تازه خبرونه
پاکستان د کابل پر سید الشهدا ښوونځي برید وحشیانه وګاڼه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د یکشنبې پر ورځ د کابل ښار پر یوه ښوونځي چاودنې وحشیانه بولي او هغه غندنه او وایي، چې په کې یو شمېر بې ګناه ماشومانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
هغه د پرونۍ ورځې د خونړي برید په غبرګون کې، چې لږ تر لږه یې ۵۸ زدکوونکي وژلي او له ۱۵۰ ډېر یې ټپیان کړي ویلي: مونږ د ترهګرۍ پروړاندې په مبارزه کې د افغانستان له خلکو او حکومت سره ودریږو او د افغانستان د سولې، پرمختګ او هوساینې په لار کې ترې خپل ملاتړ روان ساتو.
تر دې دمه کومې هیچا د برید مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ حکومت د برید پړه پر طالبانو اچوي؛ خو طالبانو په دې بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.
دغې چاودنو د نړیوالې ټولنې غبرګونونه هم راپارولی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنټونیو ګوټرس هم دغه برید “وحشیانه ” بولي او کلکه غندنه یې کوي.
هغه څرګنده کړې؛ هغه کسان، چې په دغه “جنایت” کې ښکېل دي باید حساب ورسره وشي.
ګوټرس په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او د سوله ییزې حل لارې پر ترلاسه کولو هم ټینګار څرګند کړ.
تازه خبرونه
د ترکیې استخباراتو ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د داعش یو غړی نیولی
اناتولي خبري سرچینې ویلي: دغه شکمن، چې مهمت ګورن نومېږي؛ د پټو عملیاتو په لړ کې نیولی او ترکیې ته لېږدول شوی دی.
د ترکیې دولتي خبري سرچینې د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي لومړۍ ) راپور ورکړی؛ د دې هېواد استخباراتي کارکوونکو ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د داعش یو لوړپوړی غړی نیولی، چې له کبله یې د ترکیې په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د ځانمرګو بریدونو مخه ونیول شوه.
اناتولي خبري سرچینې ویلي: دغه شکمن، چې مهمت ګورن نومېږي؛ د پټو عملیاتو په لړ کې نیولی او ترکیې ته لېږدول شوی دی.
د عملیاتو د ترسره کېدو وخت او دا، چې په دې عملیاتو کې افغان او پاکستاني چارواکي ښکېل ول او که نه تر دې دمه یې په اړه څه ندي ویلي.
په راپور کې راغلي، چې دې ترکي وګړی ظاهراً په ترکیه، پاکستان، افغانستان او اروپا کې د ځانمرګو بمي بریدونو د ترسره کولو مسوولیت درلود.
داعش په ترکیه کې هم خونړي بریدونه ترسره کړي، چې یو یې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په استانبول کې پر یوه شپني کلوپ ډزې وې، چې له کبله یې ۳۹ کسان وژل شوي وه.
د سرچینې په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د ګورن نیول کېدا د داعش د جلب او جذب طریقې هم افشا کړي او د دې ډلې د پلان شویو فعالیتونو په اړه یې معلومات ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت څو ځله ادعا کړې، چې داعش د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته پټنځایونه لري.
تازه خبرونه
کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.
همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.
ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.
تازه خبرونه
په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”
-
تازه خبرونه5 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه2 days agoافغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
-
روغتيا5 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
سوداگري5 days agoافغان او قزاق چارواکو پر بانکي همکاریو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days agoپه روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت
-
تازه خبرونه3 days agoنړۍ دې د بندیزونو او فشارونو پر ځای اقتصادي اړیکې پراخې کړي – ملابرادر
-
تازه خبرونه2 days agoایران ته د ناقانونه تېرېدا پر مهال درې افغان کډوال له سختې یخنۍ مړه شول
