Connect with us

نړۍ

پوتین په کرملین کې تر ۲۰۳۶ کاله د پاتې کېدو یو قانون لاسلیک کړی

خپور شوی

د

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین یو قانون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې په کرملین کې تر ۲۰۳۶ زېږدیز کال پورې پاتې شي.

رویټرز په ډاګه کړې؛ دغه قانون پوټین ته اجازه ورکوي، چې د ولسمشرۍ لپاره په دوه نورو دورو کې هم ځان نوماند کړي.

د پوتین روانه دوره په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې پای ته رسیږي.

د روسیې په اساسي قانون کې دا بدلون تېر کال رامنځته شوی دی.

دا بدلون ۶۸ کلن پوتین ته اجازه ورکوي، چې تر ۸۳ کلنۍ پورې په احتمالي توګه په واک کې پاتې شي. اوسمهال هغه د ولسمشر په توګه د دوه یم ځل لپاره کار کوي.

دا په اساسي قانون کې هغه تعدیل دی، چې نیوکه کوونکي یې مشروطه کودتا بولي. تمه کیږي، چې د خلکو ملاتړ به هم ترلاسه کړي. په ځانګړي توګه د تقاعد په اړه بدلون به له پوره ملاتړه برخمن شي.

د پوتین لخوا لاسلیک شوی قانون هر راتلونکي ولسمشر ته د دوه دورو نوماندۍ اجازه ورکوي؛ خو د هغه د مودې شمېرنه بیا هم تظمینوي. دا د هر هغه چا مخه نیسي څوک، چې بهرني تابعیت لري.

دغه قانون تېره میاشت د پارلمان په ولسي او مشرانو جرګې کې تصویب شوی دی.

نړۍ

افغان زده‌کړیالان بېرته ټولګیو ته ستنېدی شي- د سند عالي محکمې پرېکړه

دا پرېکړه داسې مهال رامنځته شوې، چې د پاکستان د طبي پوهنتونونو او د غاښونو څانګو شورا روانه میاشت ښوونیزو مرکزونو ته امر کړی و، چې له افغان زده‌کړیالانو سره افغانستان ته د ستنېدو لپاره چمتووالی ونیسي او په روان ښوونیز کال کې د نویو افغان زده‌کړیالانو له منلو او لېږدولو ډډه وکړي.

Published

on

د پاکستان د سند ایالت عالي محکمې د سې‌شنبې پر ورځ یوه طبي پوهنتون ته امر کړی، چې افغان زده‌کړیالان بېرته ټولګیو ته پرېږدي او د هغو افغان زده‌کړیالانو لپاره یې لنډمهالی قضایي ملاتړ هم غځولی، چې افغانستان ته د ستنېدا له امر سره یې مخالفت کړی دی.

دا پرېکړه داسې مهال رامنځته شوې، چې د پاکستان د طبي پوهنتونونو او د غاښونو څانګو شورا روانه میاشت ښوونیزو مرکزونو ته امر کړی و، چې له افغان زده‌کړیالانو سره افغانستان ته د ستنېدو لپاره چمتووالی ونیسي او په روان ښوونیز کال کې د نویو افغان زده‌کړیالانو له منلو او لېږدولو ډډه وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغه زده‌کړیالان، چې معتبرې ویزې لري او په رسمي پېژندل شویو زده‌کړیزو پروګرامونو کې شامل دي؛ کولی شي خپلې زده‌کړې بشپړې کړي. دې موضوع د طبي شورا د پرېکړې د پلي کېدا د څرنګوالي په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.

د سند عالي محکمې له دې مخکې هم د سېپټمبر پر څوارلسمه د هغو زده‌کړیالانو پر وړاندې د یادې پرېکړې پلي کېدل درولي وه، چې پرې اعتراض شوی و.

د سې‌شنبې ورځې په غونډه کې د زده‌کړیالانو وکیل ویلي، چې د سند جناح طبي پوهنتون افغان زده‌کړیالانو ته ټولګیو ته د ننوتلو اجازه نه‌ورکوي؛ د هغوی بایومټریک لاسرسی یې غیرفعال کړی او له لیلیو څخه یې د ایستلو لپاره هم اقدام کړی دی.

محکمې امر کړی، چې ټولګیو او لیلیو ته د زده‌کړیالانو لاسرسی بېرته فعال شي او تر راتلونکې غونډې پورې دې د هغوی د زده‌کړو بهیر نه‌درول کېږي.

د ځینو زده‌کړیالانو وکیل افتخار شاه ویلي، د دې قضایي د ملاتړ په یوه قضیه کې ۲۹ او په بله قضیه کې درې زده‌کړیالان رانغاړي.

د افغان زده‌کړیالانو قضیه داسې مهال روانه ده، چې د پنجاب او خیبر پښتونخوا محکمو هم په جلا قضیو کې د یو شمېر افغان زده‌کړیالانو او ډاکټرانو لپاره لنډمهالی قضایي ملاتړ صادر کړی دی؛ خو د بلوچستان عالي محکمې د یو شمېر افغان وګړو هغه غوښتنه رد کړې، چې غوښتل یې خپلې زده‌کړې او طبي روزنه روانه وساتي.

همدارنګه په اسلام‌آباد کې یوې محکمې هم د یوه افغان ډاکټر ملاتړ کړی، چې د تخصص په دوره کې زده‌کړې کوي. د دغو محکمو پرېکړو تر اوسه په ټول پاکستان کې د افغان زده‌کړیالانو او ډاکټرانو وضعیت بښپړ روښانه کړی نه‌دی.

د سندهـ د قضیې ځینې زده‌کړیالان د افغان وګړو لپاره د پاکستان د حکومت له بورسونو څخه پر ګټه اخیستنې زده‌کړې کوي. دوه ښځینه زده‌کړیالانې، چې تمه ده په ۲۰۲۷ز. کال کې د کراچۍ له یوې طبي څانګې څخه فارغې شي؛ وایي، چې د زده‌کړو له بشپړېدا مخکې بېرته ستنېدل یې د زده‌کړو د درېدلو لامل کېدی شي.

دا موضوع د ښځینه زده‌کړیالانو لپاره ډېره اړینه ده؛ ځکه په افغانستان کې د اسلامي امارت له‌خوا د ښځو لوړو او طبي زده‌کړو ته لنډمهاله اجازه نه ورکول کېږي.

Continue Reading

نړۍ

د صربستان ولسمشر له پارلماني ټاکنو مخکې له دندې ګوښه شو

ووچیچ، چې د ولسمشرۍ دوه‌یمه او وروستۍ پېنځه کلنه دوره یې تېروله؛ د خپل دوه‌یم پړاو له پای ته رسېدا شاوخوا اووه میاشتې مخکې له دندې ځان ګوښه کړ.

Published

on

د صربستان ولسمشر الکسانډر ووچیچ د یکشنبې پر ورځ له خپلې دندې استعفا وکړه او له دې سره یې په دې هېواد کې له وخت مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدا زمینه برابره کړه.

ووچیچ، چې د ولسمشرۍ دوه‌یمه او وروستۍ پېنځه کلنه دوره یې تېروله؛ د خپل دوه‌یم پړاو له پای ته رسېدا شاوخوا اووه میاشتې مخکې له دندې ځان ګوښه کړ.

نوموړي دا کار په داسې حال کې کړی، چې د صربستان له وخت مخکې پارلماني ټاکنې د اوکټوبر پر پېنځه‌ویشتمه ترسره کېږي.

ووچیچ ویلي، که د صربستان د پرمختګ غوښتونکي ګوند (SNS) پر مشرۍ نوی حکومت جوړ شي؛ ښايي دی لومړی وزیر وټاکل شي.

د صربستان د اساسي قانون له مخې، د دغه هېواد د پارلمان اوسنۍ مشره آنا برنابیچ به د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدا پورې د لنډمهالې ولسمشرې دنده ترسره کوي.

د ولسمشرۍ ټاکنې باید تر ډېره په ۹۰ ورځو کې ترسره شي.

راتلونکې پارلماني ټاکنې به د صربستان د پرمختګ غوښتونکی ګوند او د هغه متحدین د زده‌کړیالانو له «زده‌کړیالان بریالي کېږي» غورځنګ او د لویدیځ پلوو مخالفو ګوندونو له ائتلاف سره مخ کړي.

ووچیچ، چې له څه باندې یوې لسیزې راپدېخوا د صربستان د سیاست له مهمو څېرو څخه دی؛ په ۲۰۱۷ز.کال کې ولسمشر وټاکل شو.

د هغه منتقدانو او د بشري حقونو ځینو ډلو د هغه حکومت د واک د زیات تمرکز پر هڅه تورن کړی؛ خو د صربستان چارواکو دغه تورونه رد کړي دي.

د ووچیچ استعفا په داسې وخت کې رامنځته شوې، چې صربستان د ۲۰۲۴ز.کال په نومبر کې د نووي‌ساډ ښار د بیا رغول شوي ریل‌ګاډي تمځي د سیوري د چت له نړېدا وروسته د زدهکړ‌یالانو او د حکومت د مخالفانو له پراخو لاریونونو سره مخ شوی دی. په دغه پېښه کې ۱۶ کسان مړه شول.

ووچیچ د یکشنبې پر ورځ هم اعلان وکړ، چې ۴۹ کسان، چې د لاریونونو په تړاو نیول شوي یا محاکمه شوي وه، د فعالانو او د هغه د یو شمېر پلویانو په ګډون؛ له بښنې برخمن کړي دي.

Continue Reading

نړۍ

ټرمپ د هرمز تنګي د پرانیستلو او د جګړو د پای ته رسولو وړاندیز رد کړ

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی؛ ایران دغه وړاندیز په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال مطرح کړی او څرګندوي، چې وړاندیز د قطر د منځګړو له لارې امریکايي لوري ته رسول شوی دی.

Published

on

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او په منځني ختیځ کې د جګړو د پای ته رسولو په اړه یې د ایران وړاندیز رد کړی دی.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی؛ ایران دغه وړاندیز په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال مطرح کړی او څرګندوي، چې وړاندیز د قطر د منځګړو له لارې امریکايي لوري ته رسول شوی دی.

د ایران د وړاندیز له مخې، د هرمز سټراټیژیک تنګی به په اووه ورځو کې بېرته پرانیستل شي او په سیمه کې به جګړې ودرول شي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي:« زه د هغوی وړاندیز ردوم، ما د هغوی هوکړه رد کړې ده.»

هغه ادعا کړې، چې ایران د هرمز تنګي د سمدستي پرانیستلو لپاره د هوکړې هڅه کوي؛ ځکه، چې د ده د څرګندونو له مخې، ایران له دغه تنګي څخه د عوایدو د کمېدو له کبله له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د راپور له مخې؛ امریکا پر ایران اقتصادي بندیزونه لګولي، چې پر تهران فشار راوړي او د هرمز تنګي خپل بندیز پای ته ورسوي. د تنګي له بندېدو سره د دې مهمې بحري لارې څخه د بېړیو د تګ راتګ په کچه کې د پام وړکمی راغلی دی.

وال‌سټریټ ژورنال هم مخکې راپور ورکړی و؛ ټرمپ د ایران وړاندیز رد کړی او د امریکا یو شمېر چارواکو ویلي، چې نوموړی په دې اړه شکمن دی، چې ایران به د امریکا غوښتنې ومني.

د امریکا یوه چارواکي له دې مخکې ویلي وه، چې د منځګړو له لارې له ایران سره خبرې« مثبتې او رغنده» وې.

په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې پر ورځ په ملګرو ملتونو کې خبریالانو ته ویلي؛ که امریکا د هوکړې او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره جدي چمتووالی ولري، د دې کار لپاره ټول شرایط برابر دي.

عراقچي زیاته کړې، که امریکا هوکړه وکړي؛ ښکېل لوري کولی شي د دواړو خواوو پر منل شویو موضوعاتو پراخې خبرې پیل کړي، چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې هم په کې شاملېدی شي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم ویلي، چې تهران د خپل اټومي پروګرام او نورو موضوعاتو په اړه خبرو ته چمتو دی؛ خو« زور او فشار» نه مني.

پزشکیان ټینګار کړی، چې ایران د جګړې غوښتونکی نه دی؛ خو د فشارونو، ګواښونو او بریدونو پر وړاندې به له ځان څخه دفاع وکړي.

رویټرز څرګنده کړې؛ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماسۍ پخوانۍ هڅې هم بریالۍ شوې نه‌دي. د راپور له مخې، جګړه د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته پیل شوې او له هغې راپدېخوا د جګړو د درېدلو او بیا پیل ترمنځ روانه ده.

د راپور له مخې، په دې موده کې زرګونه کسان وژل شوي؛ د ایران دودیز پوځي ځواکونه کمزوري شوي او د دغه هېواد له مخکې کمزوری اقتصاد هم زیانمن شوی دی.

ایران او د هغه متحدینو هم د سیمې په بېلابېلو برخو کې بریدونه کړي دي. ایران په خلیجي هېوادونو کې د امریکا پر متحدینو د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي او په یمن کې یې حوثي متحدینو د سعودي عربستان پر ګټو بریدونه کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!