تازه خبرونه
د کابل پولیسو د قومنداني مرستیال له خبریالانو بښنه وغوښته!
د کابل پولیسو د قومنداني مرستیال نجیب الله سرتېر ساتوونکیو تېره اوونۍ ځینې خبریالان وهلي وه؛ خو د خپل کار په دفتر کې یې له خبریالانو سره د دې چلند له کبله بښنه وغوښته.
تېره اوونۍ د ترکیې پوهنې بنسټ ته د افغان- ترک ښوونځي د چارو د لیږد پر مهال پولیسو له ځینو خبریالانو سره تاوتریخجن عمل تر سره کړ. دا امنیتي مامورین د کابل پولیسو د قومندانۍ د مرستیال ساتوونکي وه.
د کابل پولیسو د قومندانۍ مرستیال نجیب الله سرتېر ویلي؛ دا بد چلند؛ ځکه تر سره شوی، چې په اړوند سیمه کې کوم ترهګریز برید مخنیوی شوی وي او له خبریالانو یې بښنه وغوښته.
ښاغلی سرتېر زیاته کړې؛ له خبریالانو سره د نورو امنیتي مامورینو بد چلند ځکه کیږي، چې هغوي کافي زدکړې نلري.
مخکې کورنیو چارو وزارت ویلي وه، چې د دې پېښې په تړاو یې دوه امنیتي مامورین نیولي او په وینا یې سرتېر ته هم انظباطي سزا په پام کې نیول شوې ده
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې او آلمان استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
دا لیدنه، چې د یکشنبې پر ورځ ترسره شوې په کې دواړو لوریو د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې. د دې خبرو بنسټیز ټکی د هېواد امنیتي، بشري او اقتصادي وضعیت و.
په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې د دفتر مشر محمد سعید عليالعیاش د افغانستان لپاره د آلمان سفارت له چارسمبالي(سرپرست) رولف ډیټر رینهارټ سره ولیدل.
دا لیدنه، چې د یکشنبې پر ورځ ترسره شوې په کې دواړو لوریو د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې. د دې خبرو بنسټیز ټکی د هېواد امنیتي، بشري او اقتصادي وضعیت و.
دغه راز دواړو لوریو د وروستیو سیاسي بدلونونو او هغو پراخو ننګونو په اړه اندونه(نظرونه) تبادله کړل، چې افغانستان ورسره مخ دی او د نړیوالې ټولنې د همکارۍ او تلپاتي ملاتړ پر اړتیاوو یې ټینګار څرګند کړ.
ویل کیږي، چې دواړو خواوو د افغانستان د ثبات د ټینګښت او د بشري وضعیت د ښهکېدا لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د استازولۍ او آلمان ترمنځ د همکاریو او همغږیو پر روان ساتلو ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
جاپان د اقلیمي بدلون لپاره افغانستان ته ۹.۴ میلیون ډالر مرسته ځانګړې کړه
دا تړون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر UNOPS د مشرې کیټي آن وبلي او په افغانستان کې د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې JICAاستازي سوټا ټوساکا لهخوا لاسلیک شوی دی.
د جاپان نړیوالو همکاریو ادارې (JICA) او د ملګرو ملتونو د پروژو خدماتو دفتر (UNOPS) د اقلیمي بدلون له اړوند ننګونو سره د ښه چمتووالي په برخه کې د ۱.۴ میلیارډ جاپاني ین( نږدې ۹.۴ میلیون امریکایي ډالر) پر ارزښت له افغانانو څخه د ملاتړ لپاره د نوې مالي مرستې تړون لاسلیک کړ.
دا تړون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر UNOPS د مشرې کیټي آن وبلي او په افغانستان کې د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې JICAاستازي سوټا ټوساکا لهخوا لاسلیک شوی دی.
یاده پروژه به په کابل ولایت کې عملي شي او موخه یې دا ده، چې د اقلیمي بدلون له کبله رامنځته کېدونکو پېښو پر وړاندې د خلکو وړتیاوې پیاوړې کړي.
د دې پروګرام له لارې به د هغو بنسټونو له جوړولو هم ملاتړ وشي، چې د سېلابونو، وچکالۍ او د اقلیمي بدلون له نورو خطرونو څخه د اوښتو زیانونو کچه راکمولی شي. همداراز به پروژه د پوهاوي لوړولو او د مهارتونو د پیاوړتیا لپاره روزنیزې ناستې هم راونغاړي، چې خلک وکولی شي د بېړنیو حالاتو پر مهال سم او پخپل وخت کړنې ترسره کړي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې وضعیت « د سپټمبر له بریدونو مخکني حالت ته ورته او یا ترې خراب » دی – زرداري
زرداري دغه څرګندونې د یکشنبې پر ورځ په ډاګه کړي او د نړۍ له مشرانو څخه یې د اسلامآباد د شیعیه مسلمانانو پر جومات د برید له کبله له خواخوږیو مننه وکړه.
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري ویلي؛ په سیمه کې د وسلهوالو ډلو شتون د نړیوالې سولې لپاره ګواښ دی او یو ځل بیا یې د اسلامآباد هغه اندېښنې تکرار کړې، چې پر وینا یې په افغانستان کې د «ترهګرو ډلو له فعالیتونو» سره تړاو لري.
زرداري دغه څرګندونې د یکشنبې پر ورځ په ډاګه کړي او د نړۍ له مشرانو څخه یې د اسلامآباد د شیعیه مسلمانانو پر جومات د برید له کبله له خواخوږیو مننه وکړه.
په دې برید کې لسګونه کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان دي.
د داعش وسلهوالې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ زرداري د نړیوال ملاتړ د غوښتنې تر څنګ ویلي؛ پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی او ټینګار کوي، چې هیڅ یو هېواد په یوازې ځان د دې ګواښ پر وړاندې مقابله نشي کولی.
هغه وایي: « پاکستان له اوږده وخت راپدېخوا پدې دریځ ولاړ دی، چې ترهګري د یوه هېواد لهخوا په یوازې ځان له منځه وړل کېدی نشي.»
نوموړي د پاکستان تجربې ټه نغوته( اشاره ) کړې او وایي: هر کله، چې «ترهګرو ډلو ته له ملي پولو هاخوا ځای، آسانتیاوې یا معافیت ورکړ شي؛ نو پایلې یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې بېګناه ولسونه زغمي.»
زرداري ادعا کړې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې وضعیت داسې شرایط رامنځته کړي، چې « له ۹/۱۱ نه مخکې حالت ته ورته یا ترې خراب دي» او وایي: دې وضعیت د سیمې پر امنیتي بدلونونو هم اغېز کړی دی.
اسلامي امارت تل دا ډول تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان خاوره د هیچا پر ضد نه کارول کېږي.
-
لوبی5 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
تازه خبرونه1 day agoد کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیالۍ یوه پلاوي انډونیزیا ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد متحده عربي اماراتو له بندخونو يوشمېر افغان بندیان خوشې شول
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې دې ترهګریز ګواښ په پام کې ونیول شي – چین
-
نړۍ4 days agoد جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي
-
لوبی1 day agoنیوزیلینډ افغانستان ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه23 hours agoتاجکستان د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې پر همکاریو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد امریکا عدلیې وزارت رحمنالله لکڼوال ته د اعدام غوښتنه کوي
