سیمه ییز خبرونه
د ناټو تړون دفاع وزيران به راتلونكې مياشت په بروكسل كې جرگه شي
د ناټو تړون دفاع وزيران به راتلونكې مياشت په بروكسل كې جرگه شي، څو په افغانستان كې له ۲۰۱۴ كال وروسته د خپل حضور دوام مشخص كړي.
په كابل كې د ناټو قومانداني وايې، د ناټو ځواكونو شمېر، د پوځي ماموريت څرنگوالى او له افغان ځواكونو څخه ملاتړ به په بروكسل كې د ناټو تړون د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو د دې كېدونكې ناستې د بحث عمده مسايل وي.
امريكا ته د ولسمشر حامد كرزي له سفر سره په يوه وخت، چې په كې به له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې د امريكا پر راتلونكې ونډې مهمې خبرې وشي، ناټو وايې:
د دې تړون د غړو هېوادونو دفاع وزيران به په بروكسل كې جرگه شي څو له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې د خپل پوځي شتون دوام مشخص كړي.
تر اوسه له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې د ناټو ځواكونو د پوځي حضور د دوام په باب ځانگړې پرېكړه نه ده شوې.
په كابل كې د ناټو قومانداني دامينك ميډلي وايې:
د ناټو تړون د غړو هېوادونو د دفاع وزيران به په بروكسل كې په دې خبرې وكړي، چې له خپل جگړييز ماموريت وروسته په افغانستان كې په څه شمېر ځواكونه ولري.
نوموړي زياته كړه، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې زمونږ د پوځي حضور پروگرام او طرحه تر لاس لاندې ده. ناټو به د ځواكونو تر ويستلو وروسته په افغانستان كې بل ډول رول ولوبوي. تر شپږو اوونيو به د ناټو تړون د غړو هېوادونو دفاع وزيران په بروكسل كې جرگه شي څو د خپل حضور د دوام په باب خبرې وكړي.
په ژمي كې د پسرلنيو بريدونو لپاره د طالبانو چمتوالى د افغان او بهرنيو ځواكونو پر وړاندې جگړه كې يو تكتيك دى، خو د آيساف ځواكونه وياند كوينترگيتس وايې:
په افغانستان كې به پر طالبانو فشار دوام ولري څو د افغان او بهرنيو سرتېرو د ۴۵۰ زره كسيز ځواك پر وړاندې د مقابلې وس پېدا نه كړي.
همدارنگه نوموړى زياتوي، په ژمې كې به چې اورپكي بيا يو ځاى كېږي او د هغوي په وينا په پسرلي كې د جگړې لپاره په تمه وي، غواړم يوه مسئله روښانه كړم، چې آيساف او افغان ځواكونه به هېڅ ډول عملياتي وقفه ونه كړي. د ژمي په مياشتو كې به پر طالبانو فشارونه دوام ولري.
د ناټو قومانداني په داسې حال كې د پوځي حضور پر دوام خبرې كوي، چې د افغان ځواكونو له منځه پر بهرنيو سرتېرو د بريدونو پېښې د اندېښنې وړ مسئله ده، خو ناټو او آيساف وايې:
دا ډول بريدونه به د دوى پر مامورېت هېڅ ډول اغېز ونه كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د سې شنبې په شپه په هلمند كې د ملي اردو يوه سرتېري په بريتانوي سرتېرو ډزې وكړې، په پېښه كې يو سرتېرى ووژل شو او شپږ نور ټپيان شول.
د ۲۰۱۲ كال له پېل څخه تر اوسه په دا ډول بريدونو كې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېر ۶۱ تنو ته ورسېد.
سیمه ییز خبرونه
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم ( ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.
د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاستلیکې هم ولري.
د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.
د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.
سیمه ییز خبرونه
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
د عراق پارلمان د شنبې پر ورځ د دیني ارزښتونو د ساتلو لپاره یو داسې قانون تصویب کړ، چې د همجنسبازانو اړیکې په کې جرم یاد شوی، چې سرغړوونکیي به یې پر ۱۵ کلونو بند محکوم شي.
رویټرز خبري آژانس د دې قانون د یوې کاپي له مخې راپور ورکړی، چې د دې قانون موخه د همجنسپالنې د اخلاقي ضعف پر وړاندې د عراقي ټولنې ژغورنه ده.
له دې پرېکړې څخه په ټولیزه توګه شیعه مسلمانو ګوندونو ملاتړ کړی، چې د عراق په پارلمان کې ترټولو لوی ائتلاف دی.
له زنا او همجنسبازۍ سره د مبارزې قانون همجنسبازي جرم اعهلانوي او ورته له ۱۰ کلونو څخه تر ۱۵ کلونو پورې د بند موده ټاکل شوې ده؛ خو د هغو لپاره، چې همجنسبازي یا فحشا ته وده ورکوي پر لږ تر لږه اووه کاله بند به محکومیږي.
دغه راز هغو کسانو ته، چې خپل بیولوژیکي جنسیت بدلوي یا قصداً ښځینه جامې اغوندي له یو څخه تر درې کلونو بند په نظر کې نیول شوی دی.
په پیل کې د همجنسبازانو لپاره د مرګ سزا د پام وړ وه؛ خو د امریکا او اروپايي هېوادونو له سخت مخالفت وروسته ورته د بند سزا په پام کې ونیول شوه.
په عراق کې تر شنبه ورځې پورې په ښکاره ډول همجنسبازي جرم نهو. که څه هم د جزا په کوډ کې نرم تعریف شوي قوانین د جنسي اړیکو د جزا لپاره کارېدل؛ خو د ټولنې غړي به د وسلهوالو ډلو او اشخاصو لخوا وژل کېدل.
رویټرز د بشري حقونو په څار ټولنه کې د همجنسبازانو د پروګرام د مدیر مرستیال راشا یونس د څرګندونو له مخې څرګنده کړې: د عراق د پارلمان لخوا د همجنسبازانو ضد قانون تصويب د عراق د همجنسبازانو له حقونو سرغړونه او پر بشري حقونو یو جدي ګوزار دی.
عراقي چارواکي، چې د بشري حقونو څارنه کوي؛ تر دې دمه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
د یو لړ څرګندونو له مخې؛ له ۶۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې د همجنسپالانو جنسي اړیکې جرم ګڼل کیږي. په داسې حال کې، چې د همجنسبازانو جنسي اړیکې په ۱۳۰ هېوادونو کې قانوني دي.
سیمه ییز خبرونه
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ ترکیې د چارشنبې پر ورځ امریکا تورنه کړې، چې د بشري حقونو په اړه دوه ګونی سیاست پالي او وایي، چې واشنګټن د بشري حقونو کلنی راپور په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غندلو کې پاتې راغلی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا دې کلني راپور په غزه کې روان غیر انساني بریدونه په سمه توګه راځلولي ندي. دا راپور پر سیاسي انګیزو له بې طرفۍ او معقولیت څخه لرې چمتو شوی دی.
ترکیې له واشنګټن وغوښتل، چې د بشري حقونو په اړه دوه ګونی سیاست ودروي.
دغه راز په دې راپور کې د سوریې له کردي ملیشې سره د امریکا اړیکو ته هم ګوته نیول شوې، چې انقره یې یوه ترهګر ډله ګڼي.
په غزه کې د روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اسرائیلي ځواکونو له ۳۴ زره ډېر فلسطینیان وژلي، چې ډېر یې ملکيان او ماشومان دي. دا سیمه پر کنډواله بدله شوې او د خوراکي توکو سخت کمښت د قحطۍ وېره راپارولې ده.
اسرائیلو د اکټوبر پر اوومه د حماس د وسلهوالې ډلې د هغه برید په ځواب کې خپل هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړل، چې د اسرائیلي ځواکونو د څرګندونو له مخې په کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول.
ترکیې په غزه کې د جګړې له کبله اسرائیل غندلی او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.
ترکیې پر لویديځو هېوادونو هم نيوکه کړې، چې له اسرائيلو يې بشپړ ملاتړ کړی دی.
-
نړۍ5 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه1 day ago
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
-
لوبی5 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی2 days ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي