Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان د ساتنې مسوولیت افغان امنیتي ځواکونه لري – پنتاګون

خپور شوی

د

له هغې وروسته، چې طالبانو د هېواد ځینې برخې تر خپل کنترول لاندې راوستې؛ امریکا ټینګار څرګند کړ، چې افغان امنیتي ځواکونه د هېواد د دفاع مسوولیت لري.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د پنټاګون وباند ویلي، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت “سم لوري ته روان ندی” ځکه، چې طالبانو د افغانستان شپږم ولایتي مرکزهم نیولی دی.

د پنټاګون ویاند جان کربي وویل چې متحده ایالات د وضعیت په اړه ژوره اندیښنه لري.

جان کربي زیاته کړې؛ افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې د لویو بدلونونو وړتیا لري، خو دا هر څه د افغان حکومت له رهبرۍ سره تړلي دي.

د پنټاګون ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی له افغان ځواکونو هوايي ملاتړ روان ساتي؛ خو بیا هم افغان ځواکونه پیاوړي دي او د جګړې په ډګر کې لوی بدلونونه راوستلی شي.

سرچینه زیاتوي، چې د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو بریالي کېدل د حکومت په مشرۍ او رهبرۍ پورې تړلې ده او باید روان وضعیت مدیریت شي.

د پنټاګون ویاند د دې پوښتنې په ځواب کې، چې که افغان امنیتي ځواکونه مقاومت ونکړي؛ دوی به پدې اړه یو څه وکړي؟ ویلي:”دومره ډېر نه “.

کربي وایي: مونږ به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته روان ساتو؛ خو مونږ د روانې میاشتې تر پایه پورې له افغانستان څخه د ځواکونو پر وتلو راڅرخو.

کربي همدا راز ویلي، چې افغان ځواکونه پوره وسلې، مهمات او تجهیزات لري؛ خو بیا هم د اړتیا پر مهال امریکا د دوی تر څنګ ولاړه ده.

هغه د اګست پر ۳۱ مه له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته پر طالبانو د امریکایي الوتکو د پرلپسې  هوایي بریدونو په اړه وویل: زه نه پوهیږم، چې له دې نېټې وروسته به څه پېښیږي. مونږ نشو کولی پرلپسې پر هوایي بریدونو له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت به د اګست پر ۳۱ پای ته ورسیږي؛ ځکه، چې افغان ولس باید خپل برخلیک پخپله وټاکي او هغه به د امریکایانو بل نسل دې ۲۰ کلنې جګړې ته ونه لیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر ته تللی، چې د پوځي بریدونو د درولو او سیاسي جوړجاړي لپاره پر طالبانو فشار راوړي.

د دوشنبې پر ورځ طالبانو د افغانستان په شمال کې د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار ونیوه.

د ولسي جرګې غړي ضیاالدین ضیا ویلي؛ دمګړۍ طالبان له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل دي، چې د پولیسو ودانۍ او امنیه بولنتون ونیسي. په داسې حال کې، چې د دې ښار څو برخې طالبانو نیولي دي.

رویټرز په ډاګه کړې، چې طالبانو له دې مخکې د نیمروز، سرپل او تخار درې ولایتونه تر څارنې لاندې راوستي او د کندوز ولایتي مرکز او د هلمند ولایتي اداره هم په واک کې لري.

امریکایي چارواکو د نوم د نه ښودلو پر شرط ویلي؛ په داسې حال کې، چې د امریکا اردو د روان کال په پیل کې بایډن ته خبرداری ورکړی و، چې د سرتېرو له وتلو سره به ولایتي مرکزونه طالبان ونیسي. اوس دوی ډېر حیران دي، چې دا ښارونه څومره ژر د طالبانو تر څارنې لاندې راغلل.  

تازه خبرونه

په هرات کې د سمنټو کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.

Published

on

نن په هرات ولایت کې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړپوړیو چارواکو په شتون کې د سمنټو د یوې لویې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ قراردادي شرکت د دې پروژې د پلي کولو لپاره ۱۴۳ میلیون ډالره پانګونه کوي او د فعالیت له پیل وروسته به د کارخونې د تولید ورځنۍ وړتیا شاوخوا درې زره ټنو ته ورسېږي.

مسوولانو ويلي، د دې پروژې له فعالیت سره به شاوخوا پېنځه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د پروژې د چارو د پیل په مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو او د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر وزیرانو هم ګډون کړی و.

د هرات د سمنټو پروژه د هېواد له لویو صنعتي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د دې ولایت خلک له کلونو راپدېخوا د هغې د استخراج او سمنټو د تولید د پیل پر تمه ول.

ویل کیږي، چې دا پروژه د هرات ښار لویدیځ ته شاوخوا ۳۰ کیلومټرۍ واټن کې د زنده‌جان ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بلوڅستان کې د پاکستان ملاتړې ډلې له افغان پخوانیو امنیتي ځواکونو ګټه اخلي – راپور

دغه راپور، چې د اګست پر شپږمه خپور شوی؛ ادعا کوي، چې په بلوچستان کې «لشکر» نومې ډلې د پاکستان د امنیتي ادارو پر ملاتړ فعالیت کوي او د دغه هېواد له پوځ، سرحدي ځواکونو او استخباراتي ادارو سره یوځای په امنیتي او د پاڅونونو ضد عملیاتو کې ونډه لري.

Published

on

 

د «پارسیا نیوز» د یوه څېړنیز راپور له مخې، د پاکستان امنیتي ادارې په بلوڅستان کې د حکومت د ملاتړ وړ وسله‌والې ډلې د خپلو امنیتي موخو د پرمخ وړلو او د بلوڅ وسله‌والو مخالفانو پر وړاندې د مبارزې لپاره کاروي او د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي هم په دغو ډلو کې جذب شوي دي.

دغه راپور، چې د اګست پر شپږمه خپور شوی؛ ادعا کوي، چې په بلوڅستان کې «لشکر» نومې ډلې د پاکستان د امنیتي ادارو پر ملاتړ فعالیت کوي او د دغه هېواد له پوځ، سرحدي ځواکونو او استخباراتي ادارو سره یوځای په امنیتي او د پاڅونونو ضد عملیاتو کې ونډه لري.

د دې څېړنې له مخې: دغه ډلې د نیابتي ځواکونو پر بڼه فعالیت کوي او پاکستان ته اجازه ورکوي؛ د امنیتي عملیاتو او پاڅونونو پر وړاندې د مبارزې یوه برخه د هغو وسله‌والو ډلو له لارې ترسره کړي، چې په رسمي ډول د دولت د جوړښت برخه نه‌دي.

«پارسیا نیوز» ادعا کړې: د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي، چې په ۲۰۲۱ز. کال کې د جمهوري حکومت له سقوط وروسته له افغانستان څخه ووتل؛ هم له دغو ډلو سره یوځای شوي دي.

د راپور له مخې، دغه کسان د پوځي روزنې، جګړه‌ییزې تجربې او په سرحدي عملیاتو کې د بلدتیا له کبله د دغو شبکو لپاره ارزښتناک ځواک بلل کېږي.

په راپور کې راغلي، چې د افغان پخوانیو امنیتي ځواکونو کارول کولی شي د پاکستان ملاتړ وړ وسله‌والو ډلو ته دا زمینه برابره کړي، چې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د شمېر له رسمي زیاتولو پرته، په خپلو عملیاتو کې له تجربه‌لرونکو کسانو ګټه واخلي.

دغه رسنۍ همدارنګه ادعا کړې، چې د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د یوځای کېدا اصلي لامل مالي اړتیا او د ژوند د دوام لپاره د یوې لارې موندل دي؛ ځکه، چې دغه کسان د افغانستان پر وړاندې په جګړه کې له ګډون سره لېوالتیا نه‌لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

اووه خصوصي پوهنتونونه د یوه کال لپاره ځنډېدلي؛ د دوه نورو جوازونه لغوه شول

دغه وزارت ویلي، چې دا پرېکړه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د پسرلني سمسټر پر مهال په ټول هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو له ارزونې او څېړنې وروسته شوې ده.

Published

on

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت د سرغړونو او اداري نیمګړتیاوو له کبله د اووه خصوصي پوهنتونونو فعالیتونه د یوه کال لپاره وځنډول او د دوه نورو پوهنتونونو د فعالیت جوازونه یې لغوه کړل.

دغه وزارت ویلي، چې دا پرېکړه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د پسرلني سمسټر پر مهال په ټول هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو له ارزونې او څېړنې وروسته شوې ده.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې، په نهه خصوصي پوهنتونونو کې له څو ځله خبرداریو او د ستونزو د اواري له سپارښتنو سره – سره ستونزې موندل شوې دي.

یاد وزارت ویلي، د رهبرۍ شورا له لوري ټاکل شوې کمیټې د دغو پوهنتونونو فعالیتونه بیا ارزولي او د فعالیتونو د ځنډولو او جوازونو د لغوه کولو سپارښتنه یې کړې، چې وروسته د شورا له‌خوا تصویب شوې ده.

هغه اووه پوهنتونونه، چې فعالیتونه یې د یوه کال لپاره ځنډول شوي؛ په جوزجان کې برلاس، په بلخ کې  راه سعادت او ترکستان، په بدخشان کې  ازهر او برنا، په فاریاب کې رشاد او په کابل کې پیام پوهنتونونه دي.

د کندوز کهندوز او د تخار خانه دانش پوهنتونونو د فعالیت جوازونه هم لغوه شوي دي.

دغه راز د دغو پرېکړو لپاره د بېلابېلو سرغړونو یادونه شوې، چې په کې د مناسبو علمي او اداري مسوولینو، لکه د پوهنتون د رییس، علمي مرستیال، د محصلانو چارو مرستیال او د پوهنځیو د رییسانو نشتوالی شامل دي.

دې وزارت همدارنګه ویلي، چې په ځینو پوهنتونونو کې«خیالي محصلان» شامل ول، چې په نوملړونو کې د شامل محصلانو او په ټولګیو کې د حاضرېدونکو په توګه ثبت شوي وه؛ خو ټولګیو ته نه حاضرېدل.

له نورو سرغړونو څخه د سمسټر په لومړیو ۱۰ اوونیو کې د ټولګیو د حاضریو د ثبت نشتوالی او هغو محصلانو ته د وروستیو آزموینو اجازه ورکول شامل دي، چې د کمې حاضرۍ له کبله یې زده‌کړو ته د دوام اجازه نه‌درلوده.

د وزارت د څرګندونو له مخې، دغو زده‌کړیالانو(محصلانو) ته نمرې ورکړ شوي او لوړو سمسټرونو ته د تګ اجازه هم ورکړ شوې ده.

وزارت دا هم ویلي، ځینې پوهنتونونه د عملي زده‌کړو لپاره اړین لابراتوارونه، وسایل او توکي هم نه‌لري او هغه درسي نصاب نه تدریسوي، چې وزارت تصویب کړی دی.

په طبي پوهنځیو کې، چې د زده‌کړو ډېره برخه یې باید په روغتونونو کې عملي شي، پلټونکو د خپلو لیدنو پر مهال په روغتونونو کې هیڅ زده‌کړیال نه‌دی موندلی.

وزارت همدارنګه ادعا کړې، چې د هغو دوه پوهنتونونو د حاضریو په پاڼو کې لاس‌وهنه شوې، چې جوازونه یې لغوه شوي دي. دغه راز ځینې زده‌کړیالان، چې د ټول سمسټر په اوږدو کې ټولګیو ته  حاضر شوي نه‌ول؛ د حاضریو په بدلو شویو پاڼو کې حاضر ثبت شوي وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117