تازه خبرونه
نړیوال بانک: روان کال کې به افغانستان 2.6٪ اقتصادي وده ولري
د سوداګرۍ خونې د نړیوال بانک له وروستي رپوټ هرکلی وکړ؛ خو په عین حال کې دغه خونه د دې رپوټ له ځینو برخو سره همنظره نه ښیي.
د نړیوال بانک په رپوټ کې ویل شوي چې صادراتو کې کموالی راغلی؛ خو د سوداګرۍ خونه وایي په صادراتو کې زیاتوالی راغلی.
نړیوال بانک اټکل کړی چې روان کال کې به افغانستان دوه اعشاریه شپږ سلنه اقتصادي وده ولري.
د سوداګرۍ خونې ویاند، صیام ادین پسرلي په دې هکله اریانانیوز ته و وېل: «موږ د رپوټ هر کلی کوو؛ خو په ځینو برخو کې مو فق نه یاستو؛ ځکه چې رپوټ ویلي چې د افغانستان صادرات کم ښودل شوي چې برعکس صادرات مو زیات شوي؛ خو د رپوټ بیا هم هرکلی کوو.»
د هیواد یو شمیر لوی ملی سوداګرهم د نړیوال بانک رپوټ مني او وايي په هیواد کې لویو پانګوالو پانګونه کړي او دا لړۍ نوره هم د پراخیدو په حال کې ده
په دې هکله ملي سوداګر، عبد العزیز ګردیوال و وېل: «موږ هم د نړیوال بانک دغه رپوټ تایدو یو شمیر لویو پانګوالو په هیواد کې د پانګونې لیوالتیا زیاته شوې ملي سوداګر نور هم غواړي چې پانګونه وکړي.»
د اقتصادي چارو کارپوهان بیا د نړیوال بانک په دغه رپوټ شک لري وايي دغه رپوټو نه له حقیقتونو څخه لیري دي.
د اقتصادي چارو کارپوه، سید قیاس سعیدي و وېل: «د نړیوالو بنسټونو دغه رپوټونه درست نوي؛ خو بیا هم موږ ګورو چې په ټولنه کې کوم له اقتصادي تغیر نه ګورو؛ خو بیا هم دغه رپوټونه شه دي تر څو حالت و ارزول شي.»
د نړیوال بانک دا رپوټ په داسې حال کې خپریږی چې په لس ګونه نړیوال سازمانونه هم غواړي په افغانستان کی له اقتصادي پروګرامونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.
خبریال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
څار: د ملګرو ملتونو لهخوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل
تازه خبرونه
مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو
په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.
د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.
مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.
ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.
نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.
ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
تازه خبرونه
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست ويلي؛ په دې ولايت کې د سې شنبې پر ورځ (د غویي پېنځلسمه) د سېلابونو له کبله يو تن مړ، دوه ټپيان او له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.
دغه رياست زياته کړې، چې د غور په مرغاب او چارصده ولسواليو کې د سېلابونو له کبله د مرغاب ولسوالۍ له لس ډېر کلي او د چارصدې ولسوالۍ شپږ کلي زيانمن شوي دي.
د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ ۵۵ دوکانونه، ۱۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او د دواړو ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل شوې دي.
د غور ولايت د مهاجرينو چارو رييس ميراحمد مصمیم ويلي، چې له خپلو اصلي ځايونو څخه کورنۍ د غرونو د لمنو په آزاده فضا کې ژوند کوي او بېړنیو او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د میر احمد مصمیم د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې ځاني او مالي زیانونه نور هم ډېر شي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
تازه خبرونه4 days ago
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله
-
لوبی5 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
-
نړۍ5 days ago
امریکايي پولیسو په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو ۱۰۰ ملاتړي ونیول
-
لوبی3 days ago
سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول
-
تازه خبرونه3 days ago
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور
-
تازه خبرونه14 hours ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه4 days ago
له اسلامي امارت سره په تعامل کې مو ملي ګټې رانغښتي- امریکا