Connect with us

تازه خبرونه

سولې ته د وسلوالو طالبانو په راضي کولو کې لږ پرمختګ شوی- پنتاګون

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا دفاع وزارت په خپلو تازه څېړنو کې موندلې، چې کابل او واشنګتن سولې ته د وسلوالو طالبانو په راضي کولو کې لږ پرمختګ کړی او له همدې کبله په افغانستان کې د جګړې د دوام نښې ډېرې دي.

که څه هم د افغانستان د سولې لپاره هڅې مخ په ډېریدو دي؛ خو د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې په افغانستان کې د سولې ټينګښت تر اوسه ډېر لیرې ښکاري.

د دغه وزارت څېړونکي دفتر ویلي، چې امریکا او افغانستان، سولې ته د وسلوالو طالبانو په قانع کولو کې د پام وړ پرمختګ ندی کړی.

د پنتاګون په تازه ارزونه کې راغلي، چې په تېرو درې میاشتو کې د افغان سرتېرو تلفات لوړ شوي او د جګړې له کبله مرستو ته د اړو کسانو شمېر هم لوړ شوی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په خپل یوه تویت کې د سولې په روانو خبرو کې له لاسته راوړنو خبر ورکوي.  

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد وایي: د امریکا حکومت سولې ته ډېره لیوالتیا لري او مونږ د سولې عالي شورا د غړیو په توګه سصولې ته له پخوا ډېر هیله من شوي یو.

اروپايي ټولنې هم په افغانستان کې د سولې لپاره د اجماع له جوړیدو او په سیمه ییزه او نړیواله کچه د افغانستان د جګړې له بیا ارزونې سره ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د ژنیو غونډه په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره یو مناسب فرصت دی.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسووله فیدریکا موګریني وایي: د بهرنیو چارو وزیران به د غونډې د ګډونوالو په توګه په مرکزي آسیا کې راغلي بدلونونه وڅېړي. دا غونډه د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره مناسب فرصت دی. په دې غونډه کې به نړیوال په افغانستان کې د سالمې ادارې په اړه د افغانستان هغه ژمنې هم و ارزوي، چې پر دوه زره شپاړسم کال یې په بروکسل کې له نړیوالو سره کړې وې.

د کابل اوسیدونکي بیا وایي، چې د سولې لپاره وروستیو پرمختګونو او هڅو د خلکو هیلې یو څه راژوندۍ کړې دي.

د جمعیت اسلامي د رهبرۍ غړی محمد اسماعیل خان وایي: طالبان به د تېر په څیر سخت دریځ ونښيي؛ ځکه زه باور لرم، چې د سولې لپاره زمینه چمتو ده او طالبان، خلک، د افغانستان حکومت، امریکا او نړیواله ټولنه اوس سولې ته همغږې شوي دي.

طالبانو هم په قطر کې امریکایي استازي خلیلزاد ته د سولې د خبرو د پیلیدو لپاره خپلې غوښتنې او پوښتنې وړاندې کړي، چې د ځینو څرګندونو له مخې له بېلابېلو خواوو سره  پرې غور روان دی.

ولسمشر غني له سیاسي رهبرانو او قومي مشرانو سره د سولې د مشورتي بورد د جوړښت په اړه سلا مشورې پی کړي، چې دغه بورد به د سولې د عالي شورا ځای نه نیسي، بلکې یوازې مشوره به ورکوي.

د یادونې ده، چې ډېر ژر به په هېواد کې د سولې لپاره د مشورتي بورد رامنځته کیدل هم اعلان شي.  

خبریال: شاهپور فرهمند

تازه خبرونه

څار: د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.

د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل  او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.

مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.

ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.

نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.

ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست ويلي؛ په دې ولايت کې د سې شنبې پر ورځ (د غویي پېنځلسمه) د سېلابونو له کبله يو تن مړ، دوه ټپيان او له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.

دغه رياست زياته کړې، چې د غور په مرغاب او چارصده ولسواليو کې د سېلابونو له کبله د مرغاب ولسوالۍ له لس ډېر کلي او د چارصدې ولسوالۍ شپږ کلي زيانمن شوي دي.

د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ ۵۵ دوکانونه، ۱۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او د دواړو ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل شوې دي.

د غور ولايت د مهاجرينو چارو رييس ميراحمد مصمیم ويلي، چې له خپلو اصلي ځايونو څخه کورنۍ د غرونو د لمنو په آزاده فضا کې ژوند کوي او بېړنیو او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د میر احمد مصمیم د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې ځاني او مالي زیانونه نور هم ډېر شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!