تازه خبرونه
د اوبو د تنظیم ملي ادارې د ۲۶ پروژو تړونونه لاسلیک کړل
د اوبو د تنظیم ادارې له رامنځته کیدو را پدیخوا د لومړي ځل لپاره له یو شمېر خصوصي شرکتونو سره د هېواد په ۹ ولایتونو کې د ۲۶ کوچنیو بندونو تړونونه لاسلیک شول.
د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي ادارې مسوولینو ويلي؛ د هېواد په کچه د ځمکې لاندې اوبو کچه په ټیټېدو ده او دغه اداره به هڅه وکړي، چې خلکو ته د اوبو رسونې بهیر پراخه کړي.
د دې ادارې مسولینو په ډاګه کړې؛ په هېواد کې د اوبو مدیریت چارې له کاري لومړیتوبونو څخه دي او په نږدې راتلونکې کې به د یو شمېر نورو کوچنیو بندونو د جوړولو تړونونه هم لاسلیک شي.
د اوبو د تنظیم د ملي ادارې رییس خان محمد تکل وايي: مونږ به د اوبو د تنظیم په برخه کې تازه پروګرامونه پلي کړو او ټول هغه شرکتونه، چې دغه پروژې پلي کوي باید د قرار دادونو له مخې تر سره شي.
د ملي شورا یو شمېر غړيو ويلي، افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د اوبو د مدیریت په برخه کې باید له جديت څخه کار واخستل شي.
د ولسي جرګې غړې هما احمدي وایي: مونږ یو کرنیز هېواد یو؛ د اوبو مدیریت مو اړتیا ده باید ورته پوره پاملرنه وشي، چې کرنه ورسره وده او پراختیا وکړي.
د قراردادي شرکتونو مسوولینو ويلي، چې د کوچنیو بندونو د تنظیم په برخه کې به خپلي چارې د قراردادونو له مخې تر سره کړي.
د قراردادي شرکتونو استازي شفیق الله لودین ویلي، چې مونږ د همدې هېواد خلک یو کارونه به مو د قرار دادونو پر بنسټ تر سره شي.
د اقتصادي چارو کارپوهانو په ډاګه کړې، چې د کرنې او مالدارۍ په پراختیا کې د اوبو مدیریت خورا اړین دی او د اوبو د تنظیم اداره باید ورته پوره پاملرنه وکړي.
خبریال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
په ننګرهار کې یو شمېر کروندګرو ته د زیتونو کښت هیلهبښونکی بدیل دی
د فرانسې خبري آژانس په یوه راپور کې لیکلي، چې د ننګرهار یو شمېر بزګرانو د زیتونو د ونو د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومت له کبله د دې محصول کښت ته مخه کړې ده.
د افغانستان په ختیځ کې د زیتونو کښت، چې لږ اوبو ته اړتیا لري؛ د بزګرانو لپاره د یوه نوي او هیلهبښونکي بدیل په توګه مطرح شوی او کولی شي د کلیوالو کورنیو د عاید په زیاتوالي او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
د فرانسې خبري آژانس په یوه راپور کې لیکلي، چې د ننګرهار یو شمېر بزګرانو د زیتونو د ونو د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومت له کبله د دې محصول کښت ته مخه کړې ده.
د ننګرهار د سیدان عربي کلي یوه بزګر عبدالله اورځلا شاوخوا ۱۵ کاله مخکې د خپلې کورنۍ پر ځمکه د زیتونو لومړنی بڼ جوړ کړ او اوس یې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې زرګونه نورې ونې هم کېنولې دي.
نوموړي ويلي، د اوبو محدودو سرچینو ته پام او له اقلیمي بدلونونو سره د کرنې د عیارولو اړتیا هغه مهم لاملونه ول، چې د زیتونو پر کښت یې پانګونې ته وهڅاوه.
د کارپوهانو د څرګندونو له مخې، د زیتونو ونې د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومت ترڅنګ د خاورې د کیفیت په ښه کولو او د ځمکې د تخریب او له منځه تلو په مخنیوي کې هم مرسته کوي.
د کاري فرصتونو رامنځته کول او د عاید زیاتوالی
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، د سیدان عربي کلي شاوخوا ۵۰۰ اوسېدونکي د زیتونو د حاصلاتو ټولولو پر مهال دا مېوه د لاس پر ګوتو راټولوي او د تېلو جوړولو لپاره یې د تېلو ایستلو یوې ازمایښتي دستګاه ته لېږدوي.
د دې کارخونې د تولید مسوول صدیقالله افغان ويلي، زیتون له راټولولو سره سم د سوړ فشار له لارې تېل ترې ایستل کیږي، چې د محصول کیفیت وساتل شي.
د زیتونو تولید شوي تېل د کابل په پلورنځیو کې، چې عضوي محصولات پلوري؛ په هر کیلوګرام کې تر ۱۷ ډالرو پلورل کیږي.
د اورځلا کرنیزو فعالیتونو د ننګرهار په دوه سیمو کې د ۱۶ دایمي کاري فرصتونو د رامنځته کېدا زمینه هم برابره کړې ده.
په افغانستان کې د زیتونو د تولید زیاتوالی
په افغانستان کې د زیتونو د کښت صنعت له ۱۹۶۰ کال څخه پیل شوی او ننګرهار د دې محصول له مهمو تولیدوونکو ولایتونو څخه ګڼل کیږي؛ خو د تېرو څو لسیزو جګړو د هېواد د زیتونو د کښت نږدې نیمايي سیمې له منځه وړې دي.
په وروستیو کلونو کې د زیتونو د کښت او تولید صنعت د بیارغونې او پراختیا بهیر پیل شوی دی. په ۲۰۱۹ز.کال کې د زیتونو د پروسس دولتي کارخونې ته نوي وسایل برابر شول، چې ورسره یې د تولید کچه هم لوړه شوې ده.
د دې دولتي شرکت رییس اکبرمحمد هاشمي ويلي، یادې کارخونې تېر کال شاوخوا ۱۳۵ زره لیټره د زیتونو تېل تولید کړي او اټکل کیږي، چې سږ کال به یې د تولید کچه له ۱۴۳ زره څخه تر ۱۶۵ زره لیټرو پورې ورسیږي.
د دې کارخونې ټول تولیدات د افغانستان په کورني بازار کې پلورل کیږي؛ خو مسوولان هیله لري، چې په راتلونکي کې به د افغانستان د زیتونو د محصولاتو نړیوالو بازارونو ته د لېږد زمینه هم برابره شي.
دغه راز د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په افغانستان کې د زیتونو د ۳۸۱ هکټاره بڼونو له جوړولو ملاتړ کړی او دا محصول یې د کلیوالو کورنیو لپاره د دوامدار عاید یوه سرچینه ګڼلې ده.
د زیتونو د کښت له پراختیا سره -سره بانکي محدودیتونه او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي ستونزې اوس هم د دې محصول د صادراتو پر وړاندې یوه ننګونه ده.
ویل کیږي، چې د افغانستان په ختیځ کې د ډېرو بزګرانو لپاره د زیتونو ونې یوازې یو کرنیز محصول نهدی، بلکې د کارموندنې، عاید زیاتولو او د مخ پر زیاتېدا وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې یوه هیله هم ده.
تازه خبرونه
افغانستان او ازبکستان د مالدارۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه
د ازبکستان دولتي خبري آژانس« ازا» راپور ورکړی، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني پر مشرۍ پلاوي ازبکستان ته د سفر پر مهال د دې هېواد د مالدارۍ او څړځایونو د پراختیا ادارې له چارواکو سره بحث او خبرې کړې دي.
افغانستان او ازبکستان د مالدارۍ، د څارویو د نسل اصلاح او د تخنیکي پوهې د لېږد په برخو کې د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې ده.
د ازبکستان دولتي خبري آژانس« ازا» راپور ورکړی، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني پر مشرۍ پلاوي ازبکستان ته د سفر پر مهال د دې هېواد د مالدارۍ او څړځایونو د پراختیا ادارې له چارواکو سره بحث او خبرې کړې دي.
د راپور له مخې، دواړو لوریو د مالدارۍ په برخه کې د ازبکستان له تجربو د ګټې اخیستنې، د څارویو د نسل اصلاح، د پرمختللیو ټکنالوژیو د معرفي کولو او د اصلاح شویو څارویو د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.
دغه راز ازبکستان د ایران له لارې افغانستان ته د اصلاح شویو څارویو د ټرانزیټ د جواز ورکولو وړاندیز کړی، چې له مخې یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د څارویو د سوداګرۍ د پراختیا زمینه برابرېدی شي.
په دې لیدنه کې هوکړه شوې، چې افغان څانګوالو(متخصصینو) ته به د غواوو د نسل اصلاح او مصنوعي القاح په برخو کې پرمختللي روزنیز پروګرامونه او عملي ورکشاپونه وړیا جوړېږي.
افغانستان ته د اصلاح شویو څارویو برابرول، د لوړ جنیټیک ظرفیت لرونکو هګیو لېږد، د مالدارۍ د محصولاتو او څارویو د صادراتو او وارداتو پراختیا او د تجربو شریکول هم د خبرو له نورو موضوعاتو څخه ول.
د ازبکستان د راپور له مخې، دغه خبرې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا او د ګډو پروګرامونو د پلي کولو پر موخه شوې دي.
تازه خبرونه
د ټولیز امنیت تړون غړي هېوادونه د افغانستان امنیتي وضعیت تر څار لاندې نیولی – پوتین
د چارشنبې پر ورځ په کرملین کې د پوتین تر مشرۍ لاندې د ټولیز امنیت تړون ټولنې د ډلهییز امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې وروستي بدلونونه د دې ټولنې د غړیو هېوادونو پام هم رااړولی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ويلي، د ټولیز امنیت تړون ټولنې غړي هېوادونه د خپلو بهرنیو پولو د امنیت د پیاوړتیا پر موخه د افغانستان امنیتي وضعیت له نږدې څاري.
د چارشنبې پر ورځ په کرملین کې د پوتین تر مشرۍ لاندې د ټولیز امنیت تړون ټولنې د ډلهییز امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې وروستي بدلونونه د دې ټولنې د غړیو هېوادونو پام هم رااړولی دی.
د روسیې دولتي خبري آژانس ریانووستي د راپور له مخې؛ د ټولیز امنیت تړون ټولنې عمومي منشي هم له دې مخکې ویلي وه، چې له پولې هاخوا ګواښونو سره مبارزه او د تاجکستان او افغانستان د پولې د امنیت د پیاوړتیا د پروګرام پلي کول د سیمې د امنیت لپاره د دې ټولنې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
دغه راز ټاکل شوې، چې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک نن پنجشنبه( د نومبر دولسمه) د یوه لوړپوړي اقتصادي پلاوي پر مشرۍ کابل ته راشي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي، د دې سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا، د پانګونې د فرصتونو ارزونه او د ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې دي.
د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، د روسیې یو شمېر پانګوال او د خصوصي سکټور استازي به هم په دې پلاوي کې برخه ولري.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۵۱ میلیون ډالرو سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
-
تازه خبرونه3 days agoپه تېرو پنځه کلونو کې ۲۰ قوانین او لسګونه تقنیني سندونه خپاره شوي- عدلیې وزارت
-
تازه خبرونه4 days agoآلمان له اسلامي امارت سره د بشري او تخنیکي مرستو پر تعامل ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days agoد امریکا لومړني منتخب مسلمان سناتور له پاکستان سره پر مرستو د بیاکتنې غوښتنه وکړه
-
سوداگري3 days agoد بهرنۍ پانګونې د جذب پالیسي تائید شوه
-
تازه خبرونه3 days agoګوترش اقلیمي بدلونونه د بشریت د بقا لپاره جدي ګواښ وباله
-
تازه خبرونه1 day agoپه کابل بالاحصار کې د لرغونو ماڼیو او بودایي عبادتځایونو پاتې شوني وموندل شول
-
لوبی5 days agoد اتلانو لیګ په سیالیو کې طوفان هرات، آرمان افسي ته ماتې ورکړه

