تازه خبرونه
که په څارنوالۍ کې له لس دقیقو ډېر پاتې شم، هېواد به اور واخلي-سید اسحاق ګیلاني
د افغانستان د خلکو د ملي نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني څه موده وړاندي په اسلام آباد کي یوې ناستې ته ویلي وه، چی هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخلی، چي وروسته بیا ملی امنیت د هغه خبرې د هېواد د ملي ګټو خلاف وبللی او له همدې کبله د خپلو وروستیو څرګندونو له کبله لویې څارنوالۍ غوښتی و، چې توضیحات ورکړي.
ښاغلی ګیلاني د سې شنبې پر ورځ(د وري ۱۴) له خپلو یو شمېر پلویانو او مریدانو سره د دې بنسټ د ملي امنیت څانګې ته ورغی او داسې ګواښ یې کړی دی: په ښکاره وایم، چې که په څارنوالۍ کې له لس دقیقو ډېر پاتې شم، هېواد به اور واخلي!
د افغانستان د خلکو د اسلامي نهضت رییس سید اسحاق ګیلاني په لویې څارنوالۍ کې شل دقیقې تېرې کړې او له دې ادارې څخه یې د راوتو پر مهال وویل: زمونږ په خاوره کې هم هندیان، هم پاکستانیان، هم امریکایان او هم انګلیسان لاسوهنه کوي. د امریکایانو بې پلوته الوتکو د افغانستان له خاورې الوت کړی او د پاکستان خاوره یې بمبارد کړې او یو شمېر خلکو ته یې زیانونه اړولي دي. اوس پاکستان د دغو بریدونو قصد له امریکایانو اخیستلی نشي او هغه د افغانستان له بېوسي ملته اخلي.
نوموړی اوس هم پخپلې خبرې ولاړ دی او وایي: هند او امریکا د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې حضور لري.
ښاغلي ګیلاني تر اوسه د لویې څارنوالۍ غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی؛ خو یو زیات شمېر پلویان یې، چې د څارنوالۍ ملي امنیت ته ورغلي وه او ضرب الاجل یې هم وټاکه وایي، چې ولې یې مشر لویې څارنوالۍ غوښتی دی؟
اعتراض کوونکی نورآغا منګل وایي: ښاغلي ګیلاني حقیقتونه څرګند کړي او حکومت باید د هغه په وړاندې ناسم ګام پورته نکړي.
زیارمل نومي یو بل اعتراض کوونکي ویلي، چې: حکومت د ښاغلي ګیلاني په وړاندې د دسیسې جوړولو هڅه کوي؛ مونږ یې مریدان یو او دا اجازه نه ورکوو.
د افغانستان د ساداتو قومي شورا رییس سید ناصرعطایي وایي: د پیر صاحب په خبرو کې هیڅ شک نشته. دا رښتیا دي. په افغانستان کې دننه زرګونه لاسونه کار کوي او مونږ هم پرې پوهیږو.
لویه څارنوالۍ وایي، د ګیلاني دوسیه د څېړنې په حال کې ده.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي زیاتوي: زمونږ همکارانو د هغه په اړه څېړنې کړي او اوس هم روانې دي. د خوښۍ ځای دی، چې نوموړي نن د ملي امنیت څانګې ته ورغی، له قانون څخه سرغړونه رامنځته نشوه او دا یوه غوره کړنه ده.
ښاغلی ګیلاني پخپلو خبرو ولاړ دی او له افغان حکومت غواړي، چې نور هېوادونه لاسوهنو ته پرینږدي.
خبریال: علي اصغري
تازه خبرونه
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.
په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.
د بغلان غوري سمنټو د شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.
د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.
محمد طاهر وایي: اوسمهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.
د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت لهخوا ترسره کیږي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه
تازه خبرونه
د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمهییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشهيي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.
د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.
ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوسمهال په سيمه کې د يوه سولهييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.
د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.
اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرلهپسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.
-
نړۍ4 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه15 hours ago
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
تازه خبرونه1 day ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
لوبی5 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله