Connect with us

تازه خبرونه

د انسانانو ۱۰۴ قاچاق وړونکي عدلي او قضایي بنسټونو ته ورپېزندل شوي

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هېواد کشفي او امنیتي ادارو تېر کال یو سل و څلور شکمن انساني قاچاق وړونکي عدلي او قضایي بنسټونو ته ور پېژندلي دي.

اوس هم ځینې خلک بهر ته د ښه کار او راتلونکې د جوړولو په هیله په ناقانون ډول ځي؛ ډېر یې په انساني قاچاق وړونکیو باور کوي.

عدلیې وزارت ویلي، په نیول شویو تورنو کې پېنځه اویا تنه د اوږدې، لنډې او منځنۍ دورې پر بند محکوم شوي دي.

 عدلیې وزارت وایي؛ په ټولو کې په دې تړاو یو سل و څلورپنځوس دوسیې لویې څارنوالۍ ته لیږل شوي، چې  یو سلو پېنځه څلویښت یې تر څارنې او څېړنې لاندې راغلي دي او دوسیې یې محکمو ته سپارل شوي.

د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور وایي؛ کورنیو چارو وزارت ۱۲۲ د انسانانو د قاچاق قضیې کشف او ارزولې دي، چې   ۶۳ یې د مهاجرو د قاچاق پر تور نیول شوي؛ عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوي دي.      

نوموړي زیاته کړې، همکارو موسسو له اړوند بنسټونو سره په همغږۍ کې د دې پدیدې یو زر و پنځوس قربانیان په ملاتړیو او حمایوي مرکزونو کې تر ملاتړ لاندې نیولي دي.

ښاغلي عبدالبصیر انور دا هم څرګنده کړې، چې د افغانستان محکمو په ټول هېواد کې ۷۵ کسان د جزایئي کود د احکامو له مخې مجازات کړي، چې ۵۵ هغه یې د مهاجرینو او ۶ نور یې د انسانانو د قاچاق پر تور پر منځني بند محکوم شوي دي.       

دا په داسې حال کې ده، چې ځینې خلک د امنیت د نشتوالي، بېوزلۍ او بې کارۍ له وجې غیرقانوني بهر ته د سفر لپاره ملا تړي او په زیاترو مواردو کې ترې انساني قاچاق وړونکي ناوړه ګټې اخلي.

Advertisement

تازه خبرونه

په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

Published

on

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی، چې نجیبالله عرب نومي یو افغان د اکسفورډ ښار په یوه محکمه کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري جرم منلی دی.

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

عرب د روان کال له پیل څخه راپدېخوا پر څو نورو جرمونو اعتراف کړی و. هغه په ګرو سیمه کې د جنسي تېري پر تور هم اعتراف کړی دی.

هغه د یوې بلې میرمنې پر وړاندې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې تورونه هم منلي دي.

ټاکل شوې، چې محکمه به د عرب پر وړاندې د جون پر نولسمه حکم صادر کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

Published

on

ملي آرشیف په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د نسب‌نامې پر یوې کاپۍ سربېره ۷۴۱ ټوکه کتابونه، ۲۳۲ نسخې او ۳۵۸ فرمانونه ډیجیټل کړي دي.

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

چارواکو څو ځله د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د ساتنې پر اړتیا او ارزښت ټینګار کړی، چې ډېری یې څو پېړۍ پخواني دي او د هېواد بډایه فرهنګي میراث انځوروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!