تازه خبرونه
د نجونو د زدکړو پیلولو لپاره لږ نور وخت ته هم اړتیا ده ـ مولوي متقي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دوشنبې پر ورځ له نړۍ څخه د ښو اړیکو غوښتنه وکړه؛ خو د نجونو د ثانوي او لوړو زدکړو د بیا پیلېدو په اړه یې له لندمهالې ژمنې ډډه وکړه.
نږدې دوه میاشتې مخکې کله، چې د لویدیځ تر ملاتړ لاندې پخوانی حکومت ړنګ شو او د افغانستان اسلامي امارت کابل ونیوه؛ نو نوې ادارې له نورو هېوادونو سره د اړیکو جوړولو ته زور ورکړ، چې په هېواد کې د رامنځته کېدونکي اقتصادي ناورین مخه ونیول شي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په دوحه کې د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز لخوا په جوړه شوې غونډه کې څرګنده کړې: نړیواله ټولنه باید له مونږ سره همکاري پیل کړي. له دې سره به وکولی شو د ناامنيو مخه ونیسو او له نړۍ سره مثبته ښکېلتیا ولرو.
د افغانستان اسلامي امارت تر دې دمه نجونو ثانوي ښوونځيواو لوړو پوهنتوني زدکړو ته د ورتګ په اړه پرېکړه نده کړې، چې د نړیوالې ټولنې یوه له اړینو غوښتنو څخه ده. تېره میاشت پرېکړه وشوه، چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي به یوازې د هلکانو لپاره خلاص وي.
مولوي متقي ویلي، چې اسلامي امارت په دې اړه له پاملرنې کار اخلي؛ خو یوازې څو اوونۍ کیږي، چې واک ته رسېدلي او دمګړۍ ترې د اصلاحاتو د بشپړېدو تمه؛ ځکه ستونزمنه ده، چې نړیواله ټولنه په تېرو ۲۰ کلونو کې بریالۍ شوې نده، چې اړوند اصلاحات پلي کړي.
هغه زیاته کړې: په داسې حال کې، چې هغوی ډېرې مالي سرچینې، ځواکمن نړیوال ملاتړ او پراخې هماکرۍ لرلې؛ خو اوس له مونږ څخه له همکارۍ پرته په دوه میاشتو کې د ټولو اصلاحاتو غوښتنه کیږي.
متقي په ځلونو له امریکا غوښتي، چې د افغانستان بانک کنګل شوې له ۹ میلیارډ ډېرې پیسې آزادې کړي؛ خو وایي، چې که د پیسو زیرمه یې کنګل پاتې شي؛ نو د پیسو لپاره به حکومت ته یوازې کورنۍ مالیه، ګمرکي تعرفې او کرنیزې سرچینې پاتې وي.
نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت ځواکونه پر هېواد بشپړ کنټرول لري او دا ځواک لري، چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې(داعش) وسلوال ګواښ کنټرول کړي.
هغه ویلي: د داعش مسله تر دې دمه د اسلامي امارت لخوا خورا ښه کنټرول شوې؛ خو پر اسلامي حکومت نړیوال فشار داعش زړورکړی دی؛ ځکه، نو نړۍ باید د فشار پرځای له مونږ سره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د میرمنو او نجونو د حقونو په اړه خپلې ژمنې ماتې کړي او که میرمنې له کار او زدکړو منع شي؛ نو اقتصاد اصلاح کېدلی نشي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
نړۍ5 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی5 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
تحول5 days agoتحول: پر افغانستان د منځني ختیځ د جګړې اغېزې

