Connect with us

لوبی

د ایران د فوټبال لوبغاړې د جنسیت معلومولو لپاره دې څېړنه وشي – اردن

خپور شوی

د

فرانس ۲۴ څرګنده کړې؛ اردن له آسیا فوټبال کنفډراسیون (ای اف سي) څخه وغوښتل، چې د ایران د ښځینه فوټبال لوبډلې ​​د ورساتونکې( ګول کیپر) د جنسیت معلومولو لپاره دې څېړنې پیل کړي.

ایران د سپټمبر پر ۲۵ له ګول وهنې پرته مساوي کیدو وروسته اردن ته ۲-۴ د پنالټي پر ترسره کولو اردن ته ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د میرمنو ۲۰۲۲ آسیا کپ ته لاره پیدا کړه.

د اردن د فوټبال ټولنې مشر شهزاده علي بن الحسین د یکشنبې پر ورځ په یوه ټویټ کې د ایران ورساتونکې تر پوښتنې لاندې ونیوله او د جنسیت د تصدیق غوښتنه یې وکړه.

هغه زیاته کړې، چې ورساتونکی نرینه دی؛ خو د میرمنې په بڼه راښکاره شوی.

فرانس ۲۴ په ډاګه کړی، چې حسین دا مسله اړینه نومولې ده.

د ایران لوبډلمشرې مریم ایراندوست دغه تورونه رد کړل.

ایراندوست د یکشنبې پر ورځ ورزش ۳ خبري سایټ ته ویلي: طبي کارکوونکیو د ملي لوبډلې د هر لوبغاړی هورمونونه معاینه کړي او په دې اړه کومه ستونزه نشته او زه ټولو مینه والو ته د اندېښنې نه کولو ډاډ ورکوم.

نوموړې زیاته کړې؛ مونږ به په دې اړه که د آسیا فوټبال کنفډراسیون یې وغواړي له وخت ضایع کولو پرته هر راز اسناد چمتو کولی شو.

د ایران ورساتونکې زهره کودايي د اردن لوبډلې د دوه ګولونو مخه پخپله وړتیا ونیوله او ایران یې موخې ته ورساوه.

د اردن فوټبال ټولنې ادعا کړې، چې د ایران ښځینه لوبډله د جنسیت او ډوپینګ روښانه تاریخ لري او د دغه بهیر د څېړلو غوښتنه یې کړې.

ټاکل شوې، چې د میرمنو ۲۰۲۲ آسیا کپ د سیالیو کوربتوب به په جنوري میاشت کې هند پرغاړه ولري.

لوبی

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ لومړۍ ټسټ لوبه مساوي پای ته ورسېده

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۹, ۱۴۰۵

 

د زیمبابوې لوبډله د غوره توپ‌وهنې پر مټ د افغانستان پر وړاندې په لومړۍ ټسټ لوبه کې د مساوي پایلې پر ترلاسه کولو بریالۍ شوه. کریګ اروین او ویسلي ماډهویر د لوبې په وروستۍ ورځ ناسوځېدلې سلیزې وکړې.

زیمبابوې د لوبې پنځمه او وروستۍ ورځ د درې لوبغاړو پر سوځېدا د ۱۶۴ منډو پر لرلو پیل کړه او د دوه‌یمې پاڼۍ په پای کې یې د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا ۵۲۳ منډې وکړې.

دې لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې هم ۵۰۴ منډې کړې وې. دا د ټسټ کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې یوه لوبډله په دواړو پاڼیو کې له ۵۰۰ ډېرې منډې کوي.

کریګ اروین په ۲۰۶ منډو ناسوځېدلی پاتې شو او ویسلي ماډهویر هم ۱۰۰ منډې وکړې او ونه‌سوځېد. دغو دوه لوبغاړو د ورځې په اوږدو کې د افغانستان د توپ اچوونکو پر وړاندې ټینګه لوبه وکړه.

۴۱ کلن او ۸۲ ورځنی کریګ اروین د ټسټ کرکټ په تاریخ کې درېیم زوړ لوبغاړی شو، چې دوه‌سوه منډې کوي.

افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۵۱۴ منډې کړې وې. افغان لوبډلې د کوربه لوبډلې تر فشار لاندې راوستلو لپاره د زیمبابوې د لوبغاړو ژر سوځولو ته اړتیا لرله؛ خو د زیمبابوې توپ‌وهونکو په داسې لوبغالي کې، چې د توپ اچوونکو لپاره یې چندان مرسته نه لرله، په حوصله او دقت لوبه وکړه.

برایان بنیټ له پنځوس ډېرې منډې وکړې؛ خو محمد سلیم وسوځاوه.

د زیمبابوې نوي لوبغاړي انټم نقوي هم ۶۱ منډې وکړې. نقوي او اروین د ۱۴۰ منډو ملګرتیا وکړه؛ خو عبدالمالک د دوی ملګرتیا ماته کړه.

دغه راز ویسلي ماډهویر له اروین سره یوځای شو او دواړو د شپږمې ویکټې لپاره د ۲۰۸ منډو ناسوځېدلې ملګرتیا وکړه، چې د زیمبابوې د ټسټ کرکټ په تاریخ کې د دې ویکټې لپاره تر ټولو لوړه ملګرتیا ده. ماډهویر په همدې ملګرتیا کې خپله لومړنۍ ټسټ سلیزه هم ثبت کړه.

له دې پایلې سره دواړه لوبډلې د دوه‌یمې او وروستۍ ټسټ لوبې په درشل کې مساوي دي.

ټاکل شوې، چې دا لوبه د لړم پر ړوه‌ویشتمه / د نومبر پر دیارلسمه په شارجه کې پیل شي.

Continue Reading

لوبی

د ځوانانو المپیک؛ پرتګال افغانستان ته ۲ پر صفر ماتې ورکړه

پرتګال په دې لوبه کې د ژوآئو کاروالیو د ګول له لارې مخکې شو.

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۹, ۱۴۰۵

 

د افغانستان له ۱۸ کلنو ټيټ عمره فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ د ځوانانو ډاکار المپیک په نیمه‌پایلوبه کې له پرتګال څخه ۲ پر صفر ماتې وخوړه او د سرو زرو مډال لپاره له پایلوبې پاتې شوه.

پرتګال په دې لوبه کې د ژوآئو کاروالیو د ګول له لارې مخکې شو.

نوموړي د افغانستان د ګول‌ساتونکي احمد اسماعیلي له تېروتنې وروسته، د میدان منځنۍ کرښې ته له نږدې واټن څخه تشې دروازې ته توپ ولېږه.

دیه‌ګو فریرا د لومړۍ نیمایي له پای ته رسېدا مخکې د پرتګال دوه‌یم ګول هم وواهه.

د افغانستان لوبډلې په دوه‌یمه نیمایي کې د پایلې د بدلولو لپاره ډېرې هڅې وکړې او د ګول وهلو څو فرصتونه یې هم ترلاسه کړل؛ خو د پرتګال ګول‌ساتونکي برنارډو بورژس د خپلې لوبډلې د دروازې د پرانیستل کېدا مخه ونیوله.

له دې بریا سره پرتګال پایلوبې ته لار ومونده او افغانستان به د برونزو مډال لپاره سیالي وکړي.

Continue Reading

لوبی

په آسیا جام سیالیو کې افغان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې سریلانکا ته د ۱۰۶ منډو پر توپیر ماتې ورکړه

سریلانکا پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۹, ۱۴۰۵

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې د آسیا جام سیالیو په لړ کې سریلانکا ته د ۱۰۶ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او په دې سیالیو کې یې خپله درېیمه پرله‌پسې بریا ثبت کړه.

سریلانکا پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

افغانستان په ۴۹.۵آورونو کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا ۲۷۵ منډې جوړې کړې.

سبحان زاخېل د توپ‌وهنې په برخه کې وځلېد او پر ۱۱۱ توپونو یې ۱۰۷ منډې وکړې.

عبدالله نادرجان هم پر ۶۴ توپونو ۵۵ منډې جوړې کړې او د افغانستان په بریا کې یې مهمه ونډه ولرله.

سریلانکا ټاکل شوي هدف ته د رسېدا لپاره په ۳۴.۱آورونو کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا ۱۶۹ منډې وکړې او د ۱۰۶ منډو پر توپیر یې ماتې وخوړه.

نورعلي نیازي د افغانستان لپاره تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه او څلور لوبغاړي یې وسوځول. نوموړي په تېره لوبه کې هم د مالیزیا پر وړاندې ښه لوبه کړې وه او شپږ لوبغاړي یې سوځولي وه.

دا په سیالیو کې د افغانستان درېیمه پرله‌پسې بریا ده. د هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې له دې مخکې بنګله‌دېش او مالیزیا ته هم ماتې ورکړې وې.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!