Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې کرونا ناروغانو ته پلازما تراپي ګټوره پایله لري

خپور شوی

د

د افغانستان د بلخ ولایت ډاکټرانو ویلي؛ له کووید ـ ۱۹ ویروس څخه د روغو شویو کسانو د وینې د پلازما تطبیق ښه پایله ورکړې او ور سره څو ناروغان له بیړنیو څانګو ایستل شوي، چې مخکې په ناوړه حالت کې ول.

کرونایي ناروغانو ته د روغو شویو کسانو د وینې پلازما تطبیقولو یوه هیله پیدا کړې ده.

په بلخ کې د ابوعلي سینا بلخي روغتون ډاکټر محمد عالم رازقي ویلي؛ په بلخ کې نږدې ۱۰ ناروغانو ته پلازما تطبیق شوې او هغه ناروغان، چې د روغتون په بېړنۍ څانګه کې ول؛ د پلازما له تطبیق وروسته یې روغتیایي وضعیت ښه شوی دی.

نوموړی وایي:  ناروغ ته مو ۲۰۰ سي سي پلازما تطبیق کړې، له ۲۴ ګړیو وروسته یې فشار داډمن  او له ۷۲ ساعتونو وروسته یې اکسیجن ته اړتیا پای ته رسیدلې. اوس ناروغ ښه دی او د اندئښنې مخه یې ونیول شوه.

په بلخ کې په داوطلب  ډول ناروغانو ته د وینې د پلازما تطبیقول روان دي.

یوازې په بلخ کې د پلازما تطبیقول دوام لري، روغتیایي مسوولین هیله من دي، چې له دې سره به د ډېرو مړینو مخه ونیول شي.

د بلخ د عامې روغتیا رییس نظام الدین جلیل وایي: تر دې دمه ۱۰ کسانو ته یاده پلازما کارول شوې او هیله من یو، چې په دې توګه وکولی شو له کرونا ویروسه د مړینې کچه راټیټه کړو.    

د وینې پلازما د وینې یوه مایع برخه ده، چې له کووید – ۱۹ څخه د رغیدلیو کسانو په وینه کې انټي بادي لري او کرونا ویروس له منځه وړي؛ خو ویل کیږي زیانونه هم لري. لکه په بدن کې پر کرونا ویروس د روغو حجرو اخته کیدل، حساسیت او ان د ځینو حجرو له کاره غورزیدل.

د هرات د حوزوي روغتون د عمومي داخلې برخې مسوول محمد نبیل فقیریار په ډاګه کړې؛ هغه کسان، چې د زړه او سالنډۍ ستونزې لري، یا ډېر چاغ  او زاړه دي ۵۰۰ ملي لیټره زغملی نشي.       

د عامې روغتیا وزارت مرستیال شفیق الله شهیم ویلي؛ له کرونا ویروس څخه د رغیدلیو کسانو د وینې د پلازما پر را ټولولو کار روان دی او په افغانستان کې دا میتود تراوسه ډېر لږ کارول شوی دی.

یاد وزارت زیاته کړې، چې له تېرې یوې شپې او ورځې راپدیخوا په هیواد کې  د کرونا ویروس ۷۶۱ مثبت پېښې ثبت شوي، چې له دې سره پر دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۵۵۲۷ ته ورسیده او داسې اندېښنې هم شته، چې پر کرونا ناروغۍ د شکمنو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېریږي او خلک د کرونا پر وړاندې په مبارزه کې پر روغتیایي خدمتونو نیوکه کوي؛ خو عامې روغتیا وزارت د روغتیایی خدمتونو له ښه کیدو ډاډ ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کرونا ویروس اخته اووه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۶۵ نور روغ شوي دي.

د یادونې ده، چې د نړۍ په څو هېوادونو کې د کووید نولس ناروغانو په درملنه کې پلازما تراپي کارول شوې، چې ویل کیږي ښه پایله یې ورکړې ده.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!