تازه خبرونه
طالب زندانیانو حکومت ته له لیکلي ضمانت ورکولو ډډه وکړه
طالب زندانیان حکومت ته دا ضمانت نه ورکوي، چې له خوشې کیدو وروسته به د جګړې کرښو ته نه ستنیږي.
د ملي امنیت شورا ويلي تر هغې، چې طالب زندانیان د جګړې کرښو ته د نه ستنیدو په اړه لیکلي ضمانتونه ورنکړي، یو زندانې به هم خوشې نکړي.
د ملي امنیت شورا ټينګار کړی، چې له لیکل شوې ژمنې پرته به هیڅ طالب زنداني خوشې نکړي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل څرګنده کړې، چې د افغانستان دولت د سولې هڅو ته د لوري ورکولو په موخه یو میکانیزم جوړ کړی او د بندیانو پر خوشې کیدو راڅرخي او مونږ غواړو هغه کسان، چې د سولې تر سرلیک لاندې آزادیږي؛ باید بیا جګړې ته ورونګرزي.
طالب چارواکي بیا ټینګار کوي؛ له امریکا سره د شوې هوکړې له مخې باید پېنځه زره طالب زندانیان په یوه وار له زندانه خوشې شي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره شي.
د طالبانو د څرګندونو له مخې؛ حکومت غواړي په ۴ میاشتو کې پېنځه زره طالب زندانیان خوشې کړي، چې دا له شوې هوکړې څخه ښکاره سرغړونه ده.
د طالبانو د واکمنۍ لوی څارنوال جلال الدین شینواري په ډاګه کړې، چې حکومت د طالب زندانیاو د خوشې کولو لپاره څلور میاشتنی پروګرام لري. حکومت غواړي دغه بهیر وننګوي او زیانمن یې کړي.
اسلام آباد هم له طالبانو او امریکایانو غواړي، چې تر سره شوې هوکړې ته درناوی وکړي او د افغانستان خلک د خبرو له لارې پخپلو غوښتنو برلاسي شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي وایي: زه فکر کوم، چې طالبان هوښیار دي. هغو د دې ترڅنګ، چې ښه جنګیالي دي؛ غوره مذاکره کوونکي هم دي. ان مخکې له دې، چې خبرې پیل شي؛ پر واقعیتونه وپوهیدل. دوی همدا اوس د افغانستان ۴۵ په سلو کې خاوره تر خپلې څارنې لاندې لري او دا یو واقعیت دی او تاسې باید واقعیتونه ومنئ.
په کابل ښار کې یو شمېر مدني هڅاندو د طالبانو له خوشې کیدو سره په داسې حال کې خپل مخالفت اعلام کړ، چې ورسره د سولې ټولې خبرې تړلې دي.
د ملي پیوستون ګوند یا حزب همبستگی ملي ویاندې سیلۍ غفار څرګنده کړې؛ طالبان په افغانستان کې د دیمو کراسۍ د تېرو دوه لسیزو وژونکي دي، چې د میلیونونو افغانانو وینې یې بیولي دي. د دغو کسانو خوشې کول به د شهیدانو پر وینو ملنډې وي.
ټاکل شوې وه، چې د شنبې پر ورځ د کب پر ۲۴ حکومت ۱۰۰ طالب زندایان د خپل مهالوېش له مخې خوشې کړي. ولسمشر غني تېره اوونۍ د ۱۵۰۰ بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړ او په ډاګه یې کړه، چې ۳۵۰۰ نور به له خپمنځي خبرو وروسته خوشې شي؛ خو طالبانو دغه مهالوېش رد کړ او له امریکایانو سره د هوکړې له مخې یې د ۵۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو غوښتنه بیا وکړه.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه5 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې
-
نړۍ5 days agoد امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان هوایي بریدونه به بېځوابه پاتې نهشي – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
-
لوبی4 days agoافغان لوبڅار د سوکوهنې په نړیواله ننداره کې د ګډون لپاره چین ته تللی
-
تازه خبرونه3 days agoپه واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد امریکا د نویو بندیزونو له کبله ایراني هوايي شرکتونو ځینې الوتنې لغوه کړې
-
نړۍ4 days agoیا له ایران سره هوکړه کوو یا به اسلامي جمهوریت« له منځه وړو» – ټرمپ


