تازه خبرونه
په ژنیو کنفرانس کې د شرایطو پر بنسټ د مالي ملاتړ ژمنه وشوه
د ژنیو په ناسته کې یو ځل بیا ټولو ګډونوالو له افغانستان څخه د “شرایطو پر بنسټ” خپل مالي ملاتړ اعلان کړ او له حکومته یې وغوښتل، چې له فساد سره جدي مبارزه وکړي، ښه حکومت جوړ او مرستې په رڼښت ولګوي.
د دې ناستې پر وروستۍ ورځ؛ اروپایي ټولنې یو میلیارد او دوه سوه میلیون دالر، بریتانیا هر کال ۱۵۵ میلیون پونده، جاپان ۷۲۰ میلیون دالر، کانادا د درې راتلوونکیو کلونو لپاره ۲۷۰ میلیون دالر، هالند ۲۲۰ میلیون دالر، دنمارک د درې راتلوونکیو کلونو لپاره ۶۴ میلیون دالر، ناروې ۷۰ میلیون دالر، آسترالیا ۱۴۷ میلیون دالر، سويدن له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې ۹۳۲ میلیون دالر مرستو ته ژمن پاتې کیږي، هند په کابل کې د شاه توت بند جوړوي، او ایتالیا د ۲۰۲۱ کال لپاره د ۳۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړه.
په ټوله کې دې ناستې له افغانستان سره د ۴ راتلوونکیو کلونو لپاره د ۶ میلیارد دالرو ژمنه وکړه.
افغان ولسمشر اشرف غني ویلي؛ زمونږ موخه دا ده، چې په سیمه کې د ترانزیت پر مرکز بدل شو او پخپلو پښو ودرېږو او دې موضوع ته د رسېدو لپاره د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لرو.
د مالي مرستو د ژمنو تر څنګ د ناستې برخوالو په بیړه د اوربند او له ښکېلو خواوو څخه د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
ځینو برخوالو ټینګار کړی، چې باید تاوتریخوالی کم شي او د افغانستان د سولې خبرې په پراخ بنسټه توګه د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو په خوندي کولو تر سره شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتریش څرګنده کړې؛ زه همدا راز په لوړه کچه د تاوتریخوالي دوام ته ډېر اندېښمن یم، زه له ښکېلو خواوو غواړم، چې د ملکیانو د خوندیتوب او د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په بیړه اوربند وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروروف ویلي؛ په اوسنیو شرایطو کې یوه اړینه اړتیا داده، چې په دوحه کې د طالبانو او افغان دولت خبرې کوونکې ډلې پر اختلافي مواردو هوکړه وکړي. مونږ له دواړو ډلو غواړو، چې د افغانانو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او د یوه ثبات لرونکي او هوسا هېواد د جوړېدو لپاره هوکړه وکړي.
هند او پاکستان هم د افغان سولې بهیرد ملاتړ لپاره یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې دا بهیر د افغانانو په واک او مشرۍ مخته ولاړ شي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر په ډاګه کړې؛ هند په افغانستان کې بیړنی او دایمي اوربند غواړي. مونږ دا راز باور لرو، چې د سولې بهیر باید د افغانانو په مشرۍ او واک تر سره شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي؛ پاکستان د افغانستان د سولې په روانو خبرو اترو کې یو جوړښتي رول لوبولی او تل یې له هغو مذاکراتو څخه پر ملاتړ ټینګار کړی، چې د افغانانو په واک او مشري وي.
افغان حکومت هم مرستندویه هېوادونو ته ژمنه وکړه، چې د خپلو ژمنو د پلي کولو لپاره به جدي ګامونه واخلي.
تازه خبرونه
په قطر کې د افغانانو د السیلیه کمپ د تړل کېدو بهیر ۹ میاشتې وځنډول شو
د اسوشیټېډ پرس د راپور له مخې؛ ټاکل شوې وه، چې دا کمپ د چارشنبې پر ورځ د امریکا د مالي کال له پای ته رسېدا سره هممهاله وتړل شي؛ خو یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې واشنګټن او دوحې د دې کمپ فعالیت د نهو نورو میاشتو لپاره د غځولو هوکړه کړې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ادارې په قطر کې د «السیلیه» کمپ د تړل کېدو بهیر د نهه میاشتو لپاره ځنډولی دی. په دې کمپ کې له زر ډېر افغانان، چې له امریکايي ځواکونو سره یې د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال همکاري کړې؛ مېشت دي.
د اسوشیټېډ پرس د راپور له مخې؛ ټاکل شوې وه، چې دا کمپ د چارشنبې پر ورځ د امریکا د مالي کال له پای ته رسېدا سره هممهاله وتړل شي؛ خو یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې واشنګټن او دوحې د دې کمپ فعالیت د نهو نورو میاشتو لپاره د غځولو هوکړه کړې ده.
په کمپ کې ټولټال ۱۰۳۹ افغانان مېشت دي، چې یو شمېر یې د امریکا د شل کلنې جګړې پر مهال د ژباړونکو او په نورو برخو کې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی. یو شمېر نور یې د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د کمپ د فعالیت د غځولو په اړه سمدستي څرګندونې نهدي کړي؛ خو څرګندوي: د داسې حللارې د موندلو هڅه کوي، چې د کمپ د اوسېدونکو امنیت خوندي شي او هغوی وکولی شي له افغانستان څخه بهر نوی ژوند پیل کړي.
تازه خبرونه
د افغانانو د پناه غوښتنې په دوسیو کې ۴۰ سلنه تېروتنې شوي – د امریکا کورني امنیت وزارت
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کورني امنیت وزارت د ځانګړي پلټونکي دفتر د دغو دوسیو د ارزونې بهیر څېړلی او ښیي؛ په ځینو مواردو کې یې د غوښتونکو د مستعارو نومونو له پېژندلو او هغو معلوماتو سره د سمون فرصت له لاسه ورکړ شوی، چې د هغوی د پناه غوښتنې پر شرایطو برابرېدو اغېز کولی شو.
د امریکا کورني امنیت وزارت ویلي: د هغو افغانانو د پناه غوښتنې د دوسیو د ارزونې په بهیر کې، چې د «متحدینو د هرکلي عملیات» پروګرام له لارې امریکا ته تللي؛ په سلو کې ۴۰ تېروتنې شوې دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کورني امنیت وزارت د ځانګړي پلټونکي دفتر د دغو دوسیو د ارزونې بهیر څېړلی او ښیي؛ په ځینو مواردو کې یې د غوښتونکو د مستعارو نومونو له پېژندلو او هغو معلوماتو سره د سمون فرصت له لاسه ورکړ شوی، چې د هغوی د پناه غوښتنې پر شرایطو برابرېدو اغېز کولی شو.
د امریکا کورني امنیت وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د« متحدینو د هرکلي عملیات» پروګرام د جو بایډن په حکومت کې رامنځته شو او په ۲۰۲۳ز.کال کې له یوې حقوقي دعوې وروسته؛ د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې ته دنده وسپارل شوه، چې د دغه پروګرام ۹۰ سلنه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه په ۱۵۰ ورځو کې وڅېړي.
د امریکا د کورني امنیت وزیر مارکوین مولین د دې پروګرام د پلي کېدا پر څرنګوالي نیوکه کړې او څرګندوي:« که ان یو خطرناک مجرم یا ترهګر هم زمونږ هېواد ته داخل شي، د ګڼشمېر امریکایانو ژوند له ګواښ سره مخ کېږي.»
دغه وزارت په امریکا کې د څو افغان وګړو نیول کېدا ته هم نغوته کړې او وایي؛ ځینې هغه کسان، چې د دغه پروګرام له لارې امریکا ته تللي وه، وروسته د جنایي جرمونو یا ملي امنیت اړوند تورونو په تړاو نیول شوي دي.
له دې سره د امریکا د کورني امنیت وزارت د ځانګړي پلټونکي دفتر په پخوانیو راپورونو کې هم له افغانستان څخه د لېږدول شویو کسانو په اړه د منفي معلوماتو د پېژندلو او ارزونې په بهیر کې له نیمګړتیاوو خبر ورکړ شوی و.
تازه خبرونه
تاجکستان افغانستان ته د برښنا د صادراتو د زیاتولو ډاډ څرګند کړ
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار او د تاجکستان د برښنا شرکت« برق تاجیک» رییس محمدعمر آسوزاده په دې لیدنه کې افغانستان ته د واردېدوونکې برښنا د زیاتوالي، د لېږد مزیو د پراختیا، د برښنا کیفیت او ولټاژ د ښهوالي او د پانګونې او تخنیکي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
تاجکستان افغانستان ته د برښنا د صادراتو د کچې د زیاتولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی او وایي، چې د ۵۰۰ کیلوولټ برښنا لېږد مزي د جوړولو پلان هم لري.
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار او د تاجکستان د برښنا شرکت« برق تاجیک» رییس محمدعمر آسوزاده په دې لیدنه کې افغانستان ته د واردېدوونکې برښنا د زیاتوالي، د لېږد مزیو د پراختیا، د برښنا کیفیت او ولټاژ د ښهوالي او د پانګونې او تخنیکي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
دواړو لوریو پرېکړه کړې، چې تخنیکي او سوداګریز ټیمونه به خپلې خبرې روانې وساتي او د همکاریو د پراختیا لپاره به عملي پایلې ته ورسېږي.
-
تازه خبرونه4 days agoتاجکستان په افغانستان کې له سولې او ثبات څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بانک او د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
-
تازه خبرونه4 days agoپه نورستان کې د عملیاتو پر مهال ۲۸ وسلوال وژل شوي او ۳۲ نور ونیول شول
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد جګړې د پای ته رسولو نوې هڅې؛ امریکا او ایران له منځګړو سره بېلابېل ولیدل
-
لوبی5 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ عمر ځواک هرات طوفان هرات ته ۰- ۱ ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری؛ مالي کړکېچ ۸.۳ میلیون کډوال له مرستو بېبرخې کولی شي
-
نړۍ3 days agoد صربستان ولسمشر له پارلماني ټاکنو مخکې له دندې ګوښه شو
-
تازه خبرونه2 days agoامریکايي پلاوي د افغانستان جنګ په اړه له عاصم منیر سره ولیدل
