تازه خبرونه
د ۲۰۲۰ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۵۹۳۹ ملکي وګړي زیانمن شوي – یوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما)په یوه نوي راپور کې، چې د سې شنبې پر ورځ خپور شو په ډاګه شوي، چې د سږکال په لومړیو ۹ میاشتو کې د ملکي تلفاتو شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله شاوخوا ۳۰ سلنه راټیټه شوې؛ خو دا، چې ملکي وګړیو ته په کې زیان اوښتی؛ غونی ځیږوونکې ده.
یوناما پخپل وروستي درې میاشتني راپور کې څرګنده کړې؛ د جنورۍ له لومړۍ د سپتمبر ۲۰۲۰ پورې ۵۹۳۹ ملکي وګړي ځاني زیانم شوي؛ ۲۱۱۷ وژل شوي او ۳۸۲۲ نور ترې ټپیان دي.
یاد مامریت په خپل وروستي راپور کې ښيي: د تاوتریخوالي لوړې کچې پر ملکي وګړیو ویجاړونکې اغېزې کړي او افغانستان د نړۍ ترټولو وژونکې سیمه پاتې شوې ده.
یوناما ویلي؛ پداسې حال کې، چې د ملکي تلفاتو شمېر د ۲۰۱۲ کال په لومړیو نهو میاشتو کې ترټولو ټیټه ده، خو ملکي وګړیو ته زیان رسول ټکان ورکوونکی پاتې دی.
یوناما یوځل بیا د جګړو له اړخونو، چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي. دوی ویل، چې ښکېلې خواوې کولی شي د تاوتریخوالي کچه ډېره راټیټه او د ملکي زیانونو مخه ونیسي.
یوناما په ګوته کړې؛ د ملکي تلفاتو په مستند شمېر کې کوم کمښت ندی راغلی، چې د سولې په اوسنيو خبرو کې د ښکیلو خواوو له امله رامنځته شوي؛ ځکه، چې په سپتمبر کې یې د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شوې دي.
یوناما په هلمند کې د جګړې د شدت په اړه خپله اندېښنه راپورته کوي او وایي؛ په ننګرهار، لغمان او غور کې بریدونه شوي او په تخار کې هوایی برید او یو ځانمرګي برید، چې د کابل د کوثر ښوونیز مرکز زدکوونکیو تر سره شوي، چې په دغو بریدونو کې له ۴۰۰ ډېر ملکیان مړه او ټپیان دي.
په دغه برید کې، چې د کوثر ښوونځي پر زدکوونکیو تر سره شوی ۳۰ زدکوونکې وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.
د دغه برید ډېري قربانیان هغه ردکوونکي دی، چې له اطرافي سیمو د کانکور آزموینې لپاره یې زدکړې تر سره کولې.
د یوناما راپور ښيي، چې د تېرو ۹ میاشتو د زیانونو ۳۱ سلنه ماشومان او ۱۳ سلنه ښځې دي.
په دې راپور کې د ۵۸ سلنې ملکي تلفاتو پړه پر وسلوالو مخالفانو اچول شوې ده.
دغه راپور په تېرو ۶ میاشتو کې د طالبانو لخوا د مرګ و ژوبلې ډېروالی ښيي؛ خو د دوی لخوا اوس د ملکي تلفاتو په رامنځته کولو کې ۳۲ سلنه لږوالی راغلی دی.
په دې ګزارش کې راغلي؛ ملکي زیانونه په ناپېژاندو بریدونو کې زیاتوالی ښيي؛ خو د داعش په بریدونو کې کموالی راغلی دی.
ملګرو ملتونو د ۲۸ سلنې ځاني زیانونو پړه پر دولت پلوه ځواکونو اچوي، چې د تلفاتو په کچه کې یې ۳۴ سلنه کموالی راغلی دی.
د دغه راپور په پای کې ملګرو ملتونو ویلي؛ چې د حکومتي ځواکونو پر هوایي بریدونو د ملکي وګړیو په ځاني زیانونو کې ۷۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې لږ تر لږه په ۲۰ ولایتونو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده، چې عام وګړي په کې زیانمن کیږي او طالبانو د یوناما راپور ته په نغوته کې ویلي، چې د یوناما خپور شوی راپور د حکومتي سرچینو له معلوماتو جوړ شوی، چې رښتینې بڼه نلري او ځاني زیانونه د حکومتي ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ډېر رامنځته شوي دي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه
تازه خبرونه
د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمهییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشهيي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.
د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.
ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوسمهال په سيمه کې د يوه سولهييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.
د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.
اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرلهپسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.
تازه خبرونه
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي
د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.
پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.
مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.
-
نړۍ4 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی4 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
تازه خبرونه15 hours ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه16 hours ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
لوبی13 hours ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل