Connect with us

تازه خبرونه

د قطر په دوحه کې امریکا د ا.ا.ا له استازيو سره بیا خبرې پیلوي

خپور شوی

د

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ ویلي؛ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ به راتلونکې اوونۍ دوحې ته ستون شي، چې د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو سره بیا خبرې پیل کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نډ پريس يوې خبري غونډې ته د وينا پر وخت څرګنده کړه؛ د دواړو خواوو ترمنځ خبرې به د ترهګرۍ ضد مبارزې، بشري مرستو او په هېواد کې د اقتصادي وضعيت په ګډون پر يو شمېر اړوند مسايلو راوڅرخیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټووماس ویسټ به په دوه اوونیز سفر کې د امریکايي پلاوي مشري پرغاړه ولري.

نډ پرایس ویلي؛ نوموړی به په افغانستان کې زمونږ د حیاتي ملي ګټو په اړه خبرې وکړي. په دې خبرو کې به له تروریزم سره پر مبارزه، د امریکایي وګړیو او د هغو افغانانو خوندي وتلو، چې له مونږ سره ځانګړې ژمنې لري، بشري مرستو او د دې هېواد اقتصادي وضعیت بحث وشي.

پرایس ویلي، چې امریکا یوازې په روان کال کې له افغانستان سره د ۴۷۴ میلیون ډالرو ژمنه کړې ده.

پریس دا هم ویلي، چې امریکا د داعش پر ضد مبارزې ته ژمنه ده او دا ډاډ ورکوي، چې افغانستان بیا هېڅکله د ترهګرۍ په خوندي ځاله بدل نشي. دغهف راز به یې د غیرقانوني تمویل مخه ونیسو، د ملکي خلکو په وړاندې د نورو بریدونو د ترسره کولو لپاره د دوی وړتیا محدوده کړو او له تروریزم سره د مبارزې او د تروریزم مالي تمویل په ګډوډولو کې د خپلو شریکانو ملاتړ وکړو.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ په دغو خبرو کې هڅه کوي، چې د افغان ولس پیسې خلاصې او د خلکو اقتصادي ستونزې اوارې کړي.

شاوخوا شپږ اوونۍ کیږي، چې ټوماس ویسټ د زلمي خلیلزاد له استعفا وروسته د امریکا د ځانګړي استازي په توګه دنده پیل کړې او د خبرو پیلولو لپاره یې لومړی دوحې او بیا اروپا، روسیې او هند ته سفرونه وکړل، چې له خپلو متحدینو او شریکانو سره د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړي.

تازه خبرونه

چینايي کارګر د افغانستان پولې ته نږدې د لویې لارې جوړولو کار ته راستانه شول

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ز. کال په وروستیو کې د بنسټیزو ودانیو پر ډلو له خونړیو بریدونو او امنیتي اندېښنو وروسته د دې پروژې چارې درېدلې وې. هغه مهال د چین حکومت هم له خپلو وګړو غوښتي وه، چې سرحدي سیمې پرېږدي.

Published

on

اوراسیانټ رسنۍ راپور ورکړی، چې چینایي کارګر له څو میاشتو ځنډ وروسته د تاجکستان د دوشنبه–کولما لویې لارې د یوې برخې د جوړولو کار بېرته پیل کړی دی.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ز. کال په وروستیو کې د بنسټیزو ودانیو پر ډلو له خونړیو بریدونو او امنیتي اندېښنو وروسته د دې پروژې چارې درېدلې وې. هغه مهال د چین حکومت هم له خپلو وګړو غوښتي وه، چې سرحدي سیمې پرېږدي.

اوراسیانټ لیکلي، چې تاجکستاني چارواکو بېجینګ ته د امنیتي ډاډ پر ورکولو د دې پروژې د بیا پیل زمینه برابره کړې او اوس د تاجکستان ځانګړي امنیتي ځواکونه د چینايي کارګرو امنیت ساتي.

په راپور کې راغلي؛ ټاکل شوې، چې د چین او تاجکستان امنیتي ځواکونه په سپټمبر کې ګډ پوځي روزنیزې هڅې ترسره کړي.

له دې مخکې دواړو هېوادونو د روان کال په می کې د «دوستۍ تړون» لاسلیک کړی و، چې د چینايي شرکتونو په ګډون یې د ۸ میلیارډ ډالرو پر ارزښت قراردادونو ته لاره هواره کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

هیڅ ګاونډ هېواد خپل بل ګاونډی له منځه وړلی نه‌شي؛ جګړه د حل لار نه‌ده – عبدالسلام حنفي

هغه دا څرګندونې په کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ د پېنځم ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وکړې او څرګندوي، چې په یوویشتمې پېړۍ کې جګړه د ستونزو حل نه‌دی او باید د هېوادونو سرچینې او انرژي د ویجاړولو پر ځای پر پرمختګ او ودې ولګول شي.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وایي، هیڅ ګاونډ هېواد نه‌شي کولی بل ګاونډ هېواد له منځه یوسي او د اختلاف په صورت کې دواړه لوري زیانمن کېږي.

هغه دا څرګندونې په کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ د پېنځم ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وکړې او څرګندوي، چې په یوویشتمې پېړۍ کې جګړه د ستونزو حل نه‌دی او باید د هېوادونو سرچینې او انرژي د ویجاړولو پر ځای پر پرمختګ او ودې ولګول شي.

عبدالسلام حنفي ویلي:« که مونږ له یو بل سره جګړه وکړو، ټوله انرژي به مو د یو بل پر ویجاړولو ولګیږي؛ ولې باید په دې پېړۍ کې خپله انرژي د ملتونو د پرمختګ لپاره ونه‌کاروو؟»

هغه د نړیوالو جګړو تجربو ته په نغوته کې ویلي: هغه هېوادونه، چې پخوا په جګړو کې ښکېل ول؛ اوس دې پایلې ته رسېدلي، چې جګړه حل نه‌ده او باید د پرمختګ او همکارۍ پر لوري حرکت وشي.

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت سیاست له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام او نه‌لاس‌وهنې پر بنسټ سوله‌ییز ژوند دی.

هغه زیاته کړې؛ د همدې سیاست له مخې هیڅ فرد یا ډله اجازه نه‌لري، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وکړي او په مقابل کې هیڅ هېواد هم د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نه‌لري.

حنفي همدارنګه ویلي، چې په دې نندارتون کې د کورنیو تولیداتو نندارې ته وړاندې کول د افغانستان د صنعتي ودې ښکارندویي کوي.

هغه زیاته کړې، چې څو لسیزو جګړو افغانستان له هر اړخه زیانمن کړی او اسلامي امارت د جګړې د پایلو د کمولو او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅې کوي.

حنفي وایي؛ هڅه کېږي، چې افغانستان له وارداتي هېواد څخه پر صادراتي هغه بدل شي.

هغه د صنعتکارانو د ملاتړ لپاره د شاوخوا ۲۵ ډول آسانتیاوو د برابرولو یادونه کړې، چې په کې د صنعتي ځمکو وېش، د مالیاتي معافیتونو او نورو آسانتیاوو برابرول شامل دي.

هغه له پانګه‌والو غوښتي، چې د هېواد په کانونو او نورو برخو کې پانګونه وکړي او له رامنځته شویو فرصتونو څخه بشپړه ګټه واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

روسیې له افغانستان او پاکستان څخه د اختلافونو د ډیپلوماټیک حل غوښتنه وکړه

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې پر ختیځو سیمو د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته نغوته شوې او دا پېښه یې «غم‌لړلې» بللې ده.

Published

on

 

د روسیې بهرنیو چارو وزارت له افغانستان او پاکستان وغوښتل، چې د وروستیو ترینګلتیاوو د پای ته رسولو لپاره خپل اختلافونه د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې پر ختیځو سیمو د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته نغوته شوې او دا پېښه یې «غم‌لړلې» بللې ده.

مسکو ټینګار کړی، چې اسلام‌‌آباد او کابل باید وسله‌والې نښتې پای ته ورسوي او خپل اختلافونه د سیاست او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان افغانستان د وسله‌والو ډلو پر پناه ورکولو تورنوي؛ خو اسلامي امارت دا تور ردوي او څرګندوي: په پاکستان کې ناامني د هغه هېواد خپله کورنۍ مسئله ده؛ اسلامي امارت هیچاته اجازه نه‌ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117