Connect with us

سیمه ییز خبرونه

روسيه به د ۲۰۱۲ع کال تر پایه ۲۱( مى- ۱۷ ډوله) چورلكې افغانستان ته وسپاري

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

روسيه وايي:

په پام کې ده، چې د روان عيسوي كال ترپايه افغانستان ته د ۲۱(مى- ۱۷ډوله)  چورلكو(څرخكيو) د وركولو لړۍ پيل او د ۲۰۱۲ ع کال ترپایه به ټولې هغه هليكوپتر افغانستان ته وركړي، چې روسيې يې له امريكا سره ژمنه كړې ده.

روسي چارواكو ويلي، چې:

دا د هغه تړون له مخې افغانستان ته وركول كيږي، چې روسيې له امريكايي چارواكو سره لاسليك كړى و.

د روسیې د فډرالي خدماتو د ادارې رييس ویچیسلاو ژېرکالي، چې د دې هېواد د تخنیکي و پوځي همکاريو چارې تنظیموي وايي:

دا چورلكې له روسیې سره د امریکا د دفاع وزارت د توافق پربنسټ افغانستان ته ورکول کېږي.

په دې اړه هوكړه د روان کال په مى میاشت کې شوې وه.

ژېرکالي وویل:

په جولای کې یوه امریکايي پلاوي په کازان کې د دې چورلكو د تولید له فابریکې څخه ليدنه  وکړه؛ دا فابریکه يې په دقت وکتله او د فابریکې د چارو له نظم او کیفیت څخه هك پك شول.

د روسیې د فډرالي خدماتو د ادارې رييس ويلي، چې:

دوی په دې اړه له امریکايي چارواکو سره منظمې اړيكې لري او یوه گډه کاري ډله یې هم جوړه کړې ، چې د توافق پرعملي کولو څارنه وکړي.

د فډرالي خدماتو د ادارې رييس ویچیسلاوژېرکالي ژمنه كړې، چې:

په توافق کې یوازې افغانستان ته د یادو شویو چورلكو استول نه، بلکې په هغو کې د بدليدو وړ تجهیزاتو د برابرولو او ترمیم شرط هم شامل دی.

د دې هوكړې له مخې  افغانستان ته د دې روسي هیلیکوپټرو د دوهمې جوپې ورکول او د هغو د ترمیم لپاره د شرایطو برابرول هم په پام کې نیول شوي دي.

د دې چورلكوو د صادروونكي شركت چارواكو ويلي، چې افغانستان ته د دې چورلكو د استولو کار به بشپړ شي او په دې برخه کې د امریکا او روسیې ترمنځ د نورو همکاریو امکانات هم شته.

Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

سیمه ییز خبرونه

د چین په شمال کې د چاودنې له کبله اته کسان ووژل شول

چاودنه شنبه سهار وختي د شانشي ولایت په شوویانګ سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړ، چې د هېواد په شمال کې د بیوټکنالوژۍ په یوه کوچنۍ شرکت کې د چاودنې له کبله اته کسان ووژل شول.

چاودنه شنبه سهار وختي د شانشي ولایت په شوویانګ سیمه کې رامنځته شوې ده.

د شینهوا خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د جیاپینګ بیوټکنالوژۍ شرکت قانوني استازی نیول شوی او د پېښې په اړه د څېړنې ډله ټاکل شوې ده.

د شینهوا د څرګندونو له مخې؛ شرکت په یوه غرنۍ سیمه کې پروت دی او د پطښې له سیمې څخه تیاره ژیړ لوګی پورته کېده.

د چاودنې علت تر دې دمه روښانه شوی ندی.

جیاپینګ بیوټکنالوژۍ شرکت، چې د ۲۰۲۵ کال په جون کې جوړ شوی؛ د څارویو د خوړو، د ډبرو سکرو محصولاتو او ساختماني موادو په اړه څېړنې ترسره کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د هند او افغانستان استازیو په بشکیک کې پر هراړخیزو همکاریو خبرې وکړې

په بشکیک کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پراختیا ترڅنګ؛ د ویزو پر آسانتیاوو، روغتیا، سیاحت، پانګونې او بشري همکاریو بحث او خبرې شوې دي.

Published

on

په بشکیک کې د افغانستان سفارت چارسمبالي عبدالشکور حقاني او په دې هېواد کې د هند جمهوریت سفیر بیرېندر سنگهـ د دواړو هېوادونو پر همکاریو خبرې کړې دي.

په بشکیک کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پراختیا ترڅنګ؛ د ویزو پر آسانتیاوو، روغتیا، سیاحت، پانګونې او بشري همکاریو بحث او خبرې شوې دي.

 ویل کیږي، چې دواړو لوریو تر منځ د متقابل باور د پیاوړتیا او ګډو همکاریو د پراخېدا پر اهمیت هم ټینګار وشو.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په بلوچستان کې له خونړیو نښتو وروسته د پاکستان پوځ خپل هوایي بریدونه بریالي وګڼل

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ د وروستي تاوتریخوالي له کبله د ځاني زیانونو شمېر ۵۸ کسانو ته لوړ شوی دی.

Published

on

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي، چې د دې هېواد هوایي ځواکونو له درې ورځنیو سختو نښتو وروسته د چورلکو او څارګرو الوتکو پر کارولو د بلوچستان ایالت یو له لاسه وتلی صحرايي ښار نوشکی د «بلوڅ آزادي‌بښونکي پوځ» له جنګیالیو بېرته ترلاسه کړ.

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ د وروستي تاوتریخوالي له کبله د ځاني زیانونو شمېر ۵۸ کسانو ته لوړ شوی دی.

دغه نښتې د شنبې پر ورځ( د سلواغې یوولسمه) د «بلوڅ آزادي‌بښونکي پوځ» جنګیالیو د همغږو بریدونو له څپې وروسته پیل شوې، چې په کې د پاکستان د تر ټولو لوی ایالت پراخې سیمې له اخ او ټوخه وغورځول شوې.

امنیتي چارواکو ویلي، چې د نښتو پر مهال ۱۹۷ جنګیالي وژل شوي دي.

جنګیالیو د خپلو دغو تر ټولو پراخو عملیاتو پر مهال د بلوڅستان په بېلابېلو سیمو کې بریدونه پیل کړل، چې له کبله یې له ۲۲ ډېر امنیتي سرتېري او ۳۶ ملکي وګړي ووژل شول.

د بلوڅستان په نوشکي ښار کې بلوڅو جنګیالیو د درې ورځو لپاره د پولیسو یوه حوزه او څو امنیتي مرکزونه تر هغې وساتل، چې د پوځیانو د هوایي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې یو ځل بیا دا ښار بېرته ونیول شو.

بلوچستان، چې یو بېوزله؛ خو له طبیعي زېرمو بډای ایالت دی، له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري او له کلونو راپدېخوا د بلوڅ جنګیالیو د پاڅونونو شاهد دی.

ویل کیږي، چې د دې ایالت په نورو سیمو کې د جنګیالیو پر ضد عملیات اوس هم روان دي او یو شمېر خلک جبري کډوالۍ ته اړ شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!