تازه خبرونه
په هېواد کې د کرونا ویروس ځاني زیان له ۱۰۰ پورته شو
د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ له وروستیو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په کابل، هرات، بلخ، تخار او پروان ولایتونو کې نهه ناروغان مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې، چې په افغانستان کې تر دې دمه له کرونا ویروسه ټول ۱۰۴ کسان او له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا ۹ مړه شوي، چې پېنځه یې په هرات، یو په کابل، یو په بلخ، یو په تخار او یو په پروان ولایتونو کې دي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح ویلي؛ له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا په ۱۵ ولایتونو کې پر کرونا ۱۶۸ کسان اخته شوي، چې له دې سره پدې ویروس د ټولو اخته کسانو شمېر ۳۳۹۲ کسانو ته رسیدلی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې له ۱۶۸ مشبتو پېښو څخه ۶۸ په کابل، ۳۲ په هرات، ۱۴ په کندهار، ۱۱ په ننګرهار، ۹ په لغمان، ۹ په فاریاب، ۸ په لوګر، ۴ په بلخ، ۴ په پکتیا، ۴ په بغلان، ۲ په کونړ او په نورستان، سرپل، سمنگان او هلمند ولایتونو کې یوه – یوه پېښه ثبت شوې ده.
دا راز په وروستیو ۲۴ ګړیو کې پر کرونا اخته ۳۷ ناروغان ښه شوي، چې ۱۴ یې په هرات کې، ۸ یې په کابل کې، پېنځه یې په لغمان کې، ۴ یې په بلخ، ۳ په ننګرهار، ۲ په نیمروز او یو یې په هلمند کې له روغتونونو څخه روغ رمټ کورونو تهستانه شوی دي. په دې ترتیب د ټولو رغیدلو کسانو شمېر څلور سوه اته پنځوس کسانو ته رسیدلی دی.
International Sports
مسي د نړیوال جام په ګولوهنه کې ریکارډ جوړ کړ؛ ارجنټاین حذفي پړاو ته ولاړ
د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.
لیونل مسي د دوشنبې پر ورځ د اتریش پر وړاندې د ارجنټاین په ۲–۰ بریا کې دوه ګولونه ووهل او د نړیوال جام د تاریخ د تر ټولو ډېرو ګولونو ریکارډ یې جوړ کړ.
د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.
مسي، چې څو ورځې وروسته ۳۹ کلن کېږي. نوموړي سره له دې، چې د لوبې په پیل کې یې یوه پنالټي ضایع کړه؛ خو په مهمو شېبو کې یې ښه لوبه وکړه. د هغه کړنې ارجنټاین ته دا زمینه برابره کړه، چې د نړیوال جام په سیالیو کې خپل قوي پیل وساتي او د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو ته ووځي.
مسي اته ځله د طلایيتوپ ګټونکی پاتې شوی، په نړیوال جام کې یې په پرلهپسې شپږو لوبو کې ګولونه وهلي او د دې پړاو د پېنځه ګولونو له لرلو سره د طلایيتوپ د سیالۍ په مخکښو لوبغاړو کې دی.
د افغانستان فوټبال مینهوال کولی شي د نړیوال جام سیالۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون له لارې وګوري.
تازه خبرونه
افغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د ګردي مېز د ملګرو ملتونو او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه کړې ده.
د قطر سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د یوناما چارسمبالې جورجټ ګانیون، د یوناما د سیاسي چارو مشر سکاټ سمیت، د بهرنیو چارو وزارت دوهیم سیاسي رییس ذاکر جلالي او د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
-
تازه خبرونه5 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري5 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
تازه خبرونه2 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه6 hours agoافغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
-
تازه خبرونه2 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
-
څار3 days agoڅار: د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې
