لوبی
په جې یو؛ سیالیو کې بریالي افغان ټکوانډو لوبډله وستایل شوه
د افغانستان المپيک ملي کمېټې څرګنده کړې؛ افغان ټکوانډو کاران په غازي امان الله خان تالار کې وستایل شول.
د افغانستان تکواندو لوبډله، چې د جي – یو نړیوالو سیالیو لپاره پاکستان ته تللې وه؛ نن پنجشنبه هېواد ته د یو شمېر بریاو سره هېواد ته راستنه شوه.
د تکواندو دغه سیالۍ د ۱۷ هېوادونو ترمنځ، چې ۳۶ لوبډلو او ۴۲۲ لوبغاړیو په کې ګډون درلود ترسره شوې ده او افغانستان ترې ۷ مډالونو هېواد ته راوړل او څلورم مقام یې خپل کړ.
په دې سیاليو کې مرتضی صالح ۴ پاکستانيو، یو مصري او یو البانیايي سیالان مات کړل او د سرو زرو مډال یې وګاټه.
دغه راز محمد اشرف شکران، رامش حسیني او حکمت الله زین د سپينو زرو مډالونه وګټل.
سربېره پر دوی جواد ځاځي، عاطف الله یعقوبي او شهزاد خاکسار د برونزو پر مډالونو ویاړل شوي دي.
د یادونې ده، چې د ا.ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته دا لومړني طلايي مډال دی، چې د ورزش په برخه کې ګټل کېږي.
لوبی
د افغانستان او سریلانکا کرکټ سیالیو لړۍ د منځني ختیځ د جګړې له کبله وځنډول شوه
د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د سریلانکا پر وړاندې د افغان کرکټ لوبډلې د سیالیو لړۍ، چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۶ ز.کال د کب پر دوهویشتمه / د مارچ پر دیارلسمه په متحده عربي اماراتو کې پېل شي؛ د منځني ختیځ د جګړې له کبله د روان کال تر وروستۍ ربعې وځنډول شوه.
د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.
د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې لوبډلو او مسوولانو بشپړ چمتوالی درلود؛ خو د وروستیو پېښو له کبله د سیالیو دا لړۍ نه ترسره کیږي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دا لوبې به په متحده عربي اماراتو کې روان کال ترسره شي، چې نېټې به یې وروسته اعلان شي.
لوبی
هندوستان د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه
وروستۍ لوبه، چې د احمدآباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو نندارهکوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینهوال ول.
د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ نیوزیلینډ ته پر ماته ورکولو د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه.
وروستۍ لوبه، چې د احمدآباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو نندارهکوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینهوال ول.
هند دا سیالي د ۹۶ منډو پر توپیر وګټله او بیا یې هم د ۲۰ آوریز نړیوال جام له اتلولي دفاع وکړه.
دې بري د هند لپاره ځانګړی ارزښت درلود؛ ځکه، چې په دې لوبغالي کې یې درې کاله مخکې ۵۰ آوریز نړیوال جام آسټرالیا ته بایللی و.
په دې لوبه کې د هند لوبډلې د ۵ ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۵۵ منډې جوړې کړې؛ سنجو سمسون له ۸۰ ډېرې منډې وکړې.
د توپاچونې په برخه کې جسپریټ بومراه زړهراکښونکې هڅه لرله او د څلور ویکټو پر اخیستلو یې خپله لوبډله بریا ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
لوبی
افغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووهویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپوهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې ته پر ماتې ورکولو د ۲۰ آوریز نړیوال جام راتلونکې پړاو ته د لارموندلو هیلې ژوندۍ وساتلې.
په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووهویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپوهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.
هدف ته د رسېدو لپاره افغانستان کمزوری پیل درلود؛ ځکه رحمن الله ګربز پرته له دې، چې کومه منډه وکړي وسوځېد. ابراهیم ځدراڼ د ۵۳ منډو، عظمت الله عمرزي د ۴۰ منډو او دروېش رسولی د ۳۳ منډو پر مټ لوبه وکړه او افغانستان په داسې حال کې بریا خپله کړه، چې څلور توپونه پاتې ول.
له دې بریا سره افغانستان دوه نمرې ترلاسه کړې او د جام د غوره اته لوبډلو پړاو ته د رسېدو خپلې هیلې یې ژوندۍ وساتلې.
ټاکل شوې، چې افغانستان په خپله راتلونکې لوبه کې د پنجشنبې پر ورځ له کاناډا سره مخامخ شي.
-
تازه خبرونه5 days agoسږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
-
تازه خبرونه2 days agoنورالدین عزیزي او د چین ځانګړي استازي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
تازه خبرونه5 days agoپه پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور
-
تازه خبرونه4 days agoنن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه اجماع رامنځته شوه
-
نړۍ4 days agoایران له مونږ سره خیانت وکړ – د قطر لومړی وزیر
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران د تېلو د بندېدا او ټرمپ د سختو بریدونو ګواښ کړی
