Connect with us

تازه خبرونه

طالبان اوس هم له القاعده سره اړیکې لري – ملګري ملتونه

خپور شوی

د

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، القاعده په افغانستان کې په پټه د طالبانو په ملاتړ پوځي عملیات کوي او طالبانو د روان زیږدیز کال په لومړیو کې د القاعده له مشرانو سره د اړیکو د پوره پراختیا په موخه ناستې تر سره کړي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې په ډاګه کړې، چې القاعده او طالبان اوس هم نږدې او ژورې اړیکې پالي او له امریکا سره د سولې هوکړې پرې اغېز ندی کړی.

د دغه بنسټ د راپور په یوه برخه کې څرګنده شوې؛ القاعده د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې فعاله ده او شمېر یې له۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې رسیږي.

ملګرو ملتونو همدا راز ټینګار کړی، چې د القاعده مشرانو په تېرو ۱۲ میاشتو کې له طالبانو سره له ۶ ډېرې ناستې درلودې او د ملا عمر سلاکار ګل آغا اسحاق زي د القاعده مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې طالبان په هیڅ ډول له القاعده سره خپلې ژورې او ارزښتناکه اړیکې نه پرې کوي. که د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه لیک اجباري کړو، طالبان به هم دوه ټوټې شي؛ یوه به هغه ډله وي، چې د القاعده پلوي کوي او بله به یې پر ضد وي.

دغه راز په ډاګه شوې، چې الظواهري د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې د حقاني شبکې له غړیو سره لیدلي او له امریکا سره یې د سولې بهیر په تړاو خبرې کړې دي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو استازي ویلي؛ د سولې  رامنځته کولو د هوکړې له مخې امریکا د طالبانو د ژمنو له اجرایي کیدو څارنه کوي او د دې هوکړه لیک له مخې، طالبان به په هیڅ صورت د ترهګرو ډلو کوربتوب ونکړي او له  القاعده ډلې سره اړیکې هم پرې کوي.

په افغانستان کې د سولې د ټینګولو امریکایي استازي زلمی خلیلزاد څرګنده کړې؛ امریکا پر طالبانو پوره څارنه لري او د سولې د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې؛ طالبانو ژمنه کړې، چې له القاعده سره به خپلې اړیکې پرې کوي.

پخوانی طالب سید اکبر آغا وایي؛  ملګري ملتونه غواړي خپله ناکامي پدې خبرو پټه کړي، چې طالبان او القاعده پټې اړیکې لري.

 هغه زیاتوي: زما په اند دوی د دغو اړیکو په اړه سند نلري او نه یې ثابتولی شي.

په دې راپور کې دا هم په ډاګه شوي، چې طالبانو له القاعده سره مشورې کړي او دوی ته یې ډاډ ورکړی، چې اړیکې به یې ور سره  روانې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت هم تل د طالبانو، داعش او نورو وسلوالو ډلو ان له القاعده سره پر اړیکو څرګندونې کړي او له طالبانو یې غوښتي، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلې اړیکې له نورو ډلو سره پرې کړي.

تازه خبرونه

په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

Published

on

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی، چې نجیبالله عرب نومي یو افغان د اکسفورډ ښار په یوه محکمه کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري جرم منلی دی.

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

عرب د روان کال له پیل څخه راپدېخوا پر څو نورو جرمونو اعتراف کړی و. هغه په ګرو سیمه کې د جنسي تېري پر تور هم اعتراف کړی دی.

هغه د یوې بلې میرمنې پر وړاندې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې تورونه هم منلي دي.

ټاکل شوې، چې محکمه به د عرب پر وړاندې د جون پر نولسمه حکم صادر کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

Published

on

ملي آرشیف په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د نسب‌نامې پر یوې کاپۍ سربېره ۷۴۱ ټوکه کتابونه، ۲۳۲ نسخې او ۳۵۸ فرمانونه ډیجیټل کړي دي.

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

چارواکو څو ځله د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د ساتنې پر اړتیا او ارزښت ټینګار کړی، چې ډېری یې څو پېړۍ پخواني دي او د هېواد بډایه فرهنګي میراث انځوروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!