Connect with us

تازه خبرونه

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به څه نا څه دوه میاشتې وځنډیږي- کمیسیون

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به په تله میاشت کې تر سره شي.

که څه هم راتلونکیو ټاکنو ته څه باندې سل میلیون دالر ټول شوي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې له ټاکلي وخت سره سمې نه، بلکې په تله میاشت کې تر سره شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر معاذالله دولتي وایي، کیدای شي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې دوه دوه نیمې میاشتې وځنډیږي؛ کارونه به راټول او ټاکنې به تر سره شي.             

 د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائیه رییس یوسف رشید وایي، د کمیسیون غړي په چارو کې بې غوره دي او دا هغه څه دي، چې د ټاکنو تر سره کیدل ناشوني کوي.

د نوموړي په وینا؛ ځینې ائتلافونه او حزبونه بېلابېلې غوښتنې لري او ټاکنو سیستم بدلول غواړي . دا هم معلومه نه ده، چې حکومت به دا ستونزه څنګه حل کړي.                    

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ اجرائیه رییس نعیم ایوب زاده  وایي، د ټاکنو په وړاندې ډېرې ستونزې شته؛ خو پاملرنه ورته نه ده شوې.                   

پر ټاکنو د څارونکیو بنسټونو په باور،  د رایو ورکولو د پاڼو چاپ، د  لنډمهاله کارکوونکیو ګمارل،  د امنیت ټینګښت او نور تخنیکي کارونه  تر ټاکنو شپږ میاشتې مخکې باید تر سره شي،  چې د دوی په خبره حکومت او د ټاکنو کمیسیون دغه وخت له لاسه ورکړی دی.

کمیسیون وایي؛ د دې ټاکنو لپاره  څه باندې سل میلیون دالر تر لاسه شوي او حکومت هم اراده لري، چې ټاکنې وشي.

خبریال: مصطفی محب

تازه خبرونه

څار: د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.

د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل  او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.

مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.

ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.

نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.

ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست ويلي؛ په دې ولايت کې د سې شنبې پر ورځ (د غویي پېنځلسمه) د سېلابونو له کبله يو تن مړ، دوه ټپيان او له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.

دغه رياست زياته کړې، چې د غور په مرغاب او چارصده ولسواليو کې د سېلابونو له کبله د مرغاب ولسوالۍ له لس ډېر کلي او د چارصدې ولسوالۍ شپږ کلي زيانمن شوي دي.

د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ ۵۵ دوکانونه، ۱۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او د دواړو ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل شوې دي.

د غور ولايت د مهاجرينو چارو رييس ميراحمد مصمیم ويلي، چې له خپلو اصلي ځايونو څخه کورنۍ د غرونو د لمنو په آزاده فضا کې ژوند کوي او بېړنیو او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د میر احمد مصمیم د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې ځاني او مالي زیانونه نور هم ډېر شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!