تازه خبرونه
طالبان د افغانستان په کلیو کې د نجونو ښوونځیو ته اجازه ورکوي
د طالب جنګیالیو ډېرې خويندې او لوڼې په دې وروستیو کې ښوونځیو ته ځي، چې د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ د دوی په پالیسیو کې د حیرانتیا وړ بدلون ښيي.
د فارن پالیسۍ لخوا د خپوره شوي تحلیلي راپور چاڼیزې برخې په لاندې توګه وړاندې کیږي:
د طالبانو تر څارنې لاندې د خوست ولایت د لیرې پرتې سیمې بریخېل خلکو ويلي؛ طالبانو نجونو ته اجازه ورکړې، چې ښوونځیو ته لاړې شي.
د ځایی خلکو د څرکندونو له مخې؛ طالبانو دوی ته ډاډ ورکړی، چې د نجونو له ښوونځیو سره هیڅ راز ستونزه نلري.
د ښوونځي یوه مدیر د فارن پالیسۍ خبري سرچینې ته ویلي: زما ځینې زدکونکې د طالبانو خويندې او خپلوان دي او یا له دغو جنګیالیو سره نږدې اړیکې لري. ډېري دغه جنګیالي زمونږ په کلي کې ژوند نکوي او . دوی جګړه کوي او پټ وي؛ خو دوی خپلوال هڅوي، چې زما ښوونځي ته راشي او زدکړه وکړي.
د دې ښوونځی زدکونکې لطيفې خوستۍ ويلي: زما ورور د طالب جنګيالی دی؛ خو هغه له ښوونځي سره ستونزه نلري. هغه له ما څخه پوهه او زدکړه غواړي.
که مونږ تېر ته وګورو، هغه مهال، چې طالبان په ۱۹۹۰زېږدیز کال کې واک ته ورسیدل؛ نو دوی د پلارواکۍ حکومت پر خلکو وتپه او په ټول هېواد کې یې د ښځو زدکړې ودرولې. سربېره پر دې میرمنو ته د کار کولو اجازه نه وه او له نرینه محرم پرته له کوره یې د وتلو اجازه نه لرله.
د طالبانو د رژیم له رانسکورېدو وروسته؛ هغه مهال، چې امریکا افغانستان ته را ننوته د ښځو حقونه یې په ځانګړي توګه د نجونو زدکړې د بنسټیزو موخو په توګه اعلام شوې، چې دا د هغه مهال په افغان ټولنه کې د ۱۸۰ درجو بدلون ښکارندویه شوه.
اوس، چې امریکا د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې له طالبانو سره د سولې رامنځته کولو هوکړه لاسلیک کړې؛ نو ښکاره ده، چې ډېر ژر یا وروسته به دغه دوی په یو ډول نه یو ډول واک ته راستانه او یا لږ تر لږه به له حکومت سره په واک کې ګډونوکړي.
په افغانستان کې، چې کله د ښځو د زدکړو خبره کیږي؛ ځینې کتونکي او هڅاندې ډلې په ډاګه کوي، چې طالبان به بیا د ځوانو نجونو او ښځو زدکړې ودروي.
د افغانستان حکومت او د امریکا مذاکره کوونکیو ویلي؛ دا ډول ناکرارۍ به پېښې نشي. په داسې حال کې، چې د طالبانو مشرتابه د ښځو په کار او د نجونو په زدکړو کې پر اسلامي شریعت ټینګار کوي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شېر محمد عباس ستانکزي په یوه مرکه کې څرګنده کړې، چې مونږ د ښځو د کار او زدکړو مخالف نه یو؛ خو مونږ اسلامي اصول لرو، دلته غرب نه دی.
د یادونې ده، چې په بریخېل سیمه کې ښوونځیو ته د نجونو تګ د دې ښکارندویي کوي، چې د ښځو د کار او ښوونځي مسایل له هغې ډېر پېچلي دي، چې یو شمېر یې فکر کوي؛ خو یوازې د وخت تېریدل به دا معما حل کړي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه5 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې
-
نړۍ5 days agoد امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان هوایي بریدونه به بېځوابه پاتې نهشي – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
-
لوبی5 days agoافغان لوبڅار د سوکوهنې په نړیواله ننداره کې د ګډون لپاره چین ته تللی
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد امریکا د نویو بندیزونو له کبله ایراني هوايي شرکتونو ځینې الوتنې لغوه کړې
-
تازه خبرونه3 days agoپه واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې
-
نړۍ4 days agoیا له ایران سره هوکړه کوو یا به اسلامي جمهوریت« له منځه وړو» – ټرمپ

