تازه خبرونه
امریکا پر افغان حکومت او طالبانو ټینګار کوي څو بندیان خوشې کړي
امریکا پر طالبانو او افغان حکومت ټینګار کوي څو ژرترژره د بندیانو د خوشې کولو اړوند خپلو دریځونو کې توپیر راوړي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې په افغانستان کې پر طالبانو او حکومت دواړو غږ کوي څو د بندیانو د خلاصولو لپاره خپلو دریځونو کې بدلون راوړي. مایک پومپیو د افغان حکومت هغه دریځ ته اشاره کوي چې لنډ وخت کې یې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصون له پرېکړې سره مخالفت کړی دې. دې وایي: “اوس د خبرو اترو لپاره لار هواره شوې. افغانان باید دا فرصت له لاسه ورنکړي.”
واشنګټن بوخت دي څو افغان حکومت د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خلاصولو ته اړ کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، واشنګټن خپل فشار ته دوام ورکوي، څو په دریځونو کې نرمښت راولي، او د بندیانو خلاصولو لپاره عملي خبري پیل کړي.
همداراز مایک پومپیو ویلي: “موږ یعنی متحده ایالاتو، افغانانو ته لار پرانیستې، څو د خبرو میز ته حاضر شي، او د خپل هېواد د راتلوونکې په تړاو پرېکړه وکړي. مونږ تاسو سره یوو او مرسته به وکړو. دا فرصت له لاسه مه ورکوې.”
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته، امریکایي ځواکونه به په ۱۳۵ ورځو کې ۸۶۰۰ ته را ټیټیږي، او د ۹ میاشتو په اوږدو کې، که طالبان په خپلو ژمنو عمل وکړ، ټول امریکایي ځواکونه به له افغانستان څخه ووځي.
ډونالد ټرمپ، د امریکا ولسمشر، وایي: “د ټول افغانستان پر وړاندې ستره پوښتنه ده، مونږ له هر چا سره ډېر ښه مخته ولاړو، مونږ باید خپل خلک بېرته خپل کور ته راستانه کړو، مونږ باید هغه ځای پرېږدو، نه غواړو د شلو یا سلو نورو کلونو لپاره هلته ووسوو، خپل ځواکونه را ستنوو.”
اوس چې له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک شوې، طالب جنګیالیو پر افغان ځواکونو بریدونه له سره پیل کړي، کوم بریدونه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نیوکه یې را پارولې ده.
مایک پمپیو، د امریکې د بهرنیو چارو وزیر، ویلي: “د افغانستان په ځینو برخو، د تېرو څو ورځو په اوږدو کې د تاوتریخوالي زیاتیدل منلو وړ نه دي، له شک پرته تاوتریخوالی باید ژرترژره سولې ته د لاس رسي په موخه کم شي، پوهیږم چې د سولې خوا پرته لار ستونزمنه ده.”
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې ولسمشر غني ویلي چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصولو لپاره ژمنه نشي کولې، او په خبره یې، امریکا واک نه لري چې دا بندیان خوشې کړي. د ملي امنیت پخواني مشر، رحمت الله نبیل، هم ویلي دا به لویه تېروتنه وي چې پنځه زره طالب بندیان د پوره اوربند په نه شتون او پاکستان کې د ترهګرو د پټنځایونو په شتون کې له بند څخه خوشې کړای شي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
نړۍ5 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی5 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
تحول5 days agoتحول: پر افغانستان د منځني ختیځ د جګړې اغېزې

