ډاګه کړې یې ده، چې تر شا یې د پاکستان د استخباراتو لاس دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د اسلامي همکاریو ټولنې په غونډه کې د خپل پلاوي له ګډون خبر ورکړ
د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه د غویي شپالسمه څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت یوه پلاوي د ګمبیا هېواد د پلازمېنې بانجول پر کوربتوب د اسلامي همکاریو ټولنې په نننۍ ناسته کې ګډون کړی دی.
د اسلامي هېوادونو د همکاریو ټولنې د مشرانو پېنځلسمه دوه ورځنۍ غونډه پرون (شنبه د غویی پېنځلسمه) پیل شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې په غونډه کې د دې وزارت د نړیوالو ټولنو د څانګې ویاند او رییس د اسلامي امارت پر استازیتوب ګډون کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت پلاوی به په عمومي غونډه کې د ګډون ترڅنګ د اسلامي همکاریو ټولنې له لوړ پوړیو چارواکو او د دې ټولنې د غړیو هېوادونو له استازو سره هم وګوري او په بېلابېلو موضوعاتو به ورسره خبرې وکړي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت له اسرائیلو سره د ترکیې د سوداګرۍ له ځنډولو هرکلی وکړ
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له کبله د ترکیې له هغې هڅې هرکلی وکړ، چې له اسرائیلو سره یې سوداګري ودروله.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن یکشنبه ( د غویی شپالسمه) د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې د سفارت له چارسمبالي جنک اونال سره په کتنه کې د اسرائیلو پر وړاندې د انقرې له وروستۍ هڅې ستاینه وکړه.
په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو سربېره د افغانستان د وروستیو مثبتو پرمختګونو او هېواد ته د سیاسي او اقتصادي پلاویو پر سفرونو هم خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه راز د لاجورد له لارې له ترکیې سره د افغانستان د سوداګرۍ د پیل او د دغو دواړو هېوادونو د ګډو نندارتونونو پر پرانیستلو هم خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په کابل کې د ترکیې سفارت چارسمبالي ویلي؛ هېواد یې په افغانستان کې له وروستیو پرمختګونو خوښ دی او څرګندوي، چې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره باید ګډې هڅې وشي.
هغه زیاته کړې، چې په راتلونکیو څو ورځو کې به ترکش ایرلاین کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د بدخشان د اوسیدونکیو د اعتراضونو د څېړلو لپاره د پوځ د ستر درستیز فصیح الدین فطرت پر مشرۍ د یوه پلاوی له ټاکل خبر ورګړی دی.
نوموړي په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له مخې په ټول هېواد کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو بهیر پيل شوی، خو تېره ورځ په بدخشان کې ځینو سرغړوونکیو پر امنيتي ځواکونو د برید هڅه کړې، چې په پایله کې یې خواشينوونکې پېښې را منځته شوې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې هیڅ سیمه د کوکنارو له کښت څخه مستثنی نده.
د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې راغلي: د ریاست الوزرا له لوري د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز قاري صاحب فصيح الدين فطرت پر مشرۍ يو پلاوی ټاکل شوی، چې په جوړښت کې یې له فرامینو او حکمونو څخه د څارنې لوی ریيس شمس الدين شریعتي، د کورنیو چارو وزارت د مخدره توګو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالحق، د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال رحمت الله نجيب او د بدخشان د عالمانو شورا ریيس مولوي عبدالمومن برخه لري.
د کورنیو چارو وزارت تائیدوي، چې په دې ولسوالۍ کې د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو له ځواکونو سره په نښته کې یو تن سیمهییز وګړی وژل شوی دی.
ویل کیږي، چې د بدخشان په درایم ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راپدیخوا د اسلامي امارت پر ضد اعتراضونه شوي دي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
تازه خبرونه4 days ago
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله
-
لوبی4 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
-
لوبی5 days ago
خراسان فاریاب میوند لوبډلې ته ۳ـ۱ ماته ورکړه
-
نړۍ4 days ago
امریکايي پولیسو په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو ۱۰۰ ملاتړي ونیول
-
لوبی3 days ago
سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول
-
تازه خبرونه3 days ago
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور
-
تازه خبرونه4 days ago
له اسلامي امارت سره په تعامل کې مو ملي ګټې رانغښتي- امریکا