تازه خبرونه
پاکستان ومنله، چې له خاورې يې طالبان پر افغانستان د بریدونو لپاره کار اخلي
دوه لوړ پوړیو امنیتي چارواکو، چې اسلام آباد ته تللي وه؛ د پاکستان په خاوره کې یې د وسلوالو طالبانو د حضور، د ترهګرو د مرکزونو او د اړوند مدرسو په اړه پاکستاني لوري ته اسناد وړاندې کړي، چې له همدې سیمو پر افغانستان بریدونه پلانیږي.
په کابل کې وروستیو خونړیو پېښو ارګ بې صبره کړ او کورنیو چارو وزیر او ملي امنیت رییس یې د چارشنبې پر ورځ (د سلواغې ۱۱) پاکستان ته ولیږل، چې د طالبانو او ترهګرو د مرکزونو او حضور په تړاو پاکستاني لوري ته اسناد وړاندې کړي.
پاکستان نه منله، چې په خاوره کې یې ترهګر شتون لري؛ خو دا ځل یې منلې، چې له خاورې یې د طالبانو لخوا پر افغانستان د بریدونو لپاره کار اخیستل کیږي.
د ملي امنیت لوی رییس محمد معصوم ستانکزی وایي، د پاکستان چارواکو نه منله، چې طالبان په کې خوندي او ډاډمنې ځالې لري او له دغه ځایه یې هڅې رهبري کیږي؛ خو داځل یې رد نکړه، بلکې ومنل شوه.
د وروستیو بریدونو په تړاو څلور نیول شویو کسانو ملي امنیت ته یو لړ معلومات وړاندې کړي، چې ښیي دوی په پاکستان کې له ترهګرو ډلو سره په اړیکه کې دي او د ملي امنیت په خبره دغه شواهد داسې دي، چې اسلام آباد ترې انکار نه شي کولی.
ستانکزی زیاتوي؛ مونږ په دې وروستیو کې له یو شمېر نیول شویو کسانو څخه، چې له وسلوالو مخالفینو سره تړلي دي بشپړ معلومات تر لاسه کړي وه، چې له ترتیب وروسته پاکستانیو چارواکو ته وسپارل شول.
کورنیو چارو وزیر وایي، له پاکستان غوښتل شوي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پر ضد جدي اقدام وکړي.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي، مونږ له پاکستانیو چارواکو سره په لیدنه کې له هغو وغوښتل، چې د افغانستان د خلکو حوصله نوره پای ته رسیدلې ده.
ښاغلي برمک ویلي؛ ټاکل شوې، چې راتلونکې اوونۍ یو پاکستانی پلاوی کابل ته راشي او افغان چارواکو ته د پاکستان د اقداماتو په تړاو معلومات وړاندې کړي.
په کابل کې د پاکستان سفارت وایي، کوم پلاوی، چې کابل ته راځي؛ له ترهګرۍ سره پر مبارزه، سولې او د کډوالو په اړه له افغان چارواکو سره خبرې کوي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه
تازه خبرونه
د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمهییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشهيي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.
د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.
ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوسمهال په سيمه کې د يوه سولهييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.
د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.
اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرلهپسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.
تازه خبرونه
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي
د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.
پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.
مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.
-
نړۍ4 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی4 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
تازه خبرونه15 hours ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه16 hours ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
لوبی13 hours ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل