پرمختګ او بشپړتیا
د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د طالبانو استازي هم ول- داوودزی
د سولې مشورتي جرګه، چې د طالبانو استازي هم په کې حاضر ول؛ د یوه درویشت ماده ییز پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسیده.
که څه هم طالبانو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون رد کړې و؛ خو د جرګې د جوړیدو کمیسیون اوس وایي، چې د طالبانو استازي هم په دې جرګه کې حاضر ول.
د مشورتي لویې جرګې د جوړیدو کمیسیون رییس محمد عمر داوودزی وایي، چې د هغو (طالبانو) استازي حاضر ول؛ دا، چې له کوم ځایه، څنګه او په کومه سطحه ول وروستۍ خبرې دي، چې وروسته به ترې خبر شئ!
د سولې مشورتي لویې جرګې ګډونوالو د سولې بهیر په تړاو په دې درویشت ماده ییز پرېکړه لیک کې خپلې غوښتنې او سپارښتنې حکومت، طالبانو او ښکېلو هېوادونو ته وړاندې کړې:
د سولې راوستو لپاره د جرګې د برخه والو ژمنتیا، د طالبانو لخوا د جګړو او وینو توییدنو پای ته رسول، د سولې او جګړې په تړاو د اسلام له اوامرو او لارښوونو سمه اخیستنه، بېړنی او تلپاتې اوربند،
د اوسني نظام ساتنه، اساسي قانون ته درناوی او د اړتیا په صورت کې د سمو میکانیزمونو له لارې د قانون تعدیل، د وګړیو د حقونو پر رعایت ټینګار، د بیان آزادي خوندیتوب، ښوونې او روزنې، کار او عامه خدمتونو ته لاس رسی، د امنیتي بنسټونو ساتنه، په افغانستان کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر جوړیدل، د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د مهالوېش ټاکل، د سولې خبرو لپاره ځانګړې پته او د سیاسي اجماع را منځته کیدل، د هغو هڅو مخنیوی، چې د سولې بهیر ورو کوي، د دواړو خواوو لخوا د باور جوړولو لپاره د بندیانو آزادول، د سولې په بهیر کې د ملي او نړیوالو هڅو همغږي، د افغانستان په چارو کې له مداخله کوونکیو هېوادونو څخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت، د سولې بهیر چټکتیا لپاره د ملي اغېز لرونکیو آدرسونو هڅې، په سولې عالي شورا کې بنسټیز سمونونه، د ټول منلي مرکچي پلاوي ټاکل، د طالبانو د مشروع غوښتنو منل کیدل، د جرګې د برخه والو لخوا نورو خلکو ته د جرګې د پیغام رسول، د جرګې له غړیو او نورو اغېزلرونکیو بنسټونو سره د دولت کلکې اړیکې، د مشورتي جرګې پرېکړو ته له ښکېلو خواوو څخه د درناوي غوښتنه او په یوه رسمي سند کې د دې پرېکړه لیک چاپ او خپریدل؛ د مشورتي لویې جرګې د برخه والو اصلي غوښتنې وې.
د سولې مشورتي لویې جرګې رییس وایي، د سولې لپاره د مشورو پړاو تېر شوی او اوس د دې وخت را رسیدلی، چې د سولې لپاره پر بشپړ ځواک پرېکړه وشي.
د مشورتي لویې جرګې رییس عبدرب رسول سیاف زیاتوي، له ولسمشره غواړو، چې له خلکو مشورې واخلي او خپلسري کارونه ونکړي.
د جرګې برخه والو له حکومت، طالبانو ګاونډ هېوادونو او نورو بهرنیانو وغوښتل، چې د جرګې غوښتنو ته درناوی وکړي.
د سولې مشورتي لویه جرګه که څه هم له یو لړ مخالفتونو سره مخ وه؛ خو د څلوردېرش ولایتونو د ۳۲۰۰ استازیو په حضور کې د پېنځه ورځو لپاره( د غویی له ۹ تر ۱۳) د ولسمشر غني په غوښتنه جوړه شوه.
پرمختګ او بشپړتیا
په پنجشېر کې له شمال ختیځو ولایتونو سره د هېواد د مرکزي ولایتونه د نښلولو هڅې روانې دي
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پنجشېر- تخار سړک نه یوازې مرکزي ولایتونه له شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي، بلکې اوږده لار لنډوي، ټرانسپورټي لګښت راکموي او نوې ټرانزیټي لار به رامنځته کړي.
د پنجشیر سیمهییزو چارواکي ويلي؛ د دې ولایت د والي لهخوا د ۴۵۱ میلیون افغانیو پر ارزښت د پنجشېر او تخار ترمنځ د سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پنجشېر- تخار سړک نه یوازې مرکزي ولایتونه له شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي، بلکې اوږده لار لنډوي، ټرانسپورټي لګښت راکموي او نوې ټرانزیټي لار به رامنځته کړي.
چارواکو ویلي؛ پر تخار او پنجشېر سربېره به بغلان، بدخشان، کندوز او نور شمال ختیځ ولایتونه د هېواد له مرکز کابل سره ونښلیږي.
د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت ویلي؛ د بدخشان- پنجشېر سړک، چې ۲۹۰ کیلومټره اوږدوالی او ۱۰ مټره پلنوالی لري؛ بشپړېدو ته نږدې دی. دغه راز د نورستان- پنجشیر ۱۶ کیلومټره سړک د جوړولو کار بشپړ شوی او په راتلونکي کې د دې ولایت والي د دې سړک د پراخوالي ډاډ ورکړ دی.
پرمختګ او بشپړتیا
افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې پر عملي پیل خبرې وکړې
د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو په دې روستیو کې د ترکمنستان هېواد له مسوولینو سره په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پیل پر عملي بهیر خبرې کړې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د ټاپي اړینې پروژې د چارو د پیل په اړه د ترکمنستان له سفیر سره خبرې وکړې. په دې کتنه کې دواړه لوریو ویلي، چې دواړه هېوادونه د ټاپي پروژې د کار بهیر پیلول غواړي.
د اسلامي امارت مسوولینو د دې پروژې د عملي کار د پیل لپاره چمتووالی ښود لی.
د خصوصي سکتور غړي هم د دې پروژې د کار د عملي چارو پیل د افغانستان اقتصاد لپاره مهم بولي او څرګندوي؛ که د پروژې د پلي کولو پر وړاندې مالي ستونزې نه وي؛ نو اوس د دې و خت رارسیدلی، چې دا پروژه پلې شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي؛ د ټاپي پروژه، چې د افغانستان لپاره خورا اړین اقتصادي ارزښت لري. که مالي ملاتړي همکاري وکړي؛ نو د دې پروژې د عملي کیدو لپاره ترټولو مناسب وخت رامنځته شوی، چې له اقتصادي پلوه د سیمي په هېوادونو کې ژور بدلونونه رامنځته کولی شي.
دا پروژه، چې له ترکمنستان پیل او بیا تر هندوستان پورې غزیږي؛ ۱۸۱۴ کیلومټره اوږد والي لري چې ۸۱۶ کیلومټره د افغانستان له خاوري تېریږي.
د دې پروژې د پلي کېدو لګښت ۲۲ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر کیږي.
له دې نللیکي په کلني توګه ۳۳ میلیارډ مټرمکعب ګاز لېږدول کیږي.
په دې پروژه کې به په زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او افغانستان ته به د کال ۴۰۰ میلیون ډالر عواید ترلاسه کیږي.
په دې پروژه کې افغانستان په لومړیو لس کلونو کې ۵۰۰ میلیون مټره، په دوه یمه لسیزه کې یومیلیارډ او په درېیمه لسیزه کې یو نیم میلیارډ مټرمکعب ګاز ترلاسه کړي.
د اقتصادي چارو کارپوهانو هم د ټاپي پروژې عملي کیدل د افغانستان او د دې پروژې د شریکانو لپاره له اقتصادي پلوه خورا مهمه بولي.
دوی زیاتوي، چې د ټاپي پروژه کولی شي هېواد له اقتصادي ستونزو وژغوري.
اقتصادي کارپوه تاج محمد تلاش وایي: په عملي کیدو سره به په میلیونونه ډالر د هېواد په عوایدو کې زیات شي او په زرګونه هېوادوال به مو کار پیدا کړې. د هېواد په صنعتي کیدو کې مو هم اړین رول ولري.
د هېواد اوسیدونکي هم له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې په هېواد کې د پروژو د پلي کولو بهیر پراخ کړي، چې خلک له بی کارۍ وژغورل شي.
د کابل ښار اوسیدونکی صنیع الله رامین وایي: مونږ له اسلامي مارته غوښتنه کوو، چې هېوادوالو ته د کار د برابرولو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي، چې د شته اقتصادي ستونزو د پراخېد مخه پرې ونیول شي.
د ټاپي پروژه، چې د کار عملي چاري يي په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هندوستان د مشرانو له خوا پرانستل شوې او ټا کل شوې وه، چې په ۲۰۱۹ کال کې ګټی اخستني ته سپارل شوې وه؛ خو د بېلا بېلو ستونزه له کبله دا پروژه په افغانستان کې له خنډ او ځنډ سره مخ وه. اوس، چې اسلامي امارت له واک و ځواک لرخمن شوی؛ وخت به یې د عملي چارو بهیر په ډاګه کړي.
ویل کیږي، چې د دې سترې سیمه ییزې اقتصادي پروژې د عملي پیل لپاره به دروانې میاشتې په اوږ دو کې د ترکمنستان یو پلاوی هم افغانستان ته راشي.
پرمختګ او بشپړتیا
افغان بیسیم مخابراتي شرکت انټرنټي بیې راټيټې کړې
د افغان بیسیم شرکت مسوولینو ویلي، چې د دوشنبې له ورځې به نوې انټرنټي کڅوړې په ټيټه بیه خپلو مشتریانو ته وړاندې کړي.
په افغانستان کې انټرنټ ته د خلکو اړتیا د هرې ورځې په تېریدو مخ په ډېریدو ده؛ ځکه، نو افغان بیسیم مخابراتي شرکت په انټرنټي کڅوړو کې تخفیفونه راوستي دي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژې وزارت مسوولینو ويلي، چې د ولسمشر د حکم او د اقتصاد عالي شورا د پرېکړې له مخې له افغان بیسیم شرکت سره هوکړې ته رسیدلي، چې دغه شرکت به د انټرنټ بیې را ټيټوي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست فهیم هاشمي وايي، چې د ولسمشر د حکم او د اقتصاد د عالي شورا د پرېکړې له مخې په دې اړه له افغان بیسیم مخابراتي شرکت سره هوکړې ته رسیدلي دي.
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت استازی علي الله سروري وايي، چې پر ټیټ قیمت د انټرنټ نوې کڅوړې به د دوشنبې شپې پر دولس بجو خپلو مشتریانو ته وړاندې کړي.
په افغانستان کې د کورونا ویروس له کبله په ځينو لویو ښارونو کې پر تګ راتګ محدودیتونه لګیدلي او خلک اړ دي، چې په موبایل او انټرنټ له حالاتو ځان خبر وساتي.
خلک د افغان بیسیم د دغه ګام هرکلي کوي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
نړۍ4 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
تازه خبرونه6 hours agoجاپان افغانانو ته د زدهکړې نوي بورسونه اعلان کړل
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله
-
نړۍ1 day agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
-
تازه خبرونه4 days agoپه قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
-
تحول5 days agoتحول: د ایران او امریکا په شخړه کې ډیپلوماټیک بدلون
-
تازه خبرونه4 days agoکه په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی

