Connect with us

تازه خبرونه

میررحمان رحماني د ولسي جرګې د رییس په توګه وټاکل شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د میر رحمان رحماني او خان محمد وردګ تر منځ ټاکنې درېیم پړاو کې تر سره شوې، په دې ټاکنو کې نصاب دوه سوه پنځه څلویښت استازي وه او ټولو وکیلانو خپلې رایې وکارولې.

د ولسي جرګې د اداري پلاوي لنډمهالی مدیر محمد عالم ساعي وایي؛ نصاب مو ۲۴۵ دی او هر چا، چې ۱۲۳ رای خپلې کړې؛ همغه ګټونکی دی. 

د ولسي جرګې لنډمهال رییس ملک قیس نورآغا  وایي؛ سپینې رایې دوه او باطلې ۱۱ وې؛ خان محمد ۹۶ رایې او میررحمان رحماني د ولسي جرګې د اووه لسم پړاو د رییس په توګه ۱۳۶ رایې خپلې کړي او د پېنځه کلونو لپاره به د دې جرګې مشر وي.

د ولسي جرګې رییس ژمنه کوي، چې د قانون د عملي کیدو او د خلکو غوښتنو د پوره کیدو لپاره به عملي ګامونه واخلي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني ویلي، چې د قانون له مخې به له اجرائیه او قضاییه ځواک سره همکار وي او ملي ګټې د هرې بلې موضوع په تناسب د ولسي جرګې د کارونو په لومړیتوبونو کې دي.

د ولسي جرګې ریاست ته نوماند خان محمد وردګ وایي؛ ممونږ به د ښاتغلي رحماني سره د همکار په توګه هڅې کوو، چې خپل مسوولیتونه ښه تر سره کړو.  

ټاکل شوې، چې د ولسي جرګې د رییس د مرستیالانو ټاکلو لپاره هم  تر شاوخوا څلویښت ورځو وروسته ټاکنې وشي؛ خو معالومه نده، چې کومې څېرې د دې څوکیو لپاره ځانونه نوماندوي.

تازه خبرونه

روسیې پر اوکراین د شمالي کوریا توغندي توغولي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۴۰۳)

د ملګرو ملتونو د بندیزونو څارونکیو د امنیت شورا یوې کمیټې ته په یوه راپور کې څرګنده کړې؛ د اوکراین پر خارکوف لګیدلی توغندی ښیي، چې په شمالي کوریا کې جوړ شوی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې: د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې ډلې په هغه راپور کې، چې پرون (دوشنبه د غوایی لسمه) یې امنیت شورا ته وړاندې کړ؛ په ډاګه کوي، چې د اوکراین په خارکوف ښار کې د جنورۍ پر دوه‌یمه د توغندیز برید پاتې شوني د شمالی کوریا Hwasong-11  بالیستیک توغندي دي.

مسکو او پیونګ یانګ دواړو دا تورونه رد کړي؛ خو تېر کال یې ژمنه کړې وه، چې پوځي اړیکي به پراخوي.

د ۲۰۲۴ ز. کال د جنورۍ پر دوه‌یمه له برید څو ورځې وروسته د خارکوف سیمې څارنوالۍ د توغندیو ټوټې رسنیو ته وښودلې او څـرګنده شوه، چې دا د روسیې له ماډلونو څخه توپیر لري او ممکن دا توغندی د شمالي کوریا لخوا چمتو شوی  وي.

شمالي کوریا له ۲۰۰۶ ز.کال راپدیخوا د بالیستیک توغندیو او اټومي پروګرامونو د پراختیا له کبله د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې ده او له هغه وخت راپدیخوا دغه بندیزونه نور هم سخت شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو درې څارونکیو د روانې میاشتې په پیل کې اوکراین ته د توغندي د پاتې شونو د کتنې لپاره سفر وکړ؛ خو داسې شواهد یې ونه‌موندل، چې دا توغندی دې د روسیې لخوا جوړ شوی وي.

د راپور له مخې؛ دوی په خپلواکه توګه نشي کولی دا معلومه کړي، چې راکټونه له کوم ځای څخه او د چا لخوا توغول شوي.

دغو څارونکیو ویلي، چې د اوکرایني چارواکو له‌خوا د دغه توغندي د توغولو په اړه ورکړ شوي معلومات ښيي، چې دا د روسیې له خاورې توغول شوی دی.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ که دا تږغندی د روسي ځواکونو په واک کې و، نو ښایي دا په ډاګه کړي، چې روسیې ترلاسه کړی او دا د شمالي کوریا پر وړاندې د ۲۰۰۶ کال د وسلو له بندیز څخه ښکاره سرغړونه ده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند تېر کال ویلي وه، چې شمالي کوریا په دې وروستیو کې مسکو ته د اوکراین پر ضد د روسیې په جګړه کې د کارولو لپاره بالیستیک توغندي او لانچرونه ورکړي، چې ځینې یې روسیې پر اوکراین توغولي دي.

د امریکا حکومت په دې باور دی، چې تېر کال د روسیې او شمالي کوریا د مشرانو له غونډې وروسته روسیې ته د شمالي کوریا له‌خوا د بالیستیک توغندیو او توپونو د لېږلو لړۍ پیل شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د کانونو د اوومه توکو پروسس باید په هېواد کې دننه ترسره شي – شهاب الدین دلاور

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د یوې چینايي کمپنۍ له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، چې له هېواده بهر د کانونو د اوومه توکو پروسس او صادرولو ته اجازه ناشونې ده.

دلاور دا خبره د چین له دولتي شرکت ایم سي سي هولودا سره د لیدنې پر مهال کړې. دا په داسې حال کې ده، چې د میس عینک د استخراج قراردادي شرکت هم حضور درلود.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې MCC هولودا په چین کې د مسو، سربو او جستو د استخراج او پروسس یو له سترو شرکتونو څخه دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه شرکت په افغانستان کې د مسو، سربو او جستو په کانونو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.

دلاور د دوى له لیوالتيا هرکلى کړی او څرګندوي؛ په باميانو، کندهار او غور ولايتونو کې د سربو او جیت کانونه شته او که دغه شرکت په افغانستان کې د کانونو د پروسس په برخه کې هوکړه وکړي، وزارت ورته د همکاري ډاډ وړاندې کوي.

دلاور د مس عینک د مسو د پروژې په اړه هم خبرې وکړې او د کار د چټکتیا غوښتنه یې وکړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

تېر کال د ۳۵ میلیون ډالرو پر ارزښت پراختیايي او بشري پروژې ترسره شوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د اسلامي  پرا ختیا بانک اړوند چارواکو په خپل تازه راپو کې څرګنده کړې، چې په تېر میلادي کال کې یې له افغانستان سره د ۳۵ میلیون ډالرو پر ارزښت بېلا بېلي  پراختیايي او بشري پروژې عملي کړې دي.

د اسلامي پراختیايي بانک د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې مرستو ډېره برخه پر بشري مرستو لګېدلې ده.

دوی  زیاتوي، چې دا مرستې له اړو افغانانوسره شوي دي.

د اسلامي پراختیا بانک په راپور کې راغلي؛ دغه مرستې د خوراکي توکو له کمښت سره د مبارزې، د ماشومانو د تغذیې پروګرامونو د برابرولو، روغتیا پالنې، نوښتګرو زده‌کړو، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو په برخو کې شوې دي.

د اقتصاد وزارت  مسوولینو هم  په  تېر میلادي کال کې له افغانستان سره د اسلامي پرا ختیا بانک د مرستو له بهیر هرکلی کړې او د دې بانک له رهبرۍ څخه يې غوښتني، چې په افغانستان کې د بشردوستانه مرستیو ترڅنګ په اقتصادي پروژو کې هم پانګو نه وکړي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وایي: له افغانستان سره د اسلامي پراختیا بانک له لوري مرستې شوي او مونږ يي له همکاریو هرکلی کوو.

نوموړي زیاته کړې زمونږ غوښتنه داده، چې په افغانستان کې دې پر بنسټویزو اقتصادي پروژو پانګونه تر سره کړي، چې په هېواد کې د منظم اقتصادي خوځښټ لپاره زمینه برابره شي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کار پوهان په افغانستان کې د مرستندویه بنسټونو مرستي مهمې بولي او څرګندوي؛ حکومت باید د مرستیندویه بنسټونه د قانع کولو هڅه وکړي، چې په افغانستان کې پر بنسټیزو پروژو اوږد‌مهاله پانګونه تر سره کړي، چې د هېواد اقتصادي حالت له بدلون سره مخ کړي.

د اقتصادي چارو شنونکي نذیر احمد خلیل ویلي: زما له انده بشري مرستي ښې دي او اړتیا ورته شته؛ خو مونږ باید د خپل بشري ناورین د ختمولو لپاره پر بنسټیزو پروژو تمرکز وکړو، چې اقتصادي پراختیا لپاره زمینه سازي وشي.

د اقتصادي چارو یو بل شنونکی شمس احمدزی وایي: زما له نظره د هېواد اوسنیو اقتصادي ستونزو ته پر کتو بشري مرستې ډېرې مهمې دي؛ خو حکومت باید ټول مرسیتندویه بنسټونه د هېواد پر بنسټیزو پروژو پانګونې ته ولسموي، چې د اقتصادي ثبات لپاره زمینه برابره شي.

د اسلامي پراختیا بانک د راپور له مخې؛ اوس‌مهال هم دوی د افغانستان د بشري مرستو د صندوق له لارې د ۱۶ پروژو د پلې کولو بهیر روان دی.

ویل کیږي، چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق اوس د نړیوال مشارکت او ملاتړ څانګې او د اسلامي پراختیایي بانک د منابعو د تحرک ریاست له لوري د انقرې له سیمه‌ییزمرکز سره پر همغږۍ اداره کیږي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!