سوداگري
د ام ډي چورلکو شرکت له افغان هوایي ځواکه د ملاتړ لپاره دوه تړونونه کړي
د ام ډي چورلکو امریکایي شرکت څرګنده کړې، چې د امریکا اردو له افغان هوایي ځواک سره د مرستې لپاره د ۴۳.۹ میلیون ډالرو پر ارزښت نوی قرارداد ترلاسه کړی.
د یاد شرکت د څرګندونو له مخې؛ په لومړی تړون کې، چې د شپږ میاشتو له غځولو سره د ۱۴.۵ میلیون ډالرو پر ارزښت دی؛ د پروګرام مدیریت، لوژیستیکي خدمات، توکي او له لرې واټنه د افغان کاروانونو ملاتړ د ټینګار وړ ګرځېدلی دی.
د ایم ډي هیلي کاپټرو شرکت څرګنده کړې، چې دا پروګرام به د امریکا په میسا او آریزونا، په کابل او متحده اماراتو کې پلي شي.
د امریکا اردو د روان کال می پر ۲۸ له دې شرکت سره دغه تړون لاسلیک کړی دی.
دوه یم تړون د ۲۹.۴ میلیون ډالرو پر ارزښت د چورلکو د اصلي پرزو د ترمیم او جوړولو لپاره لاسلیک شوی دی.
د تړون پر بنسټ به د آم ډي چورلکو شرکت به د افغان هوایي ځواک چورلکې جوړوي.
د دغه شرکت مرستیال په دې اړه ویلي؛ له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو له وتلو وروسته به له افغان هوایي ځواکه ملاتړ روان وساتل شي او دا به له ثبات رامنځته کولو سره مرسته وکړي.
په اعلامیه کې راغلي: دا (قراردادونه) ښیي، چې زمونږ حکومت او افغان هوایي ځواک ام ډي ۵۳۰ اف چورلکو ته ارزښت ورکوي. دا د ویاړ ځای دی، چې حکومت او متحدینو ته د لوړې کچې ملاتړ وړاندې کوو.
ام ډي ۵۳۰ اف چورلکې د چټک، ځواکمن، ډاډمن او ګړندي بریدونو وړتیا لري.
سوداگري
قزاقستان له افغان شرکت سره د جست ډبرو د صادراتو تړون لاسلیک کړ
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
د قزاقستان چارواکو ویلي، د دغه هېواد شالکیازینک شرکت په افغانستان کې له افغان ـ جرمن باختر شرکت سره د جست ډبرو د برابرولو تړون لاسلیک کړی دی.
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
د تړون له مخې، هر کال به شاوخوا ۳۰ زره ټنه د جست ډبرې له افغانستان څخه قزاقستان ته صادرېږي. د تړون ټول ارزښت ۱۸.۸۸ میلیون ډالر ښودل شوی او موخه یې شالکیازینک تولیدي فابریکو ته د خامو موادو برابرول دي.
قزاقستاني چارواکي وایي، افغانستان پر پراخو اقتصادي فرصتونو لرونکي بازار بدلېږي او د کانونو، کرنې او رغونې په برخو کې د همکارۍ زمینه پراخېږي.
د رسمي څرګندونو له مخې، په ۲۰۲۵ز.کال کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۵۴۱ میلیون ډالرو اوښتې او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې ۳ میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.
سوداگري
د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ ۲۵ تفاهملیکونه لاسلیک شول
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې هوکړهلیکونو کې د درملو، سابو، تازه او وچو مېوو د وارداتو او صادراتو ترڅنګ بانکي همکاري، اوړه، غنم، غوړي او کچالو هم رانغاړي.
سوداگري
د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د سمنګان ولایت د فیروزنخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون امریکايي ډالرو پر پانګونه لاسلیک شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا قرارداد د پنجشنبې پر ورځ د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او د «ایبک سمنت» شرکت ترمنځ لاسلیک شو. د قرارداد له مخې، یاد شرکت به د تولید شوي هر ټن سمنټو په بدل کې ۲۰۰ افغانۍ د دولت حق الامتیاز (رویالټي) ورکوي.
د کانونو او پټرولیم وزیر د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، دا پروژه د ۳۰ کلونو لپاره ورکړ شوې او د هغې دوام به د کانونو د اصولو، کړنلارو او په تړون کې د راغلو ژمنو له رعایت سره تړلی وي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پروژې له عملي کېدا سره به شاوخوا ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي. همداراز پانګوال شرکت ژمنه کړې، چې په ټاکلې موده کې به شاوخوا یو میلیون ډالر پر ټولنیزو خدماتو ولګوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.
-
تازه خبرونه3 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه15 hours agoافغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه16 hours agoپه کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
-
تازه خبرونه2 days agoله افغانستان سره تعامل د بېثباتۍ د مخنیوي لپاره اړین دی – قزاقي استازی
-
څار3 days agoڅار: د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې
