تازه خبرونه
د فراه د ګمرک په اورلګېدنه کې د تېلو ۴ زیرمې وسوزېدې
د فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي د ګمرک د ګاز او تېلو په زیرمو کې له اور لګیدنې د سوداګرو د نفتي توکو څلور زیرمې له منځه تللي دي.
د افغانستان د خصوصي سکتور د خونو فډراسیون ويلي، چې اور د ایران هېواد په مرسته وژل شوی دی.
د افغانستان د خصوصي سکتور د خونو فډراسیون مرستیال ویلي؛ د ابونصر فراهي ګمرک د نفتي او ګازي توکو په یوه زیرمه کې اورلګیدنې د نفتي توکو څلور زیرمې په بشپړ ډول سوځولي او مالي زیان يي هم تر اوسه ندی معلوم.
د خصوصي سکتور غړي د افغانستان د ماليې وزارت مامورینو د فساد او د ظرفیت نه شتون دټولو ستونزو اصلي لامل بولي.
د افغانستان د خصوصي سکتور د خونو فډراسیون مرستیال خانجان الکوزي وایي: مونږ د ستونزو ټول لامل ګمرکونه بولو؛ هلته هیڅ ظرفیت نشته د فراه نننۍ اورلګېدنه هم د ایران هېواد په مرسته مهار شوې ده او کنه د مالي او زیاني زیان د پراختیا شونتیا ډېره وه.
د افغانستان د ماليي وزارت هم په ابونصر فراهي ګمرک کې د اورلګیدنې رامنځته ته کیدل مني؛ خو زیاتوي، چې د دوي مامورین يي دعواملو د پیدا کولو په هڅه کې دي.
د ماليي وزارت ویاند رفیع تابع وایي: مونږ هم د نننۍ اورلګیدنې له پېښې خبر شوي یو او زمونږ همکارن په همدې موضوع بوخت دي، چې د شوی مالي زیان معلوم کړي.
د فراه والي تاج محمد جاهد ویلي؛ چې ګمرک د پراخې اړرلګېدنې لپاره پوره وسایل نلري.
نوموړي ویلي، ګې د ګمرک درې کارګر ورک دي.
د خصوصي سکتور غړي په ګمرکونو کې د ظرفیتونو د لوړولو پر ځاي د مامورینو پر بډو اخیستو نیوکې کوي.
د ابونصر فراهي له ګمرک مخکې د اسلام کلا او له هغه وړاندې په سپین بولدک کې هم ورته اور لګیدنې شوي، چې له سل میلیون ډېر مالي زیان خصوصي سکتور ته اوښتی دی.
تازه خبرونه
افغانستان په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب اتیایمه کلیزه نمانځي
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ چارسمبالي نصیر احمد فایق د دوشنبې پر ورځ(د لړم پنځهویشتمه) ویلي، دا غونډه د افغانستان د استازولیو پر همکارۍ په نیویارک، ژنیو او ویانا کې جوړېږي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ په دې ټولنه کې د دې هېواد د غړیتوب د اتیایمې کلیزې په مناسبت د یوې غونډې له جوړولو خبر ورکړی. په دې غونډه کې به له ملګرو ملتونو سره د افغانستان د اړیکو پر تاریخ، د دې هېواد د ډیپلوماټیک رول او د راتلونکو همکاریو پر امکاناتو خبرې وشي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ چارسمبالي نصیر احمد فایق د دوشنبې پر ورځ(د لړم پنځهویشتمه) ویلي، دا غونډه د افغانستان د استازولیو پر همکارۍ په نیویارک، ژنیو او ویانا کې جوړېږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې:« افغانستان او ملګري ملتونه؛ اته لسیزې تعامل، مشارکت او د راتلونکي لپاره زدهکړې» تر سرلیک لاندې دغه غونډه د نومبر پر اتهلسمه د انلاین او ژوندۍ بڼې له لارې ترسره کېږي.
فایق زیاته کړې؛ دغه غونډه به د افغانستان د خلکو د نظرونو او غوښتنو د څرګندولو او د سولې، انساني کرامت، برابرۍ او ښه راتلونکي لپاره د هغوی پر هیلو د ټینګار زمینه برابره کړي.
په ژنیو کې د افغانستان استازولۍ هم ویلي، چې په دې غونډه کې به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د حضور تاریخ، د هېواد ډیپلوماټیک رول او د راتلونکو همکاریو په اړه بحث وشي.
افغانستان د ۱۹۴۶ز.کال د نومبر پر نولسمه د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړ او سږ کال په دې نړیوالې ټولنې کې د خپل غړیتوب اتیایمه کلیزه نمانځي.
محمدکبیر لودین په ۱۹۵۲ز.کال کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان د لومړي دایمي استازي دنده پیل کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۱زږکال د اګست له سیاسي بدلونونو وروسته د ملګرو ملتونو د اعتبارلیکونو کمیټې تر اوسه د اسلامي امارت لهخوا د معرفي شوي استازي د منلو په اړه وروستۍ پرېکړه نهده کړې او د افغانستان استازولي اوس هم د پخواني نظام د ډیپلوماټانو لهخوا اداره کېږي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت استخباراتو پر شرعي چوکاټ ټینګار وکړ
عبدالحق وثیق ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د استخباراتو عمومي ریاست لومړنۍ اداره وه، چې د اسلامي امارت د رهبر لهخوا ورته ځانګړي قوانین وضع شول.
د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق او د دې ریاست مرستیال تاجمیر جواد؛ د اسلامي امارت د رهبر د فرمانونو د اغېزو په اړه په یوه علمي او څېړنیز کنفرانس کې د دې ادارې د فعالیتونو او د شرعي نظام د ارزښتونو په اړه خبرې وکړې.
عبدالحق وثیق ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د استخباراتو عمومي ریاست لومړنۍ اداره وه، چې د اسلامي امارت د رهبر لهخوا ورته ځانګړي قوانین وضع شول.
نوموړي زیاته کړې، دا اداره د ټاکل شویو قوانینو له مخې او د شریعت په چوکاټ کې فعالیت کوي، له ظالمانه شکنجو مخنیوی کوي، له جرمونو سره مبارزه کوي او د انساني کرامت ساتنه هم د خپلو ژمنو یوه برخه بولي.
دغه راز تاجمیر جواد ویلي: کله، چې امت د شرعي نظام د امامت له نعمت څخه بېبرخې شو؛ نو خپل معنوي ځواک یې په پراخه کچه له لاسه ورکړ او پردي افکار پرې اغېزمن شول.
هغه د اسلامي فکر او ارزښتونو د پیاوړتیا او د نظام د ثبات د ساتنې پر هڅو ټینګار وکړ او څرګندوي، چې شرعي امارت او امامت الهي امر او شرعي وجیبه ده او د اسلام او هېواد پرمختګ په همدې کې نغښتی دی.
تازه خبرونه
د ملي بس شرکت رییس له چینايي هائیر شرکت سره د عصري بسونو پر پېر او تولید خبرې وکړې
د بهار د څرګندونو له مخې، د ملي بس شرکت اجرائیوي رییس عبدالباقي مقیم او ورسره مل پلاوي چین ته د سفر پر مهال په سوژو ولایت کې د هائیر شرکت له کارخونې لیدنه کړې او د دغه شرکت له کاري بهیر او تولیداتو له کیفیت سره یې له نږدې بلدتیا پیدا کړې ده.
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویاند محمد نبي بهار ويلي، د ملي بس امارتي شرکت مسوولانو له چینايي« هائیر» شرکت سره د عصري بسونو د پېر او تولید په برخه کې د همکاریو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.
د بهار د څرګندونو له مخې، د ملي بس شرکت اجرائیوي رییس عبدالباقي مقیم او ورسره مل پلاوي چین ته د سفر پر مهال په سوژو ولایت کې د هائیر شرکت له کارخونې لیدنه کړې او د دغه شرکت له کاري بهیر او تولیداتو له کیفیت سره یې له نږدې بلدتیا پیدا کړې ده.
د هائیر شرکت مسوولانو هم له افغانستان سره د ښاري او تېزرفتاره بسونو، پر ځانګړي بڼه برښنايي، هایبریډ او ډیزلي بسونو د برابرولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
هائیر په چین کې د بسونو له تولیدوونکو شرکتونو څخه دی، چې محصولات یې په یو شمېر هېوادونو کې د مسافرو د لېږد او د ښاري ټرانسپورټ د تنظیم لپاره کارول کېږي.
-
تازه خبرونه5 days agoعراق له کردستان څخه افغانستان ته د تېلو د احتمالي قاچاق څېړنه کوي
-
لوبی2 days agoپه آی ال ټي ۲۰ لیګ کې د افغان او اماراتي لوبغاړو ګډون اړین شو
-
تازه خبرونه2 days agoترکیې یونان ته د اوښتو په هڅه کې ۳۵ افغان کډوال ونیول
-
تازه خبرونه5 days agoد ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ د سوالګرۍ د مدیریت طرحه نړیوالو بنسټونو ته وړاندې کړه
-
لوبی16 hours agoسرخپوشان خوافي د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ نه ماتېدونکی اتل شو
-
لوبی3 days agoزیمبابوې له افغانستان څخه د دوهیمې ټسټ لوبې پر دوهیمه ورځ ۱۸۰ منډې مخکې شو
-
تازه خبرونه5 days agoروسي شرکتونه دې د کانونو، صنعت او بېخبناوو په برخو کې پانګونه وکړي – ملا برادر
-
لوبی2 days agoارمان افسي استقلال کابل ته پنځه پر صفر ماتې ورکړه
