Connect with us

تازه خبرونه

د امریکایي ځواکونو د وتلو پر طرحه له سره غور شونی دی – باب مننډز

خپور شوی

د

د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر باب مننډز ویلي؛ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر طرحه له سره غور شونی دی، ځکه طالبان د دوحې د هوکړې ژمنو ته ژمن ندي.

باب مننډز په افغانستان کې له سولې هوکړې ښکاره سرغړونو ته په نغوته کې څرګنده کړې، چې زه په دې هېواد کې  د سولې بهیر له پلي کیدو ډېر اندېښمن یم.

امریکا دا مهال په افغانستان کې ۲۵۰۰ سرتېري لري.

باب مننډز زیاته کړې: که دا ثابته شوه، چې طالبان خپلې ژمنې نه پوره کوي او زه باوري هم یم، چې دوی یې نه پوره کوي؛ نو ممکن د می پر لومړۍ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر ایستلو له سره غور وشي.

تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په یوه لیک کې افغان مشرانو ته د سولې نوی پلان وړاندې کړ.

په دې لیک کې د انتقالي حکومت د جوړولو او طالبانو ته په حکومت کې د ۵۰ سلنې برخه ورکولو طرحه وړاندیز شوې ده.

دغه لیک د یو شمېر افغان چارواکو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

 

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي؛ هغه طرحه به ونه مني، چې د افغانانو حقونه تر پښو لاندې کوي.

هغه زیاته کړې، چې هغه به هیڅکله دا له سپکاوي ډک لیک لاسلیک نکړي.

امرالله صالح ټینګار کړی، چې تپل شوې سوله ورته د سوله افغانانو ته د منلو وړ نده.

نوموړي زیاته کړې؛ د دې لیک یو له بندونو دا دی، چې موږ د اسلامي شریعت پلي کولو عالي شورا ته اړتیا لرو. په داسې یوه خاوره کې، چې مولانا زېږېدلی او د زوی نوم یې ابو حنیفه دی؛ اوس باید د حقاني مدرسې دوه ملایان راشي او ووایي، چې راشئ د مسلمانۍ سند درکړو، نو زه به دغه له شرمه ډک  سند لاسلیک نکړم.

نوموړی وایي، حکومت د لیک په اړه اندېښنه نلري او خپل دریځ به بدل هم نکړي.

دا په داسې حال کې ده، د افغانستان سیاسیون د دې طرحې د ارزولو ملاتړلې او وایي، چې د مسکو او انقرې ناسته د همدې طرحې لپاره ترسره کیږي.        

تازه خبرونه

په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

Published

on

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی، چې نجیبالله عرب نومي یو افغان د اکسفورډ ښار په یوه محکمه کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري جرم منلی دی.

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

عرب د روان کال له پیل څخه راپدېخوا پر څو نورو جرمونو اعتراف کړی و. هغه په ګرو سیمه کې د جنسي تېري پر تور هم اعتراف کړی دی.

هغه د یوې بلې میرمنې پر وړاندې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې تورونه هم منلي دي.

ټاکل شوې، چې محکمه به د عرب پر وړاندې د جون پر نولسمه حکم صادر کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

Published

on

ملي آرشیف په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د نسب‌نامې پر یوې کاپۍ سربېره ۷۴۱ ټوکه کتابونه، ۲۳۲ نسخې او ۳۵۸ فرمانونه ډیجیټل کړي دي.

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

چارواکو څو ځله د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د ساتنې پر اړتیا او ارزښت ټینګار کړی، چې ډېری یې څو پېړۍ پخواني دي او د هېواد بډایه فرهنګي میراث انځوروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!