Connect with us

تازه خبرونه

په نورستان کې سیلابونو ۶۰ کسان مړه کړي او لسګونه نور ورک دي

خپور شوی

د

 

د چهار شنبې پر شپه د نورستان ولایت په مهردېش کلي کې د سیلابونو د راوتلو له کبله له ۶۰ ډېر کسان مړه او په لسګونه نور ورک او اوبو وړي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي، تېره شپه د نورستان د کامدیش ولسوالۍ په مهردیش کلي کې سیلابونه راوتلي، چې له کبله یې کلی په بشپړ ډول له منځه وړی او له ۶۰ ډېر کلیوال  مړه شوي او لسګونه نور بیا سیلابونه وړي دي.

حافط عبدالقیوم ویلي، چې امنیتي ځواکونه سیمې ته د ننوتلو توان نلري؛ ځکه، چې سیمه دا مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې ځایي خلک توانیدلي یو شمېر کلیوال وژغوري.

دغه راز د نورستان د ولایتي شورا مشر سعدالله پاینده زوی ویلي، چې سیلابونو لږ تر لږه ۲۰۰  کورونه ویجاړ کړي او لسګونه کسان سیلاب وړي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ ځايي خلکو د ۴۰ کسانو جسدونه پیداکړي او یو شمیر کسان اوس هم ورک دي، چې پلټنه یې روانه ده.

پاینده زوی وايي: شونې ده، چې ځاني زیانونه له ۲۰۰ هم  ډېر شي.

هغه له مرکزي او ولایتي ادارې او مرستندویه ادارو څخه د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

د طبیعي پیښو پروړاندې د مبارزې وزارت ویلي، چې د سیلابونو لږ تر لږه ۶۰ کورونه ویجاړ کړي او شاوخوا ۱۰۰ کسان یې وژلي یا ټپیان کړي دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، دا لومړني  معلومات دی او د زیانونو شمېر کېدای شي ډېر شي.

د نورستان د ولایتي شورا غړیو ویلي سږنیو سیلابونو د ښځو او ماشومانو په ګډون په کامدیش ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۳۰ کسان مړه کړي او تر دې دمه یې ۴۰ مړي ترلاسه شوي دي.

دوی دا هم ویلي، چې نه یوازې لسګونه کورونه، بلکې پراخې ځمکې یې هم ویجاړې شوې دي.

د یادونې ده، چې نورستان یو غرنی او ځنګلي ولایت دی، چې هر کال د سیلابونو له خطر سره مخ وي؛ خو سږکال سیلابونو ځایي خلک ځاني او مالي اغېزمن کړي دي.

تازه خبرونه

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر په ترمذ کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره ولیدل

په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په ترمذ ښار کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یوف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

ازبک چارواکو په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه او افغان پلاوي د ازبکستان له چمتووالي هرکلی وکړ او د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې د پراختیا لپاره یې د اړینو آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.

په دې لیدنه کې د بلخ والي محمد یوسف وفا او په تاشکند کې د افغانستان سفیر عبدالغفار بحر هم ګډون کړی و.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ له دې مخکې هم ورته خبرې شوې دي.

 

 

Continue Reading

تازه خبرونه

«غیرشرعي» غوښتنې نه‌منو- د اسلامي امارت رهبر

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبة‌الله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.

Published

on

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده وايي، «غیرشرعي» غوښتنو ته به مثبت ځواب ورنه‌کړي او د «ناوړه فرمایشونو» پر ځای د خلکو الهي او دیني حقونو ته ژمن دی.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبة‌الله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.

هغه یو ځل بیا پر یووالي او اطاعت ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي؛ د هغه څه تر اغېز لاندې رانشي، چې نوموړي د «دښمنانو ناسم تبلیغات» بللي دي.

نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د اسلامي نظام ملاتړ وکړي، د دغه نظام د مخالفانو پر تبلیغاتو ونه‌غولېږي او د دیني عالمانو او مشرانو درناوی وکړي.

هغه پر یووالي، اتفاق، ورورولۍ او اطاعت هم ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د کندهار ولایت یو شمېر لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو هم ګډون کړی و.

ویل کیږي، چې د غونډې په پای کې د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو رسم‌ګذشت هم ترسره شو او پرمختللې پوځي وسلې او تخنیکي وسایط نندارې ته وړاندې شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران کولی شي په افغانستان کې له مهمو اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي – عراقچي

دغه راز هغه د ایران او افغانستان ترمنځ روغتیايي ګرځندوی ظرفیتونو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغان وګړو لپاره د ویزو په صادرولو کې کوم خنډ نه‌لري او چمتو دی، چې د روغتیايي ګرځندوی لپاره د ویزو د ورکړې بهیر آسانه کړي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ګاونډ هېوادونه د بندیزونو په شرایطو کې د دغه هېواد له مهمو اقتصادي ظرفیتونو څخه بللي او د اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.

عراقچي د رضوي خراسان ولایت د ګرځندوی او لاسي صنایعو د پانګه‌والو په ځانګړې غونډه کې ویلي، چې ګاونډ هېوادونه په اوسنیو شرایطو کې د ایران په بهرنۍ تګلارې او اقتصادي همکاریو کې د دغه هېواد «تر ټولو ستر فرصت» بلل کېږي.

دغه راز هغه د ایران او افغانستان ترمنځ روغتیايي ګرځندوی ظرفیتونو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغان وګړو لپاره د ویزو په صادرولو کې کوم خنډ نه‌لري او چمتو دی، چې د روغتیايي ګرځندوی لپاره د ویزو د ورکړې بهیر آسانه کړي.

عراقچي زیاته کړې؛ د روغتیايي ګرځندوی لپاره باید ځانګړي سیسټمونه او روښانه بهیرونه رامنځته شي، چې وړ کسان وکولی شي پر ډېرو آسانیو ایران ته ولاړ شي او د بهرنیو چارو وزارت هم په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

د ایران بهرنیو چارو وزیر همداراز د اقتصادي ستونزو د اواري لپاره د ولایتونو پر واکونو د زیاتولو ټینګار کړی او څرګندوي؛ د دغه هېواد ولسمشر هم د ولایتونو د واکونو پر پراخولو ټینګار کوي، چې ستونزې په سیمه‌ییزه کچه په چټکۍ او د ښه پوهاوي له مخې اوارې شي.

عراقچي د«ولایتي ډیپلوماسۍ» تجربې ته په نغوته کې ویلي، چې د ایران او ګاونډ هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمو کې پر ولایتي کچه آسانه او چټکې اوارېدای شي.

هغه زیاته کړې، که د رضوي خراسان او افغانستان ترمنځ پر پوله کومه ستونزه رامنځته شي؛ د دواړو خواوو د سیمه‌ییزو چارواکو له لارې یې اوارول کابل او تهران ته د موضوع له لېږدولو او د دواړو پلازمېنو ترمنځ د خبرو له پیلولو آسانه کېدای شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!