Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشر غني له بېلابېلو سیاسي او جهادي شخصیتونو سره مشورې وکړې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ ویلي، چې ولسمشراشرف غني د ملي او مهمو مسایلو په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې د هېواد له سیاسي او جهادي رهبرانو او شخصیتونو سره د سولې، اوربند، ټاکنو او د افغانستان د ځینو مهمو روانو موضوعاتو په اړه بحث او مشورې وکړې.

د ولسمشر د دفتر سرپرست ویاند سید شاه حسین مرتضوي په ډاګه کړې؛ په دې مشورتي ناستو کې، چې له څو ورځو راپدیخوا په ارګ کې روانې دي، ولسمشر اشرف غني د جمهوري ریاست له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، مخکیني ولسمشر حامد کرزي، استاد عبدرب رسول سیاف، حضرت صبغت‌الله مجددي، محمدیونس قانوني، عطامحمد نور، استاد محمد محقق، انجنیر محمد خان، انجنیر ګلبدین حکمتیار، استاد محمدکریم خلیلی، محمدالماس زاهد، میر امان الله ګذر، حاجي اقبال صافي، حاجي دین‌محمد، عبدالحکیم منیب، استاد محمد اکبري، سید حامد ګیلاني، انورالحق احدي، عبدالهادی ارغندیوال، عطاالله لودین او د سید اکرام الدین په مشرۍ د اسلامي جمیعت د انسجام شورا یو شمېر غړیو سره جلا کتنې لرلې.

نوموړي څرګنده کړې، چې د هېواد سیاسي رهبرانو او مشرانو د سولې او امنیت، اوربند او ټاکنو په ګډون د افغانستان د روان وضعیت او سیاسي مسایلو په اړه خپل لیدلوري، وړاندیزونه او نظریات له ولسمشر سره شریک کړل.

ولسمشرغني له ننګونو او ستونزو څخه د افغانستان د وتلو لپاره د هېواد د مهمو ملي مسایلو په اړه مشوره یو اصل وباله او ټینګار یې کړی، چې د هېواد د ملي او سیاسي مشرانو له طرحو او نظریاتو څخه د استفادې په موخه به مشورتي ناستې روانې وساتل شي.

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمه‌ییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشه‌يي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.

د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.

ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوس‌مهال په سيمه کې د يوه سوله‌ييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.

د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.

اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرله‌پسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.

پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.

مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!