نړۍ
د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې لسګونه فلسطینیان وژل شوي
د راپورونو له مخې؛ نن (چارشنبه د غویی۲۲) له اسرائیلي ځواکونو سره د غزې په نښتو کې ۳۵ فلسطینیان وژل شوي دي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په نښتو کې پېنځه اسرائیلیان هم وژل شوي دي.
اسرائیلیانو نن سهار څرګنده کړې، چې دوی پر غزه سلګونه هوایي بریدونه کړي دي.
دوی دا هم ویلي، چې د حماس د مشرانو پر کورونو په هوايي بریدونو کې د دوی دوه اطلاعاتي مسوولین وژل شوي دي.
حماس هم ویلي، چې پر اسرائیلو یې سلګونه توغندي توغولي دي.
د فلسطین اسلامي جهاد څرګنده کړې، چې د چارشنبې د سهار پر پېنځه بجو مو پر دښمن ځواکمن بریدونه کړي دي.
په غزه کې د فلسطین د عامې روغتیا وزارت منلې، چې د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۵ کسان وژل شوي او۲۳۳ نور ټپیان دي.
په غزه کې د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ له تېرو دوه شپو راپدیخوا د توغندیزو او هوایي بریدونو په کچه کې ډېروالی راغلی دی.
د اسرائیلو اردو د سې شنبې پر ماښام د غزې په تړانګه کې یوه ۱۳ پوړیزه ودانۍ ړنګه کړه او دغه راز یې د الجوهرا، السعدهو الظفار لوړ برجونه بمبارد کړي دي.
د اسرائیلو پوځي خبریالانو ویلي، چې دا ډول بریدونه به روان ساتل کیږي.
د اسرائیلو او فلسطیني ځواکونو ترمنځ نښتې د روژې پر ۲۷ شپه له هغې وروسته پیل شوې، چې اسرائیلي ځواکونو پرفلسطینیانو اوښکې بهوونکی ګاز وویشت او پر عبادت کوونکیو یې ډزې وکړې.
نړۍ
صنعا ښار ته نږدې د هوايي بریدونو له کبله ۷۲ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د حوثیانو اړوند صبا خبري آژانس د شنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې په دې بریدونو کې د صنعا ختیځ د بنيحشیش ښارګوټی پر نښه شوی او ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.
د حوثیانو تر ادارې لاندې د روغتیا وزارت ویلي، چې د سعودي عربستان لهخوا پر یوه استوګنیزه سیمه د هوايي بریدونو له کبله، چې د یمن پلازمېنې صنعا ته نږدې ده؛ لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي.
د حوثیانو اړوند صبا خبري آژانس د شنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې په دې بریدونو کې د صنعا ختیځ د بنيحشیش ښارګوټی پر نښه شوی او ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.
د حوثیانو روغتیايي چارواکو ویلي، چې یو شمېر قربانیان اوس هم د ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې دي او د ژغورنې د عملیاتو پر مهال یو شمېر مرستندویان هم ټپیان یا وژل شوي دي.
په صنعا کې د «صحتنا» روغتون رییس عبدالعزیز الدیلمي ویلي، چې یو شمېر ټپیان د سر، سینې او پښو په برخو کې له سختو ټپونو سره دغه روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
رویټرز خبري آژانس ویلي، چې نهشي کولی د دغو بریدونو او د قربانیانو د شمېر راپور خپلواکه تائید کړي.
د سعودي عربستان د نړیوالو اړیکو مرکز هم ویلي، چې دغه راپور څېړي.
د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ تازه نښتو په ۲۰۲۲ز. کال کې د ملګرو ملتونو پر ملاتړ رامنځته شوی اوربند له ننګونې سره مخ کړی، چې تر ډېره یې د دواړو لوریو ترمنځ بریدونه درولي وه.
حوثیانو په وروستیو میاشتو کې د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو او د تېلو پر تاسیساتو راکټي او بېپیلوټه بریدونه کړي او ریاض هم د خپلو یمني متحدانو پر ملاتړ په یمن کې هوايي بریدونه کړي دي.
دغو نښتو د سیمې د کړکېچونو او د امریکا او ایران د جګړې له پراخېدا وروسته زور اخیستی او په یمن کې یې بشري ناورین یو ځل بیا سخت کړی دی.
د کډوالۍ نړیوالې ټولنې هم د اوکټوبر په میاشت کې راپور ورکړی و، چې د تازه نښتو له کبله د بېځایه شویو کسانو شمېر له ۲۰۰ زره اوښتی دی.
یمن، چې له نړۍوالو سختو بشري ناورینونو سره مخ دی؛ یو ځل بیا د ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې او د کورنیو د بېځایه کېدو له زیاتېدا سره مخ شوی دی.
نړۍ
د امریکا د ټاکنو پایلې؛ یو شمېر جمهوريغوښتونکو د ټرمپ په سیاستونو کې د بدلون غوښتنه وکړه
د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي، چې نهغواړي نوم یې خپور شي؛ پرون( چارشنبه د نومبر څلورمه) رویټرز ته ویلي: کورنیو نظرپوښتنو له ټاکنو شپږ اوونۍ مخکې وښودله، چې جمهوريغوښتونکي په دواړو جرګو کې د ماتې له ګواښ سره مخ دي؛ خو ټرمپ د ایران جګړې د سیاسي پایلو په اړه له خبرداریو سره – سره د خپل دریځ له بدلولو ډډه وکړه.
په امریکا کې د سنا او استازو جرګې د ټاکنو له پایلو وروسته، چې« سیاسي زلزله» بلل شوې؛ د ډونالډ ټرمپ یو شمېر جمهوريغوښتونکو متحدانو او سلاکارانو له هغه غوښتي، چې د سپینې ماڼۍ په پلویانو کې بدلون راولي او د ایران پر جګړه او تعرفو بیاکتنه وکړي.
د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي، چې نهغواړي نوم یې خپور شي؛ پرون( چارشنبه د نومبر څلورمه) رویټرز ته ویلي: کورنیو نظرپوښتنو له ټاکنو شپږ اوونۍ مخکې وښودله، چې جمهوريغوښتونکي په دواړو جرګو کې د ماتې له ګواښ سره مخ دي؛ خو ټرمپ د ایران جګړې د سیاسي پایلو په اړه له خبرداریو سره – سره د خپل دریځ له بدلولو ډډه وکړه.
د ټرمپ دې چارواکي ویلي:« په پای کې ورته دا مهمه نهوه او نهیې غوښتل، چې د چا خبره واوري.»
ټرمپ د سېشنبې پر شپه ومنله، چې د ایران اتهمیاشتنۍ جګړې جمهوريغوښتونکو نوماندانو ته زیان رسولی؛ خو د جګړې د پیلولو له خپلې پرېکړې یې دفاع وکړه.
هغه فاکسنیوز ته ویلي:« زه دا پایله پر ځان ګوزار نهګڼم.»
د جمهوريپالو تجربهکار سټراټیژیست جان فیهري د ټاکنو پایله د ټرمپ لپاره« ستر باورین» وګاڼه او څرګندوي:« هغه باید په کاري ډله کې بدلون راولي؛ له دې وروسته به یې هره ورځ ځواک نور هم کمیږي.»
د امریکا مرستیال ولسمشر جېډي ونس، چې د ټرمپ احتمالي سیاسي ځایناستی بلل کېږي؛ چارشنبه د جمهوريغوښتونکو د ماتې لامل د ایران جګړه وبلله.
د سپینې ماڼۍ د لوړپوړي چارواکي د څرګندونو له مخې؛ د ټرمپ لوړپوړي مرستیالان د یو شمېر کارکوونکو د وتلو، په کابینه کې د احتمالي بدلونونو او د ډیموکراټانو لهخوا د څېړنو لپاره چمتووالی نیسي.
هغه وایي:« په دې ورځو کې دلته پاتې کېدل رښتیا هم ډېر بد دي او له دې څخه د رواني حالت نور هم خرابېدای نهشي.»
یو جمهوريغوښتونکي سیاسي سلاکار رویټرز ته ویلي:« که ټرمپ راتلونکي دوه کاله هم پر نااړینو موضوعاتو ټینګار روان وساتي؛ په راتلونکو ټاکنو کې به بیا هم درنده ماتې وخورو.»
ډیموکراټان به د راتلونکي کال له پیل سره د دواړو جرګو د اکثریت پر ترلاسه کولو وکولی شي د ټرمپ د ملاتړ وړ لایحو د تصویب مخه ونیسي، د حکومتي دندو لپاره د هغه د وړاندیز شویو کسانو له تائید څخه ډډه وکړي او د هغه د حکومت پر کړنو څېړنې وکړي.
نړۍ
په فلوریډا کې وسلهوال برید؛ یوه ښځه وژل شوې او څلور کسان ټپیان دي
د فاکس نیوز د راپور له مخې؛ بریدګر په موټر کې د بانک انګړ ته ننوتی او لومړی یې یوه ښځه وژلې او بیا د بانک خوړو خونې ته ننوتی او هلته یې له یوه امنیتي ساتونکي سره ډزې تبادله کړې دي.
د امریکا د فلوریډا ایالت په ټمپا ښار کې د یوه بانک په انګړ کې د یوه وسلهوال کس د ډزو له کبله یوه ښځه وژل شوې او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.
د فاکس نیوز د راپور له مخې؛ بریدګر په موټر کې د بانک انګړ ته ننوتی او لومړی یې یوه ښځه وژلې او بیا د بانک خوړو خونې ته ننوتی او هلته یې له یوه امنیتي ساتونکي سره ډزې تبادله کړې دي.
د راپور له مخې، د پېښې پر مهال د بانک په انګړ کې شاوخوا درې زره او ۲۰۰ کارکوونکي موجود ول.
تر اوسه د بریدګر د هویت او د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات خپاره شوي نهدي او د پېښې پر انګېزه هم څېړنې روانې دي.
ویل کیږي، چې په امریکا کې دا ډول پېښې تر ډېره په ښوونځيو، بازارونو، مذهبي ځایونو او له خلکو څخه په ډکو سیمو کې کیږي.
-
نړۍ4 days agoډیموکرات عبدال السید د امریکا د مشرانو جرګې لومړنی مسلمان غړی شو
-
نړۍ4 days agoډیموکراټان کانګرس ته بریالي شول؛ ټرمپ له سترې سیاسي ماتې سره مخ شو
-
تازه خبرونه5 days agoد مسکو فارمټ د افغانستان د ستونزې د حل لپاره تر ټولو مهم سیمهییز جوړښت دی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او پاکستان کړکېچ د منځنۍ او سویلي آسیا د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي
-
تحول4 days agoتحول: په مسکو فرمټ کې د افغانستان د ستونزو پر حل د روسیې ټینګار
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د ډیپلوماسۍ او اسلامي همکاریو ټولنې د هڅو په اړه علمي ناسته تر سره شوه
-
تازه خبرونه7 hours agoد افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۵۱ میلیون ډالرو سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
-
تازه خبرونه4 days agoامریکايي محکمې پاکستان او افغانستان ته د نیول شویو افغانانو د لېږدولو بهیر ودراوه
