تازه خبرونه
د ولسي جرګې او ولسمشرۍ ټاکنې د حکومت دوه لویې آزموینې دي-عبدالله عبدالله
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د نورو هېوادونو د مشرانو تر څنګ د افغانستان په استازیتوب د ملګرو ملتونو ۷۳ کلنۍعمومي غونډې ته وینا وکړه او د ولسي جرګې او ولسمشرۍ ټاکنې یې د افغان دولت په وړاندې دوه لویې آزموینې وبللې.
اجرائیه رییس د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال وویل: افغان دولت هوډمن دی، چې ټولو خلکو ته د باور وړ ټاکنې تر سره کړي.
اجرائیه رییس دا هم ویلي؛ تر اوسه د ترهګرۍ رسمي او نړیوال تعریف نه دی شوی او ترهګري د حکومتونو او غیرحکومتي لوبغاړیو لخوا د دیني، ایدیولوژیکي او اقتصادي پوښښ په توګه کارول کیږي.
عبدالله عبدالله له ګاونډ هېوادونو په ځانګړي توګه له پاکستان وغوښتل، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې له منځه یوسي.
اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي؛ مونږ له ګاونډ هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان غواړو، چې د ترهګرو په له منځه وړلو او په نښه کولو کې را سره همکاري وکړي. مونږ د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې، ثبات او یووالي د عمل پروګرام د پلي کیدو په تمه یو او د همدې لپاره مو پرې هوکړه کړې ده.
د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرگ وایي، د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې نوې تګلاره کارول کیږي او دغه ټولنه به د افغان ځواکونو روزنه روانه وساتي او تر هغې، چې داعش ماته خورلې نه وي؛ مونږ به د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ وو.
د ملګرو ملتونو عمومي غونډه هر کال جوړیږي او د نړۍ مشران په کې پر مهمو نړیوالو مسایلو خبرې کوي.
تازه خبرونه
څار: د ملګرو ملتونو لهخوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل
تازه خبرونه
مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو
په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.
د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.
مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.
ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.
نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.
ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
تازه خبرونه
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست ويلي؛ په دې ولايت کې د سې شنبې پر ورځ (د غویي پېنځلسمه) د سېلابونو له کبله يو تن مړ، دوه ټپيان او له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.
دغه رياست زياته کړې، چې د غور په مرغاب او چارصده ولسواليو کې د سېلابونو له کبله د مرغاب ولسوالۍ له لس ډېر کلي او د چارصدې ولسوالۍ شپږ کلي زيانمن شوي دي.
د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ ۵۵ دوکانونه، ۱۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او د دواړو ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل شوې دي.
د غور ولايت د مهاجرينو چارو رييس ميراحمد مصمیم ويلي، چې له خپلو اصلي ځايونو څخه کورنۍ د غرونو د لمنو په آزاده فضا کې ژوند کوي او بېړنیو او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د میر احمد مصمیم د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې ځاني او مالي زیانونه نور هم ډېر شي.
-
تازه خبرونه5 days ago
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله
-
نړۍ5 days ago
امریکايي پولیسو په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو ۱۰۰ ملاتړي ونیول
-
لوبی4 days ago
سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول
-
تازه خبرونه1 day ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه16 hours ago
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور
-
تازه خبرونه21 hours ago
په افغانستان کې پر کوکنارو د بندیز له کبله کروندګرو خپل عاید له لاسه ورکړی – نړیوال بانک
-
سوداگري18 hours ago
د ترکمنستان د سوداګرو او صنایعو اتحادیې مشر هرات ته سفر وګړ