Connect with us

تازه خبرونه

د کابل هوایي ډګر او سفارتونو د ساتلو لپاره د یو شمېر بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل د منلو ندي ـ طالبان

خپور شوی

د

طالبانو خبرداری ورکړی، چې د بهرنیانو له وتلو وروسته د کابل هوایي ډګر او بهرنیو سفارتونو د ساتنې لپاره د یو شمېر بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل ورته د منلو وړ ندی او دا سرتېري به نیواکګر وپېژندل شي.

طالب ویاند له هغې وروسته، چې ناټو د کابل هوایي ډګر پر ساتلو خپل ګډهوډ څرګند کړ؛ په ډاګه کړه: زمونږ په هېواد کې تر هر نوم او سرلیک لاندې د بل هېواد د سرتېرو حضور د افغانانو او طالبانو لپاره د منلو وړ ندی.

په دې اړه د طالبانو په اعلامیه کې راغلي؛ دا د افغانانو مسوولیت دی، چې د افغانستان د لویشت لویشت خاورې، هوایي ډګرونو، بهرنیو سفارتونو او ډیپلوماټیکو سیمو امنیت وساتي. له دې کبله باید هیڅ بهرنی زمونږ په هېواد کې د نظامي یا امنیتي شتون د بقا امید ونلري او داسې ګام پورته نکړي، چې پرې د هېوادونو او ملتونو تر منځ اړیکې ځنډنۍ، خنډنۍ او خرابې شي.

طالبانو خبرداری ورکړ: که څوک دا ډول تېروتنه وکړي؛ نو افغانان او اسلامي امارت به دوی د نیواکګرو په توګه وپېژني او هغه کړنه به ورسره تر سره شي، چې د هېوادني تاریخ په هر پېر کې ورسره تر سره شوې ده.

طالبانو په داسې حال کې دا څرګندونې کړي، چې د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایی ډګر او د بهرنيو هېوادونو د سفارتونو ساتلو د بهرنیو ځواکونو یوه اړینه اندېښنه ګڼل شوې ده.

تازه خبرونه

د کابل هوایي ډګر«ابي» دروازې د چاودنې په اړه نوي محرم اسناد وموندل شول– امریکا

د کابل هوایي ډګر«ابي» دروازې د چاودنې په اړه نوي محرم اسناد وموندل شول– امریکا

Published

on

د امریکا د جنګ وزارت ويلي؛ د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر «ابي» دروازې ته څېرمه د چاودنې د څېړنې ځانګړي پلاوي نوي محرم اسناد موندلي، چې له دې مخکې د څېړنې په واک کې نه ول.

د کابل هوایي ډګر«ابي» دروازې د چاودنې په اړه نوي محرم اسناد وموندل شول– امریکا

هغه زیاته کړې: د ځانګړي پلاوي له‌خوا د دغو اسنادو له څېړلو وروسته څرګنده شوه، چې ولې هڅه شوې وه؛ دغه اسناد پټ وساتل شي، خو په دې پړاو کې یې د اسنادو د منځپانګې د جزئیاتو پر نه‌افشا ټینګار کوي.

پارنل ویلي، چې څېړنې له بېړې پرته روانې دي او د څېړنې پلاوی به شواهد تر هغې کچې تعقیب کړي، چې پایله یې ورسېږي او هر هغه څوک به وڅېړي، چې په دې قضیه کې ښکېل وي.

د ۲۰۲۱ز.کال د اګست پر شپږویشتمه د کابل نړیوال هوايي ډګر د«ابي» دروازې تر څېرمه هغه مهال چاودنه وشوه، چې د امریکايي ځواکونو د وتلو او د افغان او بهرنیو وګړو د ایستلو عملیات روان ول. په دې پېښه کې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ افغان ملکي وګړي وژل شوي وه.

د امریکا د جنګ وزارت ویلي؛ دغه څېړنه د دې لپاره روانه ده، چې د دې پېښې اړوند پرېکړو د څرنګوالي او لاملونو بشپړ انځور وړاندې شي او د قربانیانو کورنۍ او د امریکا خلک حق لري، چې بشپړ ځوابونه ترلاسه کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

کندوز ته د ۱۶ کسیز ازبکستاني پلاوی سفر؛ د سوداګرۍ او ګډو پانګونو پر همکاریو ټینګار وشو

د کندوز ولایت په مقام کې د شوې ناستې پر مهال د دغه ولایت مرستیال والي حبیب الرحمن صهیب راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د مثبتو دوه‌اړخیزو اړیکو او ګډې سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.

Published

on

د ازبکستان د جېزخ ولایت د مرستیال والي بهرام یوسوپوف پر مشرۍ د دې هېواد یو ۱۶ کسیز لوړپوړي پلاوي کندوز ولایت ته سفر کړی او د دغه ولایت له مسوولانو او سوداګرو سره یې د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د کندوز ولایت په مقام کې د شوې ناستې پر مهال د دغه ولایت مرستیال والي حبیب الرحمن صهیب راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د مثبتو دوه‌اړخیزو اړیکو او ګډې سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.

صهیب ازبکستاني او نورو بهرنیو سوداګرو ته په کندوز کې د پانګونې رسمي بلنه ورکړه او څرګندوي، چې د پانګوالو لپاره د اړتیا وړ آسانتیاوې برابرې شوې دي.

هغه له ازبکستاني لوري وغوښتل، چې د سوداګریزو راکړو ورکړو د چټکتیا لپاره افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې ډېرې نورې آسانتیاوې هم رامنځته کړي.

دغه راز د ازبکستاني پلاوي مشر بهرام یوسوپوف د کندوز ولایت د مسوولانو او سوداګرو له تود هرکلي مننه کړې او وایي؛ هېواد یې لېواله دی، چې په افغانستان کې خپلې پانګونې پراخه کړي.

یوسوپوف ویلي، کندوز ته د دوی د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پیاوړتیا ده او هڅه به وکړي، چې په راتلونکي کې له افغان سوداګرو سره ګډه پانګونه وکړي.

کندوز د افغانستان په شمال کې یو مهم اقتصادي او کرنیز ولایت دی، چې له ازبکستان او تاجکستان سره ټرانزیټي ګڼې مستقیمې او غیرمستقیمې لارې لري او د هېواد په سوداګریزو راکړو ورکړو کې مهم ځای لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیرخان متقي او د سره صلیب عملیاتي مشرې د بشري همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې لیدنه کې د هېواد بشري اړتیاوې، د راستنېدونکو کډوالو د شمېر زیاتوالی، روغتیايي خدمتونه او د جګړو له پېر پاتې ستونزې وارزول شوې.

Published

on

Last Updated on: وږی ۵, ۱۴۰۵

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سره صلیب نړیوالې کمیټې د عمومي عملیاتي چارو له رییسې یاسمین پراز دسیماز سره وکتل او د افغانستان د بشري وضعیت په اړه یې خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې لیدنه کې د هېواد بشري اړتیاوې، د راستنېدونکو کډوالو د شمېر زیاتوالی، روغتیايي خدمتونه او د جګړو له پېر پاتې ستونزې وارزول شوې.

دواړو لوریو د سره صلیب نړیوالې کمیټې د بشري همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ او په روغتیا او نورو بشري برخو کې یې د ډېرو همکاریو او همغږۍ لپاره چمتووالی څرګند کړ.

په دې لیدنه کې همداراز ویل شوي، چې افغانستان له یوې اوږدې جګړه‌ییز پېر وروسته اوس د پراختیا او اقتصادي ودې نوي پړاو ته داخل شوی؛ خو د جګړې د قربانیانو ځینې ستونزې او اړتیاوې اوس هم پاملرنې ته اړتیا لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!