Connect with us

تازه خبرونه

له طالبانو سره په خبرو کې لس هېوادونه ښکېل دي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

لس هېوادونه له وسلوالو طالبانو سره په اړیکو کې ښکېل شوي او د افغان سولې په اړه ور سره خبرې کوي.

د افغان سولې په اړه که څه هم لومړني ګامونه واشنګتن واخیستل؛ خو اوس شاوخوا لس هېوادونه لیواله شوي، چې له وسلوالو طالبانو سره اړیکې ټينګې کړي.

روسیه، ایران، عربي متحده امارات، سعودي عربستان، قطر، پاکستان، ازبکستان، چین، تاجکستان، هر یو په خپل وار له وسلوالو طالبانو سره اړیکې نیولي او خبرې یې ور سره کړې دي.

د نظر خاوندان د افغان دولت له ګډون پرته له وسلوالو طالبانو سره د افغان سولې پر خبرو نیوکې کوي؛ خو حکومت او د سولې عالي شورا وايي، چې له وسلوالو طالبانو سره د سیمې د هېوادونو هر ډول اړیکې له افغان حکومت سره په همغږۍ پیل شوې دي.

د جمعیت اسلامي د رهبرۍ غړی محمد اسماعیل خان وایي، چې سوله په حقیقت کې د پاکستان، عربستان او عربي متحده اماراتو مسوولیت دي؛ ځکه، چې پخوایې هم له طالبانو ملاتړ کړی او اوس هم روانې هڅي پر همدغو درې هېوادونو راڅرخي. د سیمې ګاونډ هېوادونه او پخپله حکومت هم باید په کې ګډون ولري.

د ملي وفاق بهیر مشر احمد ولي مسعود وایي؛ د سولې په خبرو کې، چې مونږ ځواکمن دریځ ونلرو؛ نشو کولی، چې له کمزوري دریځه د سولې ځواکمن بهیر وڅارو.  

وسلوالو طالبانو سره د سولې په وروستیو خبرو کې افغان حکومت په څنډه کې پاتې شوی او وسلوالو طالبانو یو شمېر ګاونډ او نږدې هېوادونو ته سفرونه کړي او دغو هېوادونو هم طالبانو ته د سیاسي مشروعیت په تر لاسه ورکولو کې مرسته کړې ده.

د وسلوالو طالبانو پخواني غړي سید اکبرآغا څرګنده کړې، چې د سولې په اړه پر نورو هېوادونو باور کول ښه کار ندی باید خبرې خپلمنځۍ او د افغانانو تر منځ وشي؛ ځکه ځمکه هغه سوځي، چې اور پرې بل وي.    

افغان حکومت او د سولې عالي شورا مسوولین وايي، چې له وسلوالو طالبانو سره د سیمې د هېوادونو اړیکې د دې لپاره ټينګې شوي، چې له افغان حکومت سره د وسلوالو طالبانو د سولې خبرو ته لار پرانیزي.

د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وایي؛ ټول هغه هېوادونه، چې پر طالبانو نفوذ لري باید له دغه نفوذه ګټه واخلي او طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.

د سولې عالي شورا مرستیال اسدالله زائیري وایي، چې د سولې لپاره روانې هڅې د سولې عالی شورا له هڅو سره توپیر نلري او بشپړوونکې یې دي.

تېره ورځ ایران او نن طالبانو ومنله، چې د طالبانو له پلاوی سره په تهران کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرې شوې دي.

دغه راز ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکې کې وسلوال طالبان او امریکايي پلاوی د سعودي عربستان په جده کې هم پر افغان سوله خبرې وکړي. کابل دغې غونډې ته پلاوي استوي؛ خو طالبانو ویلي، چې له افغان پلاوي سره خبرې نکوي.

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمه‌ییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشه‌يي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.

د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.

ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوس‌مهال په سيمه کې د يوه سوله‌ييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.

د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.

اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرله‌پسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.

پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.

مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!