تازه خبرونه
له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره ۵۵۰ میلیون دالرو ته اړتیا ده- نصیر احمد درانی
د کرنې او مالدارۍ وزیر ولسي جرګې ته په ډاګه کړې، چې په هېواد کې له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره پېنځه سوه پنځوس میلیون دالرو ته اړتیا ده، چې کولی شي پرې د نهه میاشتو لپاره زیانمن وګړي او حیوانات وژغوري.
په هېواد کې د وچکالۍ د زیانونو له پراخیدو سره ولسي جرګې د کرنې او مالدارۍ وزیر او له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزارت مرستیال عمومي غونډې ته رابللي وه.
د ولسي جرګې غړي وايي، چې د هرې ورځې په تېریدو د وچکالۍ له کبله د خلکو او حیواناتو ژوند له ګواښ سره مخ کیږي؛ خو حکومت د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره هیڅ پلان نلري.
په ولسي جرګه کې د جوزجان استازی عبدالستار درزابي وایي: د جوزجان مرکز ته له نورو سیمو او ولایتونو خلک بې ځایه شوي؛ نه اوبه لري او نه ډوډۍ. دلته یوه بشکه د څښاک اوبه زر- دوه زره پلورل کیږي. د خواشینۍ ځای دی، چې خلک اوبه په پور اخلي.
د ولسي جرګې د کندوز استازې فاطمه عزیز وایي: شمال ولایتونه وچکالي ګواښي او له ناامنیو څخه آبدان دښتې ته له ۵۰۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځایه شوي، چې اوبه او ډوډۍ نلري.
د کرنې وزیر وايي، چې له وچکالۍ څخه د اغېزمنو خلکو او سیمو لپاره یې د مرستې تابیا نیولې؛ خو ټينګار کوي، چې د وچکالۍ له کبله د پېښیدونکي زیان د بشپړ مخنیوي لپاره پېنځه سوه پنځوس میلیون دالرو ته اړتیا ده.
د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وایي: په افغانستان کې د حیواناتو شمېر ډېر دی او مونږ د حیواناتو د تلفاتو د مخنیوي لپاره ۵۵۰ میلیون دارو ته اړتیا لرو، چې تر نهه میاشتو به پرې له مرګه وژغورل شي. په هر حال مونږ هڅه کوو، چې د وچکالۍ ستونزو ته لاسرسی ومومو.
له طبعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزارت مرستیال محمد اسلم سیاس وایي: له یو میلیون ډېر کسان د اوبو او خوراکي توکو له لږوالي سره مخ دي او له درې میلیون ډېر حیوانات د له منځه تلو له خطر سره مخ شوي دي. د ملګرو ملتونو دفترونو د دغې ستونزې د حل لپاره د مرستو ژمنې کړې دي.
د ولسي جرګې غړي وايي، چې له روانې جګړې سره په یوه وخت کې خلک وچکالۍ هم له رامنځته کیدونکي ناورین سره مخ کړي دي. دوی اندېښنه ښيي، چې که سر له اوسه د زیانمو سیمو له خلکو سره مرستې پیل نه شي، د خلکو ژوند به له دې هم له سختو کړاوونو سره مخ شي.
خبریال: رفیع صدیقي
تازه خبرونه
څار: د ملګرو ملتونو لهخوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل
تازه خبرونه
مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو
په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.
د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.
مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.
ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.
نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.
ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
تازه خبرونه
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست ويلي؛ په دې ولايت کې د سې شنبې پر ورځ (د غویي پېنځلسمه) د سېلابونو له کبله يو تن مړ، دوه ټپيان او له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.
دغه رياست زياته کړې، چې د غور په مرغاب او چارصده ولسواليو کې د سېلابونو له کبله د مرغاب ولسوالۍ له لس ډېر کلي او د چارصدې ولسوالۍ شپږ کلي زيانمن شوي دي.
د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ ۵۵ دوکانونه، ۱۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او د دواړو ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل شوې دي.
د غور ولايت د مهاجرينو چارو رييس ميراحمد مصمیم ويلي، چې له خپلو اصلي ځايونو څخه کورنۍ د غرونو د لمنو په آزاده فضا کې ژوند کوي او بېړنیو او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د میر احمد مصمیم د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې ځاني او مالي زیانونه نور هم ډېر شي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
تازه خبرونه5 days ago
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله
-
لوبی5 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
-
نړۍ5 days ago
امریکايي پولیسو په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو ۱۰۰ ملاتړي ونیول
-
لوبی3 days ago
سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول
-
تازه خبرونه4 days ago
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور
-
تازه خبرونه19 hours ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه5 days ago
له اسلامي امارت سره په تعامل کې مو ملي ګټې رانغښتي- امریکا