تازه خبرونه
د افغانستان کرکت بورد پر ریاض حسن لګیدلي بندیزونه لیرې کړل
د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي ریاض حسن درې کلن لوبیز بندیز د شا وخوا ۱۵ میاشتو په تېرېدو سره پای ته ورسېده چې پر بنسټ به یې نوموړی د انظباط او ډسپلین کمېټې د پرېکړې له مخې د وړتیا په ښودلو سره په هر ډول رسمي او غیر رسمي لوبو کې ګډون وکولی شي.
ریاض حسن د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې توپوهونکی دی، چې پر ۲۰۱۹م کال په هندوستان کې د افغانستان، سویلي آفریقا او هندوستان ترمنځ د درې اړخیزو سیالیو پر مهال د دسپلیني سرغړونې په پایله کې له درې کلن لوبیز بندیز سره مخ شوی و.
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) July 14, 2020
د افغانستان کرکت بورد ادارې د دسپلین او انظباط کمیتې په پرېکړه کې راغلي: ریاض حسن په ۲۰۱۹ کال کې د دسپلیني سرغړونې له کبله له درې کلن لوبیز بندیز سره مخ شوی و، چې بیا څه موده وړاندې حسن پر نوموړي د ترحم لپاره ادارې ته مراجعه وکړه او په تېرو کړنو پښېمانه شو، چې پر همدې بنسټ د دسپلین کمیتې د اصولو د ۳۰ مې مادې له مخې، د اجرائیه مشر له تائیدۍ او د عمومي رییس له منظورۍ وروسته د نوموړي پاتې موده وبخښل شوه.
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) July 14, 2020
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان کرکت بورد د بشري سرچینو پر اصولو سربېره د لوبغاړیو د سرغړونو لپاره د دسپلین او انظباط اصول هم لري، چې د لوبغاړیو د عمدي او غیرعمدي تېروتنو پر مهال پرې عملي کېږي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د محمود شاه حبیبي د نیول کېدو ادعا رد کړه
ذبیحالله مجاهد ویلي:« مونږ د محمود شاه حبیبي په اړه هېڅ معلومات نهلرو. هغه د افغانستان اسلامي امارت لهخوا نیول شوی نهدی. که له مونږ سره وای، دا ستونزه به له وړاندې حل شوې وای.»
د اسلامي امارت ویاند د افغان ـ امریکايي سوداګر محمود شاه حبیبي د نیول کېدا ادعا رد کړې ده؛ نوموړی د امریکا د څرګندونو له مخې، څلور کاله مخکې په کابل کې نادرکه شوی دی.
ذبیحالله مجاهد ویلي:« مونږ د محمود شاه حبیبي په اړه هېڅ معلومات نهلرو. هغه د افغانستان اسلامي امارت لهخوا نیول شوی نهدی. که له مونږ سره وای، دا ستونزه به له وړاندې حل شوې وای.»
د نوموړي دا څرګندونې یوه ورځ له هغې وروسته شوي؛ د امریکا فډرالي څېړنو ادارې د حبیبي د ورکېدا د څلورمې کلیزې پر مناسبت یو ځل بیا له خلکو وغوښتل، چې د هغه د ځای په اړه معلومات ورکړي.
د امریکا فډرالي څېړنو ادارې د معلوماتو له مخې؛ حبیبي د ۲۰۲۲ز.کال د اګست پر لسمه په کابل کې خپل کور ته نږدې نادرکه شو. هغه مهال یې په کابل کې د «آسیا مشورتي ګروپ» په مخابراتي شرکت کې سلاکار و او له دې مخکې یې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشري هم کړې وه.
د امریکا اړوند ادارې ادعا کړې، چې حبیبي د امارت اسلامي د استخباراتو عمومي ریاست لهخوا نیول شوی دی.
یادې ادارې د هغه د ورکېدا په اړه خپلې څېړنې روانې ساتلې او په ۲۰۲۵ز.کال کې یې د حبیبي عکس د ورک کس په توګه خپور کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د هغه د معلوماتو لپاره پېنځه میلیون امریکايي ډالر جایزه ټاکلې، چې د موندلو، بېرته ترلاسه کولو او امریکا ته د ستنولو لامل شي.
تازه خبرونه
د غصب شویو ځمکو تړل له قوم، مذهب او ژبې سره منطقي نهدي – د عدلیې وزیر
عبدالحکیم شرعي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون مشري هم کوي په کابل کې د خیریه بنسټونو له مسوولانو او بنسټاېښودونکو سره د همغږۍ په غونډه کې ویلي: کله، چې ځانګړې محکمه د یوې ځمکې د امارتي کېدو په اړه پرېکړه وکړي؛ د ځمکو د غصب مخنیوي کميسیون اړ دی، چې پرېکړه عملي کړي.
د عدلیې وزیر ويلي؛ د امارتي غصب شویو ځمکو په اړه د ځانګړې محکمې د پرېکړو پلي کول د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون شرعي او قانوني مکلفیت دی؛ له قوم او مذهب سره یې تړل منطقي نهدي.
عبدالحکیم شرعي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون مشري هم کوي په کابل کې د خیریه بنسټونو له مسوولانو او بنسټاېښودونکو سره د همغږۍ په غونډه کې ویلي: کله، چې ځانګړې محکمه د یوې ځمکې د امارتي کېدو په اړه پرېکړه وکړي؛ د ځمکو د غصب مخنیوي کميسیون اړ دی، چې پرېکړه عملي کړي.
هغه زیاته کړې، د غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړلو ځانګړې محکمې پرېکړې د اسنادو، شواهدو او قوانینو پر بنسټ کېږي او دغه اصول باید پر ټولو یوه شان پلې شي.
د عدلیې وزیر ټینګار کړی، له غاصبانو او نامشروع نیوونکو څخه د غصب شویو ځمکو تثبیت او بېرته ترلاسه کول یوه حقوقي موضوع ده او له قوم، مذهب او ژبې سره یې تړل منطقي نهدي.
عبدالحکیم شرعي د غونډې په بله برخه کې له خیریه بنسټونو وغوښتل، چې د ټولګډونه هېوادنۍ ټولنې د جوړولو لپاره مټې رابډوهي او په بنسټیزو او بېخبنايي برخو کې هم فعالیت وکړي.
هغه له خیریه بنسټونو څخه وغوښتل، چې د مرستو د وېش پر مهال له اړمنو کسانو څخه د عکس او ویډیو له اخیستلو ډډه وکړي؛ ځکه پر وینا یې دا کار د هغوی سپکاوي او عزت ته د زیان لامل کېدی شي.
د خیریه بنسټونو مسوولانو هم په دې غونډه کې د مالیاتو، ګمرکونو او د اداري چارو د اوږدېدا په برخو کې خپلې ستونزې وړاندې کړې. د عدلیې وزیر ژمنه وکړه، چې د ټولګډونه هېوادنۍ ټولنې له جوړېدو وروسته به د دغو ستونزو د حل لپاره اقدامات وکړي.
تازه خبرونه
نړۍ افغان ولس ته شا اړولې – د ناروې کډوالو شورا
د ناروې کډوالو شورا د هغې خبرپاڼې له مخې؛ له افغانستان څخه د لویدیځو ځواکونو او ډیپلوماټانو د وتلو د پېنځمې کلیزې پر مناسبت خپره کړې ویلي، چې میلیونونه افغان ملکي وګړي له مخ پر خرابېدونکو بشري شرایطو سره مخ دي او نړیوالې مرستې هم د کمېدا په حال کې دي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي
-
څار5 days agoڅار: د داعش خراسان د ګواښ په اړه د امریکا خبرداری
-
تازه خبرونه3 days agoروسي شرکتونه په افغانستان کې د برښنايي وسایلو پر تولید پانګونه کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد مالداویا ولسمشرې د اسلامي امارت پلاوي ته پر ویزه صادرولو نیوکه وکړه
-
لوبی3 days agoله پناه غوښتنې څخه د سکاټلنډ تر ملي لوبډلې؛ د افغان کرکټلوبغاړي زړهراکښونکې کیسه
-
تازه خبرونه2 days agoروسیه د افغانستان له لارې هند سمندر ته د اوسپنېپټلۍ بدیله لار جوړول ارزوي
-
تحول5 days agoتحول: د چابهار بندر لپاره د امریکا د بندیزونو د معافیت پای ته رسېدل
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان دفاعي تړون د ناټو پېنځمې مادې ته ورته دی -هاکان فیدان
